يوسفزئ

کوچنۍ پېغمبر

د حضرت زکرياه نبى کِتاب - لسم باب

مالِک خُدائ به د يهوداه حفاظت وکړى

۱مالِک خُدائ ته په سپرلى کښې د باران دپاره سوال وکړئ. ځکه چې دا مالِک خُدائ دے چې طوفانى وريځې رالېږى. هغه باران ورَوى او د هر چا دپاره په پټو کښې شنۀ بوټى پېدا کوى. ۲بُتان د فريب خبرې کوى، فالګر هغه رويا ګورى چې دروغ وى، هغوئ د خوبونو غلط تعبير کوى، او هغوئ بې‌فائدې تسلى ورکوى. نو ځکه خلق د ورکو شوو ګډو په شان سرګردانه ګرځى. په هغوئ ځکه ظلم کيږى چې شپون يې نشته. ۳”زما غصه د شپونکو خلاف زياته شوې ده، او زۀ به حکمرانانو له سزا ورکړم، ځکه چې مالِک خُدائ به د خپلې رمې حفاظت کوى، د يهوداه د قوم، او هغوئ به لکه د جنګ د فخر آس جوړ کړى. ۴د يهوداه نه به د ګوټ کاڼے، د خېمې موږے، د جنګ لينده جوړه شى، د هغې نه به هر يو حکمران راشى. ۵هغوئ به يو ځائ لکه د طاقتورو خلقو په شان په جنګ کښې دشمنان د کوڅې په خټو کښې د پښو لاندې کړى. ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ سره دے، هغوئ به جنګ وکړى او د آسونو سوارۀ به لاندې راوغورزوى. ۶زۀ به د يهوداه خلق تکړه کړم او د يوسف قوم به بچ کړم. زۀ به هغوئ بيا آباد کړم ځکه چې زۀ په هغوئ رحم کوم. هغوئ به داسې وى لکه چې کله ما هغوئ نۀ وى رد کړى. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم، او زۀ به د هغوئ دُعا ته جواب ورکوم. ۷اِفرائيميان به لکه د جنګيالو په شان شى، او د هغوئ زړونه به داسې خوشحاله وى لکه چې مے يې څښلى وى. د هغوئ اولاد به دا وګورى او خوشحاله به وى، د هغوئ زړونه به په مالِک خُدائ کښې خوشحاله وى. ۸زۀ به هغوئ ته شپيلے ووهم او يو ځائ ته به يې راغونډ کړم. يقيناً زۀ به هغوئ آزاد کړم، هغوئ به بې‌شمېره کړم څنګه چې مخکښې وُو. ۹اګر کۀ ما هغوئ په قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى دى خو په لرې مُلکونو کښې به هغوئ ما ياد ساتى. هغوئ او د هغوئ بچى به ژوندى پاتې شى، او واپس به راشى. ۱۰زۀ به هغوئ واپس راولم د مِصر نه او هغوئ به د اسور نه راجمع کړم. زۀ به هغوئ راولم جِلعاد او لبنان ته، او هلته به د هغوئ ټولو دپاره کافى ځايونه نۀ وى. ۱۱هغوئ به د مصيبت د سمندر نه تېر شى، چپې وهونکے سمندر به خاموش شى، او د نيل درياب ژورې اوبۀ به اوچې شى. د اسور غرور به راښکته شى، او د مِصر شاهى طاقت به ختم شى. ۱۲زۀ به هغوئ له په مالِک خُدائ کښې طاقت ورکړم، او د هغۀ په نوم به هغوئ روان وى،“ مالِک خُدائ فرمائى.