ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

اول قرنتیان - پنځم فصل

د کلیسا څخه جنسي بد اخلاقي لېرې کړئ

۱په رښتیا زه خبر شوی یم چې ستاسو په منځ کې جنسي بد اخلاقي کیږي او داسې بد اخلاقي چې حتی په بې ایمانانو کې هم نه لیدل کیږي. ما اورېدلي دي چې په تاسو کې یو سړی دی چې د خپلې مېرنۍ مور سره څملي. ۲او تاسو ورباندې ویاړ کوئ! ایا تاسو ته لازمه نه ده چې غمجن شئ او هغه چا چې دا کار کړی دی هغه د خپلو ملګرو د ډلې نه وشړئ؟ ۳که څه هم زه په جسماني توګه ستاسو سره نه یم، خو په روحاني توګه ستاسو سره یم. که چېرې زه ستاسو سره وای، نو ما به د هغه کس په هکله چې داسې کار یې کړی دی، له مخکې نه دا قضاوت کړی وای. ۴کله چې تاسو د څښتن عیسی په نوم سره راغونډ شئ او زه درسره په روحاني توګه موجود یم، نو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په قدرت سره، ۵تاسو باید هغه سړی شیطان ته وسپارئ چې د هغه جسماني فطرت له منځه لاړ شي، ترڅو روح یې د څښتن تر ورځې پورې وژغورل شي.

۶په دې هکله ستاسو ویاړ ښه نه دی. ایا تاسو نه پوهېږئ چې لږه خمیره ټول اوړه خمیره کوي؟ ۷نو که چېرې تاسو غواړئ چې د فطیرو اوړو په شان تازه شئ، لکه څنګه چې په رښتیا یئ، نو هغه زړه خمیره چې جسماني فطرت دی د ځان نه لېرې کړئ. ځکه چې زمونږ د فسحې د اختر وری چې مسیح دی، زمونږ دپاره قرباني شوی دی. ۸نو راځئ چې دا اختر ولمانځو، خو د کینې او بدۍ د زړې خمیره شوې ډوډۍ سره نه، بلکې د اخلاص او رښتینولۍ د فطیرې ډوډۍ سره.

۹ما تاسو ته په خپل لیک کې لیکلي وو چې د هغو خلکو سره ملګرتیا مه کوئ چې په جنسي لحاظ بد اخلاقه وي. ۱۰خو زما مقصد بلکل دا نه ؤ چې تاسو د دې نړۍ د بد اخلاقه خلکو، حریصانو، چلبازانو او بت پرستانو سره کار مه لرئ. ځکه په دې صورت کې به تاسو مجبور وای چې دا نړۍ پرېږدئ. ۱۱خو زما مقصد دا ؤ چې د هغه چا سره ملګرتیا مه کوئ چې ځان ته ایماندار وایي او په داسې حال کې چې هغه په جنسي لحاظ بد اخلاقه، حریص، بت پرست، نورو ته ښکنځلې ویونکی، شرابي یا چلباز وي. د داسې کس سره حتی ډوډۍ هم مه خورئ. ۱۲ځکه چې زه د غیر ایماندارانو سره څه کار لرم چې د هغوی په هکله قضاوت وکړم؟ ایا دا ستاسو دنده نه ده چې د کلیسا د غړو په هکله قضاوت وکړئ؟ ۱۳خدای به د هغو خلکو په هکله قضاوت کوي چې د کلیسا نه دباندې دي، خو لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي تاسو باید داسې وکړئ:

بد سړی د خپل منځ نه وشړئ.