ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - نولسم فصل

اسراییلیان د سینا په غره کې

۱‏-۲د اسراییلو قوم له رفیدیم څخه لاړ او د مصر څخه له راوتلو وروسته د دریمې میاشتې په اوله ورځ د سینا دښتې ته راغلل. هلته یې د سینا د غره په لمنه کې خېمې ودرولې. ۳حضرت موسیٰ د خدای پاک سره د ملاقات دپاره غره ته وخوت.

څښتن هغه ته د غره څخه غږ وکړ او ورته ویې فرمایل: <د یعقوب اولادې یعنې اسراییلیانو ته داسې ووایه: ۴تاسو ولیدل چې ما په مصریانو باندې څه وکړل او څنګه مې تاسو لکه د عقاب په شان چې خپل بچیان په خپلو وزرونو باندې وړي دلته خپل ځان ته راوستلئ. ۵اوس که چېرې تاسو په وفادارۍ سره زما اطاعت وکړئ او زما په لوظ باندې ټینګ ودرېږئ، بیا به تاسو په ټولو قومونو کې زما خاص قوم شئ. که څه هم دا ټوله دنیا زما ده، ۶خو تاسو به زما دپاره کاهنان او مقدس قوم اوسئ. دا هغه خبره ده چې ته یې باید اسراییلیانو ته ورسوې.> ۷نو حضرت موسیٰ د غره څخه راکوز شو او د قوم مشران یې سره راغونډ کړل او څه چې څښتن ورته فرمایلي وو، هغوی ته یې بیان کړل. ۸ټول قوم په یو اواز په ځواب کې وویل: <هرڅه چې څښتن فرمایلي دي مونږ به په هغه باندې عمل وکړو.> نو حضرت موسیٰ د هغوی ځواب بېرته څښتن ته راوړ.

۹څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <زه به تاته په ټینګې ورېځې کې راشم، نو کله چې زه ستا سره خبرې کوم قوم به یې واوري او په تا باندې به اعتبار وکړي.>

څه چې قوم ویلي وو حضرت موسیٰ هغه څښتن ته وویل. ۱۰څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <خلکو ته ورشه او ورته ووایه چې نن او سبا خپل ځانونه د عبادت دپاره پاک کړي او باید خپل کالي ومینځي ۱۱او په دریمه ورځ تیار اوسي. ځکه چې زه په هغه ورځ د ټولو خلکو په حضور کې د سینا غره ته راښکته کېږم. ۱۲د غره ګردچاپېره حد وټاکه چې خلک ورڅخه تېر نه شي او هغوی ته ووایه: پام کوئ چې غره ته راونه خېژئ او حتیٰ هغه ته نژدې هم ورنه شئ. که څوک په هغه باندې پښه کېږدي نو وبه وژل شي. ۱۳هغه باید سنګسار شي او یا په غشو وویشتل شي او هیڅوک باید هغه ته لاس ورنه وړي. دا به په انسان او حیوان دواړو باندې عملي کیږي. مګر کله چې سرنی ووهل شي، بیا خلک کولی شي چې د غره لمنې ته راشي.>

۱۴بیا حضرت موسیٰ له غره څخه راښکته شو او خلکو ته یې وفرمایل چې د عبادت دپاره تیار شي. نو هغوی خپل کالي ومینځل ۱۵او حضرت موسیٰ خلکو ته وفرمایل: <د دریمې ورځې دپاره ځانونه تیار کړئ او په دې موده کې ښځو ته مه ورنژدې کېږئ.>

۱۶د دریمې ورځې په سهار تندر او برېښنا شوه او د غره په سر باندې یوه ټینګه ورېځ ښکاره شوه او د سرني یو ډېر لوړ غږ واورېدل شو. ټول خلک چې په کمپ کې وو د وېرې له لاسه ولړزېدل. ۱۷حضرت موسیٰ هغوی د کمپ څخه دباندې راوستل چې د خدای پاک سره ملاقات وکړي او هغوی د غره په لمنه کې ودرېدل. ۱۸د سینا ټول غر په لوګي کې پټ ؤ، ځکه چې څښتن په هغه باندې په اور کې راښکته شوی ؤ. دا لوګی د داش د لوګي په شان پورته کېده او ټول غر سخت لړزېده. ۱۹د سرني غږ نور هم لوړېده. حضرت موسیٰ خبرې کولې او خدای پاک هغه ته په تندر کې ځواب ورکاوه. ۲۰څښتن د سینا د غره په سر راښکته شو او حضرت موسیٰ یې د غره سرته راوغوښت. حضرت موسیٰ وروخوت ۲۱او څښتن هغه ته وفرمایل: <ښکته لاړ شه او خلکو ته خبرداری ورکړه چې له حد څخه راوانه وړي چې راشي او ما وویني. که چېرې داسې وکړي، له هغوی څخه به ډېر نفر مړه شي. ۲۲حتیٰ کاهنان هم چې ماته نژدې راځي باید ځانونه پاک کړي او که نه زه به هغوی ته هم سزا ورکړم.>

۲۳حضرت موسیٰ څښتن ته وفرمایل: <خلک د سینا غره ته نه شي راختلی، ځکه چې تا په خپله مونږ ته خبرداری راکړ چې د غره ګردچاپېره حد وټاکو او هغه غر مقدس وګڼو.>

۲۴څښتن په ځواب کې وفرمایل: <ښکته لاړ شه او هارون د ځان سره راوخېژوه. مګر کاهنان او خلک باید د خپل حد څخه راتېر نه شي چې ماته راشي. که نه، نو زه به ورته سزا ورکړم.> ۲۵بیا حضرت موسیٰ خلکو ته ورښکته شو او د څښتن خبرې یې ورته وکړې.