ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

لوقا - نهم فصل

د دولسو رسولانو لېږل

(متي ۱۰: ۵ - ۱۵ او مرقوس ۶: ۷ - ۱۳)

۱عیسی خپل دولس رسولان راوغوښتل او هغوی ته یې قدرت او اختیار ورکړ چې پېریان وباسي او د ناروغیو علاج وکړي. ۲نو هغوی یې ولېږل چې د خدای پاچاهي اعلان کړي او ناروغان روغ کړي. ۳هغوی ته یې وویل: «د سفر دپاره د ځان سره هېڅ شی مه اخلئ. نه امسا، نه خورجین، نه ډوډۍ، نه پیسې او نه اضافي کالي. ۴کله چې تاسو کوم کور ته ورشئ، نو ترڅو پورې چې په هغه ښار کې یئ په هماغه کور کې پاتې شئ. ۵که چېرې تاسو ته په کوم ځای کې څوک هرکلی ونه وایي، نو هغه ښار پرېږدئ او د هغه ښار خاورې د خپلو پښو څخه وڅنډئ، ترڅو د هغوی په خلاف شاهدي وي.» ۶نو هغوی روان شول، کلي په کلي ګرځېدل او په هرځای کې یې زېری ورکاوه او خلک یې روغول.

د هیرودیس پرېشاني

(متي ۱۴: ۱ - ۱۲ او مرقوس ۶: ۱۴ - ۲۹)

۷کله چې د جلیل والي هیرودیس د هغو ټولو کارونو څخه چې وشول خبر شو نو ډېر پرېشانه شو، ځکه چې ځینو خلکو به ویل چې یحیی بېرته راژوندی شوی دی. ۸نورو به ویل چې الیاس پیغمبر راښکاره شوی دی او ځینو به ویل چې د پخوانیو پیغمبرانو څخه کوم یو راژوندی شوی دی. ۹خو هیرودیس وویل: «ما په خپله د یحیی سر پرې کړی دی، نو بیا دا سړی څوک دی چې په هکله یې داسې شیان اورم؟» هیرودیس کوښښ کاوه چې عیسی وویني.

پنځو زرو کسانو ته خواړه ورکول

(متي ۱۴: ۱۳ - ۲۱ او مرقوس ۶: ۳۰ - ۴۴ او یوحنا ۶: ۱ - ۱۴)

۱۰کله چې رسولان بېرته راغلل، نو کوم کارونه چې هغوی کړي وو هغه یې عیسی ته بیان کړل. عیسی هغوی د ځان سره واخیستل او د بیت صیدا په نوم ښار ته یوازې لاړل. ۱۱خو خلک خبر شول او ورپسې لاړل. عیسی هغوی ته هرکلی ووایه، د هغوی سره یې د خدای د پاچاهۍ په هکله خبرې وکړې او هغو خلکو ته یې شفا ورکړه چې روغتیا ته یې اړتیا درلودله. ۱۲کله چې مازدیګر شو، نو هغه دولس شاګردان عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «دا خلک رخصت کړه چې کلیو او شاوخوا بانډو ته لاړ شي چې ځانونو ته خواړه او د شپې تېرولو دپاره ځای پیدا کړي. دلته هېڅ شی نشته او دا ځای د دښتې په شان دی.» ۱۳خو عیسی هغوی ته وویل: «تاسو خپله هغوی ته څه ورکړئ چې ویې خوري.» هغوی وویل: «مونږ سره یوازې پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان دي، نور هېڅ هم نشته. ایا تاسو غواړئ چې مونږ خپله لاړ شو او دې ټولو خلکو ته خواړه واخلو.» ۱۴(هلته شاوخوا پنځه زره سړي وو.) عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «هغوی پنځوس پنځوس تنه کښېنوئ.» ۱۵شاګردانو همداسې وکړل او ټول یې کښېنول. ۱۶عیسی هغه پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان راواخیستل، پورته اسمان ته یې وکتل او د خدای شکر یې وویست. بیا هغه ډوډۍ ماتې کړې او خپلو شاګردانو ته یې ورکړې چې د خلکو په مخکې یې کېږدي. ۱۷هغوی ټولو وخوړل او ماړه شول او د ډوډۍ کومې ټوټې چې پاتې شوې شاګردانو هغه راټولې کړې او د هغو څخه دولس ټوکرۍ ډکې شوې.

د عیسی په هکله د پطروس اقرار

(متي ۱۶: ۱۳ - ۱۹ او مرقوس ۸: ۲۷ - ۲۹)

۱۸یوه ورځ چې عیسی په یو ګوښه ځای کې دعا کوله او شاګردان یې هم هلته وو، د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «خلک څه وایي چې زه څوک یم؟» ۱۹هغوی په ځواب کې وویل: «ځینې وایي چې ته تعمید ورکوونکی یحیی یې، ځینې وایي چې الیاس نبي یې، او نور وایي چې د پخوانیو پیغمبرانو څخه کوم یو راژوندی شوی دی.» ۲۰نو عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «تاسو څه وایئ چې زه څوک یم؟» پطروس په ځواب کې وویل: «ته د خدای مسیح یې.»

عیسی د خپل مرګ په هکله پېشګويي کوي

(متي ۱۶: ۲۰ - ۲۸ او مرقوس ۸: ۳۰‏ - ۳۸، ۹: ۱)

۲۱بیا عیسی هغوی ته په کلکه حکم وکړ چې په دې هکله چاته څه ونه وایي ۲۲او ویې ویل: «دا ضروري ده چې د انسان زوی به ډېر کړاوونه وزغمي او د قوم د مشرانو، مشرانو کاهنانو او د شریعت د عالمانو له خوا به رد کړای شي. هغه به ووژل شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.» ۲۳بیا یې هغوی ټولو ته وویل: «که څوک غواړي چې زما د پیروانو څخه اوسي نو باید د خپل ځان څخه تېر شي، هره ورځ دې خپل صلیب را واخلي او په ما پسې دې راځي. ۲۴ځکه څوک چې غواړي خپل ژوند وساتي هغه به له لاسه ورکړي، خو څوک چې خپل ژوند زما په خاطر له لاسه ورکوي نو وبه یې ساتي. ۲۵د یو چا دپاره به په دې کې څه ګټه وي چې ټوله نړۍ وګټي، خو خپل ځان له لاسه ورکړي یا هغه ته زیان ورسوي؟ ۲۶که چېرې څوک په ما او یا زما په تعلیم شرمیږي، نو د انسان زوی به هم کله چې د خپل جلال او د پلار او سپېڅلو فرښتو د جلال سره راشي، په هغه وشرمیږي. ۲۷زه تاسو ته رښتیا وایم چې دلته ځینې داسې خلک ولاړ دي چې تر هغې پورې به مړه نه شي، ترڅو یې د خدای پاچاهي نه وي لیدلې.»

د عیسی د څېرې بدلېدل

(متي ۱۷: ۱‏ - ۸ او مرقوس ۹: ۲ - ۸)

۲۸د دې خبرو څخه شاوخوا اته ورځې وروسته عیسی پطروس، یوحنا او یعقوب د ځان سره واخیستل او د دعا دپاره یو غره ته وختل. ۲۹کله چې عیسی دعا کوله، نو څېره یې بدله شوه او کالي یې سپین وځلېدل. ۳۰ناڅاپه هلته دوه سړي راښکاره شول چې د عیسی سره یې خبرې کولې او هغوی موسی او الیاس وو. ۳۱هغوی په اسماني جلال کې راښکاره شول او د عیسی سره یې د خدای د هغه مقصد په هکله چې د هغه په مرګ به په اورشلیم کې پوره شي، خبرې وکړې. ۳۲په دې وخت کې پطروس او د هغه ملګري په درانه خوب ویده شوي وو، خو کله چې راویښ شول، نو د عیسی جلال او هغه دوه سړي چې ورسره ولاړ وو، ولیدل. ۳۳کله چې موسی او الیاس له عیسی څخه تلل، نو پطروس عیسی ته وویل: «استاذه! څومره ښه ده چې مونږ دلته یو. راځئ چې درې خېمې جوړې کړو، یوه تاته، یوه موسی ته او یوه الیاس ته.» خو پطروس نه پوهېده چې څه وایي. ۳۴هغه لا خبرې کولې چې یوه ورېځ راښکاره شوه او په هغوی باندې یې سیوری وکړ. کله چې شاګردان په ورېځو کې را ایسار شول، نو ووېرېدل. ۳۵د ورېځې څخه یو اواز راغی او ویل یې: «دا زما زوی دی چې ما غوره کړی دی، هغه ته غوږ ونیسئ.» ۳۶کله چې اواز غلی شو، هغوی ولیدل چې عیسی هلته یوازې ؤ. شاګردان غلي پاتې شول او څه چې یې لیدلي وو په هغه وخت کې یې د هغو په هکله چاته څه ونه ویل.

عیسی د یو هلک څخه پېریان وباسي

(متي ۱۷: ۱۴ - ۱۸ او مرقوس ۹: ۱۴ - ۲۷)

۳۷بله ورځ کله چې عیسی د خپلو درېو شاګردانو سره د غره څخه راښکته شو، نو ډېر خلک راغلل چې د هغه سره وویني. ۳۸ناڅاپه د هغې ډلې څخه یو سړي چیغه کړه: «ای استاذه! زه درته زاري کوم چې زما زوی ته یو نظر وګوره، هغه زما یوازېنی زوی دی. ۳۹په هغه باندې پېریان راځي او ناڅاپه چیغې ورڅخه وباسي او داسې ټکانونه ورکوي چې د خولې څخه یې ځګونه روان وي. له ډېرو ځپلو وروسته یې په سختۍ سره پرېږدي. ۴۰ستا شاګردانو ته مې زارۍ وکړې چې پېریان ترې وباسي، خو هغوی ونه شو کولای.» ۴۱عیسی په ځواب کې وویل: «ای د دې زمانې بې ایمانه او بې لارې خلکو! ترڅو پورې به زه ستاسو سره یم او ترڅو پورې به تاسو ته حوصله کوم؟» بیا یې هغه سړي ته وویل: «زوی دې دلته راوله.» ۴۲هلک لا راروان ؤ چې پېریانو هغه په ځمکه راګوزار کړ او ویې لړزاوه. عیسی پېریانو ته حکم وکړ چې ترې ووځي او هغه هلک یې روغ کړ او هغه یې بېرته خپل پلار ته وسپاره. ۴۳ټول خلک د خدای لویۍ ته حیران پاتې شول.

عیسی د دوهم ځل دپاره د خپل مرګ په هکله پېشګويي کوي

(متي ۱۷: ۲۲‏ - ۲۳ او مرقوس ۹: ۳۰ - ۳۲)

په داسې حال کې چې ټول خلک د عیسی دې کارونو ته حیران پاتې وو هغه خپلو شاګردانو ته وویل: ۴۴«زه چې تاسو ته څه وایم هغه ته په غور سره غوږ ونیسئ: د انسان زوی به خپلو دښمنانو ته په لاس ورکړل شي.» ۴۵خو شاګردان په دې پوه نه شول چې د دې خبرې معنی څه ده. د دې معنی د هغوی څخه پټه ساتل شوې وه چې ورباندې پوه نه شي او هغوی وېرېدل چې په دې هکله د هغه څخه پوښتنه وکړي.

د ټولو نه لوی څوک دی؟

(متي ۱۸: ۱ - ۵ او مرقوس ۹: ۳۳ - ۳۷)

۴۶بیا د شاګردانو ترمنځ دا بحث پیل شو چې په دوی کې څوک تر ټولو لوی دی. ۴۷عیسی پوه شو چې د هغوی په زړونو کې څه ګرځي، نو هغه یو ماشوم راوست او په خپل څنګ کې یې ودراوه ۴۸او هغوی ته یې وویل: «هرڅوک چې دا ماشوم زما په نوم قبول کړي، نو زه یې قبول کړی یم او څوک چې ما قبول کړي، نو هغه څوک یې قبول کړی دی چې زه یې رالېږلی یم. ځکه چې په تاسو ټولو کې تر ټولو کوچنی تر ټولو لوی دی.»

څوک چې ستاسو مخالف نه دی هغه ستاسو طرفدار دی

(مرقوس ۹: ۳۸ - ۴۰)

۴۹یوحنا عیسی ته وویل: «استاذه! مونږ یو سړی ولید چې ستا په نوم یې پېریان ویستل خو مونږ هغه د دې کار څخه منع کړ، ځکه چې هغه زمونږ د ډلې څخه نه ؤ.» ۵۰عیسی هغه ته وویل: «هغه مه منع کوئ، ځکه څوک چې ستاسو مخالف نه دی هغه ستاسو طرفدار دی.»

د سامرې د یو کلي خلک د عیسی د منلو څخه انکار کوي

۵۱کله چې هغه وخت رانژدې شو چې عیسی اسمان ته یووړل شي، نو په ټینګې ارادې سره اورشلیم ته روان شو. ۵۲هغه د ځان څخه مخکې استازي ولېږل. هغوی لاړل او د سامرې یو کلي ته ورغلل چې د هغه دپاره تیاری ونیسي. ۵۳خو د هغه کلي خلکو عیسی قبول نه کړ، ځکه چې دا ښکاره وه چې هغه د اورشلیم خواته روان ؤ. ۵۴کله چې د هغه شاګردانو یعقوب او یوحنا دا ولیدل، نو هغوی وویل: «استاذه! ایا ته زمونږ څخه غواړې چې ووایو د اسمان څخه دې اور رانازل شي او دا خلک وسوځوي؟» ۵۵خو عیسی ورته مخ راواړاوه او هغوی یې ورټل. ۵۶بیا هغوی بل کلي ته لاړل.

د عیسی څخه د پیروۍ کولو شرطونه

(متي ۸: ۱۹ - ۲۲)

۵۷کله چې هغوی په لاره روان وو، یو سړي عیسی ته وویل: «هر چېرته چې ځې زه به درپسې ځم.» ۵۸عیسی هغه ته وویل: «ګیدړان خپل غارونه لري او مرغان ځالې، خو د انسان زوی دومره ځای هم نه لري چې خپل سر ورباندې کېږدي.» ۵۹عیسی یو بل سړي ته وویل: «ما پسې راځه.» خو هغه سړي وویل: «ښاغلیه! اجازه راکړه چې لومړی لاړ شم او خپل پلار خاورو ته وسپارم.» ۶۰عیسی هغه ته وویل: «پرېږده چې مړي خپل مړي ښخ کړي. ته لاړ شه او د خدای د پاچاهۍ اعلان وکړه.» ۶۱یو بل سړي وویل: «ای ښاغلیه! زه به تا پسې ځم، خو لومړی اجازه راکړه چې لاړ شم او د خپلې کورنۍ سره خدای پاماني وکړم.» ۶۲عیسی هغه ته وویل: «څوک چې د قلبې کولو په وخت کې شاته ګوري، هغه د خدای د پاچاهۍ وړ نه دی.»