ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

څلور څلوېښتم زبور

د خلاصون دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)

۱زمونږ نیکونو ته تا کړي لوی کارونه دي

دا ډېر پخوا په زمانه کې د هغو، خدایه

چې په دې هکله اورېدلي دي مونږ

په دې هکله کې یې ویلي مونږ ته

۲وشړل تا نور قومونه په خپل لاس باندې

د دوی خاوره کې دې خپل قوم مېشته کړ

نورو قومونو ته دې څرنګه سزا ورکړله

تا په خپل قوم نېکمرغي راوستله

۳دا خاوره ستا قوم په خپلو تورو فتح نه کړه

هغه یې په خپل قوت ونه ګټله

د ستا په زور او په قوت یې هغه وګټله

ځکه په دې باندې ډاډه وو هغوی

چې ته وې مل ورسره

او هم ته وې ډېر د هغوی نه راضي

۴ای خدایه! ته زما پاچا یې

ته ورکوې بری د یعقوب قوم ته

۵ورکوو ماتې دښمنانو ته مونږ ستا په مرسته

خپل دښمنان پایمالوو مونږه د ستا په قدرت

۶خپلې لیندې باندې تکیه نه کوم

نه مې په توره چې به خلاص کاندي ما

۷خو تا له خپلو دښمنانو مونږه خلاص کړلو

چا چې له مونږه کړله کرکه دوی دې وشرمول

۸مونږه به تل مدام ویل چې کوو فخر په تا

تر ابده به کوو مونږ ستا شکرونه

۹خو اوس دې پرېښودو رسوا دې کړلو

زمونږ لښکرو سره نور ته نه ځې

۱۰تا مجبور کړلو چې تېښته له دښمنه وکړو

څه چې زمونږه سره وو

لوټ کړل هغو چې زمونږه څخه کرکه کوي

۱۱تا پرېښودلو چې حلال شو د پسونو په شان

پردو قومونو کې دې مونږ خواره واره کړلو

۱۲په کمه بیه دې خپل قوم خرڅ کړ

او دې خرڅلاو درته فایده ونه کړه

۱۳ګاونډي ملکونه ګوري تا زمونږ سره څه وکړل

دوی په مونږ وهي ملنډې او خندا راپورې کاندي

۱۴په قومونو کې دې مونږه مسخره کړو

له تحقیره خوځوي راته سرونه

۱۵مدام رسوا یمه زه

په شرمو پټ یمه زه

۱۶اورو مونږ د دښمنانو پېغورونه

دښمنان او غچ اخیستونکي وینو

۱۷دا هرڅه وشول په مونږ

خو ته مو هېر نه کړلې

تا چې زمونږ سره کوم لوظ کړی ؤ

مونږه مات کړی نه دی

۱۸بې وفا نه یو تاته

د ستا له لارې ګرځېدلي نه یو

۱۹خو تا مونږ پرېښودو بې وسه

د وحشي ځناورانو منځ کې

تورو تیارو کې دې مونږ پرېښودلو

۲۰که مونږ خپل خدای ته وای بس کړی عبادت کول

او پردي خدای ته مو دعا کړې وای

۲۱ته په رښتیا به پوهېدلی وای پرې

ځکه خبر یې په رازونو د زړه

۲۲مونږه له مرګه سره مخ یو هر وخت ستا له وجې

مونږه ګڼي هغو پسونو په شان وي چې حلالې دپاره

۲۳شه رابېداره ای څښتنه! ته ویده ولې یې؟

ته رابېدار شه! تر ابده مونږه مه ردوه

۲۴ولې پټوې مخ دې زمونږ ځینې؟

ولې هېروې تکلیفونه او مصیبتونه زمونږ؟

۲۵مونږ ټوک ټوک شوي رالوېدلي یو په ځمکه باندې

مونږ مغلوب شوي یو پراته خاورو کې

۲۶پورته شه، زمونږ کومک ته راشه ته!

مونږ ته نجات راکړه په وجه د تلپاتې مینې