ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اتلسم زبور

د داود د بریالیتوب سندره

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د څښتن د خدمتګار داود زبور کله چې څښتن داود د شاوول او د هغه د نورو ټولو دښمنانو څخه خلاص کړ. هغه دا زبور ووایه.)

(دوهم سموییل ۲۲: ۱ - ۵۱)

۱ته زما قوت یې ای څښتنه په ما ګران یې

۲څښتن دی زما ساتونکی

دی زما قوي کلا

زما ژغورونکی زما خدای دی

زما امن دی هغه کې

کوي ساتنه زما لکه د سپر په شان

دی زما قوي ژغورونکی

او د امن پناه ځای دی زما

۳مرسته غواړم له څښتنه

چې لایق دی د صفت

خلاصوي مې هغه

ما له خپلو دښمنانو څخه

۴د مرګ رسۍ رانه راتاوې شولې

د بربادۍ سېلابو واخیستمه

۵د ګور په لومه کې راګېر یمه زه

مرګ راته لاره کې خپل دام ایښی ؤ

۶په خپل تکلیف کې مې څښتن ته غږ کړ

کومک دپاره مې خپل خدای ته غږ کړ

زما اواز یې په خپل کور کې واورېد

زما فریاد یې د کومک واورېده

۷بیا ځمکې وخوړ ټکان ولړزېدله

خوځېدل د غرو بېخونه په لړزه شول

ځکه په قهر ؤ خدای

۸شو له سپېږمو نه یې راپورته لوګی

بلې لمبې او سرې سکروټې یې بادېدلې د خولې

۹ده کړې خلاصې دروازې د اسمانونو او راښکته شو

تورې ورېځې وې د ده تر پښو لاندې

۱۰سپور په اسماني مخلوق شو والوته

سپور شو په وزرو د باد زر راغی

۱۱ځان ته جوړه یې پرده کړه له تیارې نه

د اوبو ډکې ټینګې ورېځې وې چاپېره د ده

۱۲جلال یې د حضور شولو ښکاره په منځ د ورېځو کې

ږلۍ او سرې سکروټې ورېدې لکه باران

۱۳لکه تندر څښتن وکړلې خبرې له اسمانه

شو اواز د خدای تعالی په اورېدو

۱۴وویشتل هغه خپل غشي، دښمنان یې تار په تار کړل

د برېښنا په پړکېدو یې وارخطا کړل

۱۵بیا ستا په رټلو باندې ای څښتنه

ستا د تنفس په انفجار سره

تل د دریاب هم راښکاره شولو

وو پراته د ځمکې بنیادونه لوڅ

۱۶له اسمانه څښتن لاس خپل کړ را اوږد ویې نیولم

له ژورو اوبو ده راوویستلم

۱۷زه یې کړمه له قوي دښمنه خلاص

او له هغو چې نفرت یې کړ له ما نه

دوی وو ډېر قوي له ما نه

۱۸هغه وخت کې چې زه ومه په تکلیف کې

دوی حمله وکړه په ما

خو څښتن راڅخه وکړ ملاتړ

۱۹له خطره یې کړم بچ مرسته یې وکړه

ځکه یې کړم بچ چې ؤ راضي له ما

۲۰اجر راکوي څښتن ځکه کړم کارونه نېک

یمه بې ګناه ځکه انعام راکوي ماته

۲۱ما د څښتن د قوانینو اطاعت کړی دی

نه مې د بدۍ په خاطر مخ له خپل خدای نه اړولی دی

۲۲ما عمل کړی د هغه په ټولو حکمونو

نافرماني مې کړې نه ده له قوانینو د ده

۲۳هغه پوهیږي زه بې عیبه یمه

بدو کارونو نه مې ځان ساتلی

۲۴نو اجر راکړی څښتن ځکه کړم کارونه نېک

هغه پوهیږي بې ګناه یمه زه

۲۵ای څښتنه، وفادار یې هغه چاته چې وي تاته وفادار

تل نېکي کړې د هغو سره چې وي بې عیبه

۲۶پاک ته خپل ځان پاک ښکاري

ټګمار ته ځان پېچلی

۲۷ته عاجزانو ته نجات ورکوې

خو کبرجن ټیټوې

۲۸ای څښتنه زما خدایه، ساتې زما ډېوه روښانه

هم تیاره مې بدلوې په رڼا باندې

۲۹راکوې قوت چې کړم حمله په دښمن

راکوې قدرت په دېوالو د ختلو

۳۰ګوره زما خدای څومره کامل یې عملونه دي

څومره د باور یې ټول لوظونه دي

هغه دی سپر هغو ته

ټول چې پناه ده ته راوړي

۳۱ځکه چې څوک دی خدای بې له څښتنه؟

څوک کړي دفاع زمونږه بې له هغه نه؟

۳۲هغه خدای دی چې قوت راکوي ماته

هغه خدای دی چې خوندي مې ساتي لاره

۳۳زه ثابت قدم لکه هوسۍ یې کړم

او په غرونو کې مې ساتي خوندي

۳۴هغه ما تیاروي د جنګ دپاره

ترڅو زه کړمه راکش لینده د زېړو

۳۵سپر راکوې ماته د خلاصون خپل

مرسته کوي ښي لاس ستا زما سره

زه قوي کړی ستا کومک یمه

۳۶ته پراخوې زما د پښو لاره

ځکه نه ښوییږي پښې زما هېڅکله

۳۷دښمنان تعقیبوم او ور رسېږم

نه راګرځم تر هغې چې یې نابود کړم

۳۸داسې یې وهم چې پاڅېدی نه شي

دي زما د پښو لاندې نسکور پراته

۳۹راکوې ما له ته قوت د جګړې

غورځوې ماته دښمنان په پښو کې

۴۰مجبوروې دښمنان زما تېښتې ته

زه تباه کوم هغه چې کرکه کړي زما ځینې

۴۱دوی د کومک دپاره کړي فریاد

نشته څوک چې کړي دوی خلاص

وهي چیغې دوی څښتن ته

هغه نه ورکوي دوی ته ځوابونه

۴۲لکه د دوړې میده کومه یې زه

چې یې هر خوا والوزوي بادونه

داسې یې ایسته غورځوم

لکه د خټو د کوڅو په شان

۴۳تا د سرکښانو خلکو خلاص کړلم

او د قومونو دې سردار کړلم

اوس مې خدمتونه هغه خلک کوي

څوک چې پخوا نه پېژندل ما کله

۴۴هم بېګانه خلک زما په مخ کې ټیټوي سرونه

چې کله اوري زما په هکله اطاعت مې کوي

۴۵دوی بایلي خپل همتونه

په لړزه باندې راوځي دوی له خپلو کلاګانو

۴۶څښتن ژوندی دی!

وي دې ثنا زما ساتونکي ته!

کړئ اعلان لویي د هغه خدای چې مې ژغوري

۴۷راکوي ماته توفیق چې بدل واخلم له دښمنه

راولي زما د ځواک لاندې قومونه

۴۸او ما له خپلو دښمنانو خلاصوي

راکوې بریا په دښمنانو ای څښتنه ته

او ما ساتې له ظالمو انسانانو څخه

۴۹ځکه نو څښتنه د قومونو منځ کې به ستا ثنا وایمه

او صفت به ستا د نامه کومه زه په سندرو سره

۵۰خدای ورکوي لویې بریاوې خپل پاچا ته

مینه تلپاتې کوي د خپل غوره کړای شوي سره

تل ترتله د داود او د هغه د اولادې سره