يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يرمياه نبى کِتاب - يو څلوېښتم باب

۱هم د هغه کال په اوومه مياشت، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ او د اليسمع نمسے چې د شاهى خاندان يو کس وو، او د اوچتې عُهدې آفسر وو، هغه د لسو سړو سره مصفاه ته د جدلياه سره مِلاوېدو له لاړو. کله چې هغوئ په شريکه روټۍ خوړله، ۲نو ناګهانه د نتنياه زوئ اِسمٰعيل او د هغۀ لسو کسانو ټوپ کړو او خپلې تُورې يې راوويستلې او جدلياه يې قتل کړو، څوک چې د بابل بادشاه په يهوداه کښې ګورنر مقرر کړے وو. ۳اِسمٰعيل هم هغه ټول يهوديان ووژل څوک چې په مصفاه کښې د جدلياه سره وُو، او هغه بابليان فوجيان هم چې هلته وُو. ۴د جدلياه د قتلېدو نه يوه ورځ وروستو چې لا څوک هم د هغۀ په مرګ باندې خبر نۀ وُو، ۵اتيا کسان د شِکم، سيلا او سامريه نه د خُدائ کور ته راغلل چې عبادت وکړى. هغوئ خپلې ږيرې د غم په وجه خرئيلې وې، او د غم په وجه يې خپلې جامې هم شلولې وې او خپل ځانونه يې هم زخمى کړى وُو. او خپل ځان سره يې غله دانه او خوشبو مالِک خُدائ ته د نذرانې پېش کولو په توګه راوړې وې. ۶نو اِسمٰعيل د اوښکو نه په ډکو سترګو سره د مصفاه نه بهر ووتو او د هغه کسانو سره د ملاقات دپاره لاړو. کله چې هغه هغوئ ته ورسېدلو نو ورته يې ووئيل چې، ”راشئ، وګورئ چې د جدلياه د اخيقام زوئ سره څۀ شوى دى.“ ۷خو چې څنګه هغوئ ښار ته ورننوتل، نو فوراً اِسمٰعيل او د هغۀ ملګرو ټول ووژل او د هغوئ لاشونه يې په يوه ډيګۍ کښې وروغورزول. ۸خو په هغه ډله کښې لس کسان وُو چې هغوئ اِسمٰعيل سره دا خبره وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ چرې تۀ مونږ ونۀ وژنې نو کوم غنم، اوربشې، او د زيتون تېل او شات چې مونږ پټ ذخيره کړى دى هغه به تا له راوړُو.“ نو په دې خبره هغۀ هغوئ ژوندى پرېښودل. ۹هغه د اوبو ډيګۍ چې اِسمٰعيل په کښې د هغه مړو لاشونه ورګزار کړل کوم چې هغۀ وژلى وُو هم هغه لويه ډيګۍ وه چې آسا بادشاه جوړه کړې وه چې کله هغۀ د مصفاه دفاع مضبوطه کړه چې خپل ځان د اِسرائيلو د بعشا بادشاه نه وساتى. اِسمٰعيل د نتنياه زوئ هغه د مړو نه ډکه کړه. ۱۰بيا اِسمٰعيل د بادشاه لوڼه او هغه ټول کسان چې نبوزردان د فوج مشر په مصفاه کښې جدلياه ته پرېښى وُو هغوئ ټول يې ګېر کړل او ځان سره يې د عمون د علاقې په طرف روان کړل. ۱۱خو کله چې يوحانان د قريح زوئ او نور د فوج مشران د اِسمٰعيل د جرم نه خبر شول، ۱۲نو هغوئ خپل ټول سپاهيان راټول کړل او هغۀ پسې راووتل او په جبعون کښې د لوئ تالاب سره نزدې هغوئ هغه پېدا کړو. ۱۳کله چې د اِسمٰعيل سره قېديانو يوحانان او ورسره نور فوجى مشران وليدل نو هغوئ ډېر خوشحاله شول. ۱۴او د مصفاه نه ټول قېديان وتښتېدل او د يوحانان مدد يې شروع کړو. ۱۵خو اِسمٰعيل سره د خپلو هغه اتو کسانو دوستانو د عمون مُلک ته وتښتېدلو. ۱۶نو بيا يوحانان د قريح زوئ او نورو فوجى مشرانو، هغه ټول کسان د ځان سره روان کړل کوم چې هغوئ په جبعون کښې د اِسمٰعيل نه خلاص کړى وُو چې په هغوئ کښې سپاهيان، زنانه، ماشومان او د دربار خصيان شامل وُو، څوک چې د جدلياه د قتلولو نه وروستو اِسمٰعيل ګرفتار کړى وُو. ۱۷هغوئ مِصر ته د تللو وخت کښې د کِمهام سرائى چې بيت‌لحم سره نزدې وو هلته ايسار شُو. ۱۸نو د دې يرې نه چې کۀ بابليان په دې موضوع خبر شى چې اِسمٰعيل جدلياه قتل کړے دے، هغه څوک چې د بابل بادشاه د يهوداه ګورنر مقررولو، نو هغوئ به بيا څۀ کوى.