ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - درویشتم فصل

د بلعام اول پیغام

۱بلعام بالاق ته وویل: <دلته زما دپاره اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړه، بیا اووه غوایان او اووه پسونه راوله.> ۲څنګه چې بالاق ته ویل شوي وو، هغه هماغسې وکړل او هغه او بلعام په هره قربانګاه باندې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړ.

۳بیا بلعام بالاق ته وویل: <دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ودرېږه، زه ځم چې وګورم څښتن زما سره د ملاقات دپاره راځي او که نه. هرڅه چې هغه راته ووایي هغه به تاته ووایم.> نو بلعام د غونډۍ سرته یوازې لاړ ۴او خدای پاک د هغه سره ملاقات وکړ. بلعام هغه ته وویل: <ما اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړي دي او په هر یو باندې مې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړی دی.>

۵څښتن بلعام ته یو پیغام ورکړ، بیا یې هغه بېرته ولېږه چې بالاق ته یې ورسوي. ۶نو هغه بېرته لاړ او ویې لیدل چې بالاق د موآبیانو د ټولو مشرانو سره د خپلې نذرانې په څنګ کې ولاړ دی.

۷بلعام دا پیغام ورکړ:

<د موآب پادشاه بالاق زه راوستلم

له سوریې یعنې ختیځو غرونو

هغه ویل راشه خبرې وکړه ما دپاره

ته لعنت ووایه په قوم د اسراییلو باندې

۸څنګه په هغه چا لعنت ووایم

په چا چې خدای لعنت ویلی نه وي؟

څنګه د هغوی په ضد خبرې وکړم

د چا په ضد چې څښتن نه دي کړې؟

۹لوړو ګټانو څخه زه شمه هغوی لیدلی

شمه کتلی هغوی زه د غونډیو څخه

دا یو قوم دی چې اوسیږي ځانله

هغوی خپل ځانونه په نورو قومونو کې نه شماري

۱۰د اسراییلو اولاده ده لکه خاورو په شان

دوی دومره ډېر دي چې حساب یې نه شي

پرېږده چې مړ شمه زه د خدای د قوم په شان

پرېږده په سوله کې چې مړ شم د نېکانو په شان>

۱۱بیا بالاق بلعام ته وویل: <دا څه دې راسره وکړل؟ ما د دې دپاره راوغوښتلې چې زما په دښمنانو باندې لعنت ووایې. مګر د هغې په ځای تا هغوی ته برکت ورکړ!>

۱۲بلعام په ځواب کې وویل: <زه یوازې هغه څه ویلی شم چې څښتن راته وایي.>

د بلعام دوهم پیغام

۱۳بالاق بلعام ته وویل: <راځه چې یو بل ځای ته لاړ شو چېرته چې ته کولی شې یوازې ځینې اسراییلیان ووینې، له هماغه ځای څخه زما په خاطر په هغوی باندې لعنت ووایه.> ۱۴نو هغه بلعام د صوفیم پټي ته چې د پیسګاه د غره په سر ؤ بوته. په هغه ځای کې هم هغه اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړل او په هر یو باندې یې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړ.

۱۵بلعام بالاق ته وویل: <دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې په څنګ کې ودرېږه او زه به هلته د څښتن سره ملاقات وکړم.>

۱۶څښتن د بلعام سره ملاقات وکړ او یو بل پیغام یې ورکړ، بیا یې ورته وفرمایل: <لاړ شه او بالاق ته یې ورسوه.> ۱۷بلعام بېرته لاړ او ویې لیدل چې بالاق د خپلې سوزېدونکې نذرانې په څنګ کې د موآبیانو د مشرانو سره ولاړ دی. بالاق پوښتنه وکړه: <څښتن څه وویل؟> ۱۸بلعام بیا پیغام ورکړ:

<راشه ای بالاقه د صفور زویه

غوږ دې ونیسه چې څه درته زه وایم

۱۹خدای د خلکو په شان نه دی چې درواغ ووایي

انسان نه دی چې بدله اراده کړي

رسوي سرته چې کړي کومې وعدې

څه چې وایي هغه کاندي

۲۰ماته شوې لارښوونه چې زه ورکړم برکت

خدای چې کوم وخت کې برکت ورکوي

هغه زه بېرته ګرځولی نه شم

۲۱کړم پېشګویي چې مستقبل د اسراییلو

به رانه وړي بدبختي او تکلیفونه دوی ته

خپل څښتن خدای یې مل دی دوی سره

وایي په جار هغه پادشاه دی د دوی

۲۲خدای دوی راوویستل له مصر څخه

په ډېر قوت سره جنګیږي دی هغوی دپاره

۲۳هیڅ جادو او کوډې نشته

چې په ضد د اسراییلو وکړي کار

د اسراییلو په باره کې به اوس خلک وایي

وګورئ خدای هغوی ته څه وکړل

۲۴دي هغوی د قهر شویو زمریانو په شان

چې دي تیار حملې ته

ترڅو چې ونه خوري خپل ښکار او وینه یې ونه څښي

تر هغې پورې به ونه کړي ارام>

۲۵نو بالاق بلعام ته وویل: <نه په هغوی باندې لعنت ووایه او نه ورته برکت ورکوه!>

۲۶بلعام په ځواب کې وویل: <ما مخکې تاته وویل چې زه به هرڅه د څښتن د وینا په مطابق کوم.>

د بلعام دریم پیغام

۲۷بالاق بلعام ته وویل: <ما سره راشه چې یو بل ځای ته دې بوځم. کېدای شي چې خدای تا پرېږدي چې زما دپاره له هغه ځایه په اسراییلیانو باندې لعنت ووایې.> ۲۸نو هغه بلعام د فغور د غره سرته وخېژاوه چې له هغه ځایه ښکته دښتې ته وګوري. ۲۹بلعام هغه ته وویل: <دلته زما دپاره اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړه، بیا ماته اووه غوایان او اووه پسونه راوله.> ۳۰څنګه چې بالاق ته ویل شوي وو هماغسې یې وکړل، هغه په هرې قربانګاه باندې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړ.