يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يرمياه نبى کِتاب - درې څلوېښتم باب

مِصر ته د حضرت يرمياه بوتلل

۱کله چې يرمياه د مالِک خُدائ د دوئ د خُدائ پاک هغه پېغام بيانول ټولو خلقو ته ختم کړو کوم يې چې دوئ ته رالېږلے وو، ۲نو عزرياه د هوسعياه زوئ او يوحانان د قريح زوئ او نورو ټولو کبرژنو خلقو يرمياه ته ووئيل چې، ”تۀ دروغ وائې، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ کله هم مِصر ته د تلو نه منع کړى نۀ يُو. ۳تۀ باروک د نيرياه زوئ په دې رضا کړے يې چې داسې خبرې کوه، ځکه هغه غواړى چې مونږ دلته پاتې شُو او د بابليانو د لاسه مړۀ شُو او يا بابل ته جلاوطن کړے شُو.“ ۴نو بيا د قريح زوئ يوحانان او نورو فوجى مشرانو او نورو ټولو خلقو د مالِک خُدائ د حکم نه اِنکار وکړو چې په يهوداه کښې پاتې شى. ۵يوحنان او نورو مشرانو ځان سره ټول خلق بوتلل څوک چې د نزدې مُلکونو نه راواپس شوى وُو کوم ځائ ته چې دوئ خوارۀ شوى وُو. ۶او په هغوئ کښې نارينه، زنانه، ماشومان، د بادشاه لوڼه، او ټول هغه خلق شامل وُو چې نبوزردان د محافظانو آفسر جدلياه ته سپارلى وُو. په دوئ کښې يرمياه پېغمبر او باروک هم شامل وُو. ۷خلقو د مالِک خُدائ د حکم نه اِنکار وکړو او د مِصر تحفنحيس ښار ته ورسېدل. ۸په تحفنحيس کښې مالِک خُدائ يرمياه ته بل پېغام ورکړو. هغۀ وفرمائيل چې، ۹”کله چې د يهوداه خلق درته ګورى، نو دلته په تحفنحيس کښې يو څو غټ کاڼى راواخله او د فِرعون د محل په دروازه کښې يې د فرش لاندې ښخ کړه. ۱۰نو بيا د يهوداه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې زۀ به په يقين سره خپل خِدمتګار نبوکدنضر د بابل بادشاه دلته مِصر ته راولم. زۀ به د هغۀ تخت په دې کاڼو دپاسه جوړ کړم کوم چې يرمياه دلته ښخ کړل. هغه به په دې کاڼو خپل شاهى تمبو وغوړوى. ۱۱او کله چې هغه راشى، نو هغه به د مِصر مُلک تباه کړى. هغه څوک به مړ کړى د چا دپاره چې د مرګ سزا مقرر شوې وى، د قېد سزا به هغۀ ته ورکړى چا ته چې د قېد سزا مقرر شوې وى، او څوک به په تُوره مړۀ کړى د چا دپاره چې په تُوره مړ کېدل مقرر شوى وى. ۱۲هغه به د مِصر د معبودانو په مندرونو اور بل کړى، هغه به مندرونه وسوزوى او بُتان به قبضه کړى او د غنيمت په توګه به يې يوسى. هغه به د مِصر مال متاع داسې صفا کړى لکه څنګه چې يو شپون د خپلې چُوغې نه ورَږې صفا کوى. او بې‌نقصانه به هغه خپل مُلک ته واپس شى. ۱۳هغه به د مِصر په بيت‌شمس مندر کښې مقدسې ستنې راوغورزوى کومې چې په هغې کښې ولاړې دى، او هغه به د مِصر د معبودانو مندرونه وسوزوى.“