ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم تواریخ - څلورویشتم فصل

د یهودا پاچا یوآش

(دوهم پاچاهان ۱۲: ۱ - ۱۶)

۱یوآش اووه کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او په اورشلیم کې یې څلوېښت کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور زبیه د بیرشبع د ښار څخه وه. ۲ترڅو پورې چې یهویاداع ژوندی ؤ، یوآش هغه کارونه کول چې څښتن ورباندې خوشحالېده. ۳یهویاداع د یوآش پاچا دپاره دوه ښځې خوښې کړې، بیا یوآش د هغوی څخه د څو زامنو او لوڼو خاوند شو.

۴کله چې د یوآش د پاچاهۍ یو څه موده تېره شوه، هغه پرېکړه وکړه چې د څښتن کور بېرته جوړ کړي. ۵هغه کاهنانو او لاویانو ته حکم وکړ: «د یهودا ښارونو ته لاړ شئ او زر تر زره د خپل خدای د کور د کلنۍ رغونې دپاره د ټولو اسراییلیانو څخه پیسې راټولې کړئ.» خو لاویانو ځنډ وکړ، ۶نو وروسته پاچا مشر کاهن یهویاداع خپل حضور ته راوغوښت او ورته ویې ویل: «تا ولې لاویان د هغې مالیې د راټولولو دپاره چې د خدای خدمتګار موسی په اسراییلیانو باندې ایښې وه، نه دي لېږلي، ترڅو هغه د یهودا او د اورشلیم څخه راټوله کړي او سپېڅلې خېمې ته یې راوړي؟»

۷(د هغې بدکارې ښځې یعنې د عتلیا پیروان د خدای کور ته ننوتي وو او د ټولو سپېڅلو شیانو څخه یې د بعل په عبادت کې کار اخیست.)

۸د پاچا د حکم سره سم یو صندوق جوړ شو او هغه یې د څښتن د کور د دروازې دباندې کېښود. ۹هغوی د اورشلیم او د یهودا ټولو خلکو ته پیغام ولېږه چې څښتن ته هغه مالیه راوړي چې موسی د څښتن خدمتګار د اسراییلو په خلکو باندې په دښته کې ټاکلې وه. ۱۰خلکو او د هغوی مشرانو چې دا خبره واورېدله، نو خوشحاله شول او هغوی د خپلې مالیې پیسې راوړې او صندوق یې ورڅخه ډک کړ. ۱۱لاویانو به په منظم ډول صندوق د پاچا درباریانو ته وروړ. هرکله به چې هغه ډکېده، شاهي منشي او د لوی کاهن استازي به پیسې ورڅخه راویستلې او صندوق به یې بېرته په خپل ځای کې کېښود. دا کار به هره ورځ کېده او په دې ډول هغوی ډېرې پیسې راټولې کړې.

۱۲یوآش او یهویاداع به پیسې هغو سړیو ته ورکولې چې د څښتن د کور د رغونې څارنه یې کوله. هغه پیسې به یې د ګلکارانو، نجارانو، اهنګرانو او د مسګرانو په نیولو کې لګولې. ۱۳هغوی ټولو ډېر سخت کار وکړ او د خدای کور یې بېرته خپل اصلي حالت ته راوست او هغه یې قوي جوړ کړ. ۱۴کله چې د بیا رغولو کار پای ته ورسېده، پاتې سره او سپین زر پاچا او یهویاداع ته ورکړل شول. هغوی د هغو څخه د څښتن د کور دپاره د کاسو او نورو لوښو په جوړولو کې کار واخیست، یعنې د هغه د سوځېدونکو نذرانو او د نورو کارونو دپاره.

د یهواش بدکاري

ترڅو پورې چې یهویاداع ژوندی ؤ، د څښتن په کور کې سوځېدونکې نذرانې په منظم ډول وړاندې کېدلې. ۱۵یهویاداع د زوړوالي عمر ته ورسېده او په یوسلو دېرش کلنۍ کې مړ شو. ۱۶هغه د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو، ځکه چې هغه د اسراییلو د قوم، د خدای او د خدای د کور دپاره ښه کارونه کړي وو.

۱۷وروسته له دې چې یهویاداع مړ شو، د یهودا مشران راغلل او پاچا ته یې د درناوي په خاطر خپل سرونه ټیټ کړل. هغوی پاچا راضي کړ چې د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي. ۱۸نو خلکو د څښتن یعنې د هغوی د نیکونو د خدای په کور کې عبادت کول بس کړل او د اشیره او د نورو بتانو عبادت یې پیل کړ. د هغوی د دغه ګناه په سبب د څښتن قهر په یهودا او په اورشلیم باندې نازل شو. ۱۹څښتن هغوی ته د خبرداري ورکولو دپاره نبیان ورولېږل چې بېرته هغه ته رجوع وکړي، خو خلکو ورته غوږ ونه نیوه. ۲۰بیا د څښتن روح د یهویاداع کاهن په زوی یعنې په زکریا باندې نازل شو. هغه په داسې ځای کې ودرېده چې خلکو ته ښکاره کېده او غږ یې وکړ: «څښتن خدای پوښتنه کوي: ‹ولې تاسو زما د امرونو څخه سرغړونه کړې ده او په ځان باندې افت راولئ؟ د دې په خاطر چې تاسو زما څخه مخ اړولی، ما هم ستاسو څخه مخ اړولی دی.›» ۲۱یوآش پاچا د زکریا په خلاف په دسیسه کې ملګری شو او خلکو د پاچا په حکم زکریا د څښتن د کور په حوېلۍ کې سنګسار کړ. ۲۲پاچا هغه د وفادارۍ خدمتونه هېر کړل چې د زکریا پلار یهویاداع د هغه دپاره کړي وو او هغه زکریا وواژه. زکریا د ځنکدن په وخت کې غږ وکړ: «څښتن دې ستا دا اعمال وویني او ستا نه دې زما بدل واخلي!»

د یوآش د پاچاهۍ پای

۲۳د هماغه کال په اخر کې د سوریې لښکرو په یهودا او په اورشلیم باندې حمله وکړه، د قوم ټول مشران یې ووژل او ټول غنیمت یې خپل پاچا ته چې په دمشق کې ؤ، ولېږه. ۲۴د سوریې لښکر کوچنی ؤ، خو څښتن هغوی پرېښودل چې د یهودا یو ډېر لوی لښکر ته ماتې ورکړي، ځکه چې خلکو د خپلو نیکونو د څښتن خدای څخه مخ اړولی ؤ. په دې ډول یوآش پاچا ته سزا ورکړل شوه. ۲۵هغه ډېر سخت زخمي شو او کله چې دښمنان لاړل، د هغه دوو درباریانو هغه ته دسیسه جوړه کړه. هغه یې په خپله بستره کې وواژه او د یهویاداع کاهن د زوی د قتل بدل یې ورڅخه واخیست. هغه د داود په ښار کې ښخ شو، خو په شاهي هدیره کې ښخ نه شو. ۲۶(هغه کسانو چې د هغه په ضد یې دسیسه جوړه کړه، زاباد د شمعت عمونۍ زوی او یهوزاباد د شمریت موآبۍ زوی ؤ.) ۲۷د یوآش د زامنو کیسې، هغه پېشګویۍ چې د هغه په ضد شوې دي او هغه څنګه د خدای کور بیا جوړ کړ، دا ټول د پاچاهانو د کتاب په تفسیر کې لیکل شوي دي. د هغه زوی امصیا د هغه په ځای پاچا شو.