ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او څلورم زبور

د خالق خدای په ستاینه کې

۱ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!

څومره عظیم یې ته زما څښتن خدایه!

د لویۍ او د جلال لباس کې پټ یې

۲تا په رڼا کې ځان پوښلی د کالیو په څېر

تا اسمانونه غوړولي د خېمې په شان دي

۳پاسنی چت دې د خپل کور جوړ کړی ورېځو باندې

خپلې جنګي ګاډۍ په شان له ورېځو کار اخلې ته

سپرېږې ته په وزرونو د باد

۴ته د بادونو نه کار اخلې د استازو په شان

د اور لمبې ته کاروې د خادمانو په شان

۵تا درولې ځمکه داسې بنیادونو باندې

هغه به هېڅکله ونه خوځیږي

۶په دریابونو باندې وپوښله ځمکه دې چپنې په څېر

اوبو نیولي دي د غرو سرونه

۷اوبه چې ورټلې تا نو هغه وتښتېدې

ستا د تندر د اواز په اورېدو سره په منډه شولې

۸د غرو په څوکو باندې وبهېدې شولې درو ته ښکته

لاړلې هغه ځای ته چې ټاکلی ورته تا ؤ

۹تا ورته حد وټاکه چې ورنه تېرې نه شي

څو یوځل بیا ځمکه ونه پوښي دوی

۱۰جاري کوې چینې درو کې ته

ترڅو اوبه یې شي روانې د غونډیو منځ کې

۱۱د څښاک اوبه ورکوي ټولو ځنګلي ځناورو ته

ماتوي تنده په دې د ځنګلي خرو

۱۲مرغان اوسیږي د اوبو په شاوخوا ونو کې

وایي سندرې یې په څانګو باندې

۱۳اوبه کوې غرونه له خپل اسماني کوره

ستا د کارونو د ثمر ځینې بسیا ده ځمکه

۱۴راشنه کوې واښه څارویو لره

د انسانانو په خاطر بوټي چې ویې کري

ترڅو د ځمکې نه خواړه پیدا کړي

۱۵هم د انګورو شراب چې دوی یې خوښ کړي

زیتونو تېل یې د مخونو د ځلا دپاره

او هم خواړه چې دوی ته ورکړي قوت

۱۶د څښتن ونې ښې خړوبې شولې

د سبر ونې د لبنان چې دي هغه کرلې

۱۷جوړوي ځالې په هغو کې مرغان

لري کورونه لګ لګان د صنوبر ونو کې

۱۸اوسیږي لوړو غرو کې ځنګلي وزې

ګړنګونه پناه ځای د غرنۍ سویو

۱۹تا سپوږمۍ ده پیدا کړې چې معلومې کړو پرې میاشتې

پوهیږي لمر چې پرېوځي څه وخت

۲۰ته راولې تیاره او شپه جوړیږي

ټول ځنګلي ځناور ګرځي په کې

۲۱غړمبیږي ځوان زمریان ښکار پسې

تیاروي چې ورته خدای هغه خواړه لټوي

۲۲چې لمر راوخېژي، دوی بېرته ورځي

خپلو غارو کې څملي

۲۳خپلو کارو پسې روان شي خلک

او تر ماښامه پورې زیار وباسي

۲۴تا دي جوړ کړي ای څښتنه ډول ډول شیان

ټول دې جوړ کړي د حکمت له مخې

په مخلوقاتو ځمکه ډکه ده ستا

۲۵دریابونه دي پراخه او لوی

چې بې شمېره مخلوقات په کې اوسیږي

که کوچني دي یا غټ

۲۶وګورئ کشتۍ چې دي روانې د هغوی په سر

او نهنګ چې پیدا کړی دی تا او په کې لوبې کوي

۲۷هغه ټول دي په تمه تاته

چې په خپل وخت ورته خواړه ورکړې

۲۸ته چې هغوی ته ورکوې کوم شیان، راټولوي یې هغوی

ستا د لاس په خلاصېدو، ماړه کیږي هغوی په ښو شیانو

۲۹چې مخ ترې واړوې نو سخت وېریږي هغوی

چې ساه ترې واخلې نو مړه کیږي هغوی

او ورځي بېرته هغې خاورې ته چې جوړ شوي ورنه

۳۰چې کله ورکړې ورته ساه نو ژوندي شي هغوی

او ورکوې ځمکې ته نوی ژوندون

۳۱وي تر ابده دې جلال د څښتن

خپلو کارونو باندې وي دې خوشحاله څښتن

۳۲چې ځمکې ته وګوري نو په لړزان شي هغه

چې غرو ته لاس وروړي نو ترې راوځي لوګی

۳۳زه به خپل ټول عمر سندره د څښتن وایمه

ترڅو ژوندی یم زه ثنا به د خپل خدای وایمه

۳۴وي دې خوشحاله په خیالونو زما

ځکه چې زه یمه خوشحاله د څښتنه څخه

۳۵شي نابود ګناهکاران دې ټول د ځمکې

پاتې دې نه شي بدعمله نور

ووایه ثنا ته د څښتن ای زما ځانه!

د څښتن ثنا او صفت وکړئ!