ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - شلم فصل

لس حکمونه

(تثنیه ۵: ۱ - ۲۱)

۱خدای پاک خبرې وکړې او د هغه خبرې دا وې: ۲<زه ستاسو څښتن خدای یم او تاسو مې له مصر څخه چې په کې غلامان وئ راوویستلئ.

۳زما څخه پرته د بل خدای عبادت مه کوئ.

۴د خپلو ځانونو دپاره د هیڅ شي په شکل چې هغه په اسمان کې یا په ځمکه باندې یا د ځمکې لاندې په اوبو کې وي بتان مه جوړوئ. ۵هیڅ بت ته سجده یا عبادت مه کوئ ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یو غیرتي خدای یم. څوک چې زما څخه کرکه کوي زه به هغوی او د هغوی اولادې ته تر دریم او څلورم نسله پورې سزا ورکړم. ۶مګر زه د هغو زرګونو نسلونو سره چې زما سره مینه کوي او زما امرونو ته غاړه ږدي مینه کوم.

۷زما نوم د بدو مقصدونو دپاره مه استعمالوئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای به هغه چاته سزا ورکړم څوک چې زما نوم په غلطه استعمال کړي.

۸د سبت ورځ ولمانځئ او هغه مقدسه وګڼئ. ۹تاسو د کار کولو دپاره شپږ ورځې لرئ، ۱۰مګر اوومه ورځ د ارام کولو ورځ ده چې څښتن خدای ته وقف شوې ده. په دې ورځ به تاسو هیڅ کار نه کوئ، نه تاسو، نه ستاسو زامن یا لورګانې، نه غلامان، نه ستاسو حیوانات، نه هغه بېګانه خلک چې ستاسو په وطن کې اوسیږي. ۱۱ما څښتن په شپږو ورځو کې ځمکه، اسمان، دریابونه او هرڅه چې په هغو کې دي جوړ کړل، مګر په اوومه ورځ مې ارام وکړ. ځکه ما سبت ته برکت ورکړ او هغه مې مقدس کړ.

۱۲د خپل پلار او مور احترام کوئ ترڅو تاسو په هغه خاوره کې چې زه یې درکوم زیات عمر ولرئ.

۱۳قتل مه کوئ.

۱۴زنا مه کوئ.

۱۵غلا مه کوئ.

۱۶د هیچا په ضد د دروغو شهادت مه ورکوئ.

۱۷د بل سړي کور ته د طمعې په سترګه مه ګورئ. د هغه ښځې، غلامانو، غوایانو، خرو یا هرڅه چې هغه یې لري ورته د طمعې په سترګه مه ګورئ.>

د خلکو وېره

(تثنیه ۵: ۲۳ - ۳۳)

۱۸کله چې ټولو خلکو د تندر او سرني غږ واورېد او برېښنا او هغه غر یې ولیده چې لوګی ورڅخه پورته کېده، نو هغوی د وېرې د لاسه ولړزېدل او لېرې ودرېدل. ۱۹هغوی حضرت موسیٰ ته وویل: <که چېرې ته زمونږ سره خبرې وکړې، غوږ به درته ونیسو. مګر مونږ وېرېږو چې که چېرې خدای پاک زمونږ سره خبرې وکړي نو مړه به شو.>

۲۰حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل: <مه وېرېږئ. خدای پاک ستاسو د ازمایلو دپاره راغلی دی ترڅو د هغه وېره درسره وي او ګناه ونه کړئ.> ۲۱خو خلک په یوې لېرې فاصلې کې ودرېدل او حضرت موسیٰ هغې تورې تیارې ته ورنژدې شو چې خدای پاک په کې ؤ.

د قربانۍ د ځایونو په هکله قوانین

۲۲بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <اسراییلیانو ته داسې ووایه: تاسو په خپله لیدلي دي چې ما څنګه ستاسو سره د اسمان څخه خبرې وکړې. ۲۳د ځانونو دپاره د سپینو او سرو زرو خدایان مه جوړوئ چې زما څخه بغیر د هغه عبادت وکړئ. ۲۴زما دپاره د خاورو څخه د قربانۍ ځای جوړ کړئ او په هغه باندې خپلې سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې او د خپلو رمو او پادو حیوانات قرباني کړئ. هرځای چې زه یې ستاسو دپاره ټاکم چې زما عبادت په کې وکړئ، زه به هلته درشم او تاسو ته به برکت درکوم. ۲۵که چېرې تاسو زما دپاره د تیږو څخه د قربانۍ ځای جوړوئ نو د تراش شویو تیږو څخه یې مه جوړوئ، ځکه که چېرې په هغو باندې د کوم سامان څخه کار واخلئ هغه به ناپاک کړئ. ۲۶زما د قربانۍ ځای ته په زینه باندې مه ورخېژئ، ترڅو په هغې باندې ستاسو د شرم ځای ښکاره نه شي.>