ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

یوحنا - اتم فصل

د زناکارې ښځې په هکله قضاوت

۱خو عیسی د زیتون غره ته لاړ. ۲بله ورځ سهار وختي هغه بېرته د خدای کور ته لاړ او ټول خلک ورته راټول شول. هغه کښېناست او هغوی ته یې تعلیم پیل کړ. ۳په دې وخت کې د شریعت عالمانو او فریسیانو یوه ښځه چې د زنا په وخت کې یې نیولې وه هغه ته راوستله او د ټولو په مخکې یې ودروله. ۴هغوی عیسی ته وویل: «استاذه، دا ښځه د زنا کولو په وخت کې نیول شوې ده. ۵موسی په شریعت کې مونږ ته حکم کړی دی چې داسې ښځې باید سنګسارې شي. خو ته په دې هکله څه وایې؟» ۶هغوی دا خبره د دې دپاره وکړه چې عیسی په دام کې راونیسي، ترڅو وکولای شي په هغه باندې تور ولګوي. خو هغه خپل سر ښکته واچاوه او په خپله ګوته یې په ځمکه باندې لیکل پیل کړل. ۷کله چې هغوی په پرله پسې توګه د هغه نه سوالونه کول، نو عیسی خپل سر راپورته کړ او هغوی ته یې وویل: «په تاسو کې چې کوم چا هېڅکله هم ګناه نه وي کړې، نو هغه به اولنی کس وي چې هغه په تیږه باندې ولي.» ۸عیسی یوځل بیا خپل سر ښکته واچاوه او په ځمکه باندې یې لیکل کول. ۹کله چې هغوی دا خبره واورېدله نو زاړه خلک لومړي لاړل او بیا ځوانان ورپسې روان شول. عیسی د هغې ښځې سره چې هلته لا ولاړه وه یوازې پاتې شو. ۱۰عیسی خپل سر راپورته کړ او هغې ښځې ته یې وویل: «هغوی څه شول؟ هېچا ته محکومه نه کړې؟» ۱۱هغې ځواب ورکړ: «هېچا هم نه، ښاغلیه.» عیسی وویل: «نو بیا زه هم تا نه محکوموم، ځه او بیا نوره ګناه مه کوه.»]

عیسی د نړۍ دپاره رڼا ده

۱۲عیسی یوځل بیا د خلکو سره خبرې وکړې او ویې ویل: «زه د نړۍ دپاره رڼا یم! څوک چې زما پیروي کوي، هغه به په تیاره کې نه ګرځي، بلکې د هغه سره به د ژوندون رڼا وي.» ۱۳فریسیانو هغه ته وویل: «ته د خپل ځان په هکله شاهدي ورکوې، نو ستا شاهدي اعتبار نه لري.» ۱۴عیسی په ځواب کې وویل: «حتی که زه د خپل ځان په هکله هم شاهدي ورکوم نو زما شاهدي اعتبار لري، ځکه زه پوهېږم چې د کوم ځای نه راغلی یم او چېرته به ځم. خو تاسو نه پوهېږئ چې زه د کوم ځای نه راغلی یم او چېرته ځم. ۱۵تاسو د انسانانو د رسمونو او رواجونو له مخې قضاوت کوئ، خو زه د هېچا په هکله داسې قضاوت نه کوم. ۱۶خو که زه قضاوت هم کوم نو هغه سم دی، ځکه چې دا کار زه یوازې نه کوم بلکې هغه پلار چې زه یې رالېږلی یم په دې کار کې زما سره دی. ۱۷ستاسو په شریعت کې لیکل شوي دي چې که چېرې دوه کسه د یوې موضوع په هکله شاهدي ورکړي، نو هغه اعتبار لري. ۱۸یو زه یم چې د خپل ځان په هکله شاهدي ورکوم او بل شاهد زما پلار دی چې زه یې رالېږلی یم.» ۱۹بیا هغوی د هغه نه پوښتنه وکړه: «ستا پلار چېرته دی؟» عیسی ځواب ورکړ: «تاسو نه ما پېژنئ او نه زما پلار. که تاسو زه پېژندلی، نو زما پلار به مو هم پېژانده.» ۲۰عیسی دا خبرې هغه وخت وکړلې، کله چې هغه د خدای د کور په خزانه کې خلکو ته تعلیم ورکاوه. خو هېچا هم هغه ونه نیوه، ځکه چې د هغه وخت لا نه ؤ رارسېدلی.

د خپل مرګ په هکله د عیسی خبرې

۲۱عیسی یوځل بیا هغوی ته وویل: «زه ځم او تاسو به ما پسې ګرځئ، خو که تاسو خپلو ګناهونو ته دوام ورکړئ نو مړه به شئ. چېرته چې زه ځم تاسو هلته نه شئ راتللی.» ۲۲نو خلکو وویل: «کله چې هغه وایي: ‹چېرته چې زه ځم تاسو هلته نه شئ راتللی،› ایا د هغه مقصد دا دی چې هغه به خپل ځان ووژني؟» ۲۳عیسی هغوی ته وویل: «تاسو د ځمکې خلک یئ خو زه د اسمان نه راغلی یم. تاسو د دې نړۍ یئ، خو زه د دې نړۍ نه یم. ۲۴نو ځکه مې تاسو ته وویل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کې مړه شئ. که چېرې تاسو په دې باندې ایمان رانه وړئ چې زه هماغه یم، نو په خپلو ګناهونو کې به مړه شئ.» ۲۵هغوی د هغه نه پوښتنه وکړه: «ته څوک یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «زه هماغه څوک یم چې د اول نه مې تاسو ته وویل. ۲۶زما سره زیات شیان شته چې ستاسو په هکله یې ووایم او قضاوت وکړم، خو زه هغه نه وایم. چا چې زه رالېږلی یم هغه رښتینی دی او څه چې ما د هغه نه اورېدلي دي هغه نړۍ ته وایم.» ۲۷هغوی په دې پوه نه شول چې عیسی د هغوی سره د خپل اسماني پلار په هکله خبرې کولې. ۲۸نو عیسی هغوی ته وویل: «کله چې تاسو د انسان زوی په صلیب وخېژوئ، نو بیا به پوه شئ چې زه هماغه یم. زه د خپل ځانه کوم کار نه کوم، بلکې هغه خبرې کوم چې پلار مې راته ښودلې دي. ۲۹چا چې زه رالېږلی یم هغه زما سره مل دی. هغه زه یوازې نه یم پریښی، ځکه چې زه تل هغه کار کوم چې هغه ورباندې خوشحالیږي.» ۳۰کله چې عیسی دا خبرې وکړې نو ډېرو ورباندې ایمان راوړ.

حقیقت تاسو ازادوي

۳۱نو کومو خلکو چې په عیسی باندې ایمان راوړی ؤ عیسی هغوی ته وویل: «که چېرې تاسو تل زما په تعلیم باندې عمل وکړئ، نو په رښتیا به زما شاګردان یئ ۳۲او تاسو به حقیقت وپېژنئ او حقیقت به تاسو ازاد کړي.» ۳۳هغوی ځواب ورکړ: «مونږ د ابراهیم اولاد یو او مونږ هېڅکله هم د چا غلامان شوي نه یو. نو بیا د دې خبرې نه ستا مقصد څه دی چې تاسو به ازاد شئ؟» ۳۴عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې ګناه کوي، نو هغه د ګناه غلام دی. ۳۵غلام تل په یوه کورنۍ کې نه پاتې کیږي، خو زوی تل د کورنۍ غړی وي. ۳۶که چېرې زوی تاسو ازاد کړي، نو تاسو به په رښتیا سره ازاد اوسئ. ۳۷زه تاسو پېژنم چې د ابراهیم اولاده یئ. خو په دې خاطر چې زما تعلیم ستاسو په زړونو کې ځای نه لري، نو غواړئ چې ما ووژنئ. ۳۸زه ستاسو سره د هغو شیانو په هکله خبرې کوم چې د پلار په حضور کې مې لیدلي دي. خو تاسو هغه څه کوئ چې د خپل پلار نه مو اورېدلي دي.»

عیسی وایي شیطان د دروغجنو پلار دی

۳۹هغوی وویل: «ابراهیم زمونږ پلار دی.»

عیسی هغوی ته وویل: «که چېرې تاسو په رښتیا د ابراهیم اولاده وای نو هغه کارونه به مو کول چې ابراهیم کول. ۴۰خو اوس تاسو غواړئ چې ما ووژنئ، ما چې تاسو ته هغه حقیقت ویلی دی چې د خدای له خوا مې اورېدلی ؤ. ابراهیم هېڅکله هم داسې کار نه دی کړی. ۴۱تاسو هغه کارونه کوئ چې پلار مو کوي.» هغوی وویل: «مونږ حرامیان نه یو، مونږ یو پلار لرو او هغه خدای دی.» ۴۲عیسی هغوی ته وویل: «که خدای په رښتیا ستاسو پلار وای نو تاسو به زما سره مینه کولای، ځکه چې زه د خدای له خوا راغلی یم او اوس دلته یم. زه په خپل سر نه یم راغلی بلکې هغه رالېږلی یم. ۴۳تاسو ولې زما په خبرو نه پوهېږئ؟ ځکه چې تاسو نه غواړئ چې زما تعلیم ته غوږ ونیسئ. ۴۴تاسو د خپل پلار یعنې شیطان اولادونه یئ او د خپل پلار په خوښه کارونه کوئ. هغه له پیل نه قاتل ؤ او هېڅکله د حقیقت طرفدار نه دی، ځکه چې هغه هېڅکله حقیقت نه دي ویلي. کله چې هغه دروغ وایي، نو له خپله ځانه یې وایي ځکه چې هغه دروغجن دی او د ټولو دروغو پلار دی. ۴۵خو کله چې زه رښتیا وایم تاسو په ما باندې باور نه کوئ. ۴۶په تاسو کې څوک کولای شي دا ثابته کړي چې ما ګناه کړې ده؟ که چېرې زه حقیقت وایم نو بیا ولې په ما باندې باور نه کوی؟ ۴۷هرڅوک چې د خدای له خوا راځي هغه د خدای کلام ته غوږ نیسي، خو تاسو د خدای نه یئ نو له دې امله د خدای کلام ته غوږ نه نیسئ.»

عیسی او ابراهیم

۴۸خلکو عیسی ته په ځواب کې وویل: «ایا مونږ په حقه نه یو چې وایو ته سامري یې او پېریانو نیولی یې؟» ۴۹عیسی وویل: «زه پېریانو نه یم نیولی بلکې د خپل پلار درناوی کوم، خو تاسو زما سپکاوی کوئ. ۵۰زه د خلکو نه د خپل ځان دپاره لویي نه غواړم، خو یو بل څوک شته چې هغه غواړي چې زما عزت دې وشي او هغه سم قضاوت کوي. ۵۱په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که څوک زما په تعلیم باندې عمل وکړي، نو هغه به هېڅکله مړ نه شي.» ۵۲خلکو هغه ته وویل: «اوس مونږ پوره ډاډه یو چې ته پېریانو نیولی یې. ابراهیم مړ شو او نور پیغمبران هم مړه شول، خو ته بیاهم وایې چې که څوک زما په تعلیم باندې عمل وکړي، نو هغه به هېڅکله مړ نه شي. ۵۳ایا ته زمونږ د پلار ابراهیم او نورو پیغمبرانو نه چې مړه شول ډېر لوی یې؟ ته څه فکر کوې چې څوک یې؟» ۵۴عیسی ځواب ورکړ: «که زه خپل ځان لوی وګڼم نو دا لویې به هېڅ معنی ونلري. خو دا زما پلار دی چې ماته لویي راکوي، هماغه څوک چې تاسو وایئ چې زمونږ خدای دی. ۵۵که څه هم تاسو هغه نه پېژنئ، خو زه هغه پېژنم. خو که زه ووایم چې هغه نه پېژنم نو زه به ستاسو په شان دروغجن یم، خو زه هغه پېژنم او د هغه په تعلیم باندې عمل کوم. ۵۶ستاسو پلار ابراهیم په دې خاطر خوشحاله ؤ چې زما د راتللو ورځ وویني. نو هغه یې ولیدله او خوشحاله شو.» ۵۷خلکو هغه ته وویل: «ته خو لا د پنځوسو کالو هم نه یې، نو بیا څنګه ویلی شې چې ابراهیم دې لیدلی دی؟» ۵۸عیسی ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې ابراهیم لا پیدا شوی هم نه ؤ چې ‹زه یم›.» ۵۹په دې خبره هغوی تیږې راواخیستلې چې عیسی ورباندې سنګسار کړي، خو عیسی د خلکو له نظره پناه شو او د خدای د کور نه لاړ.