ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اتم زبور

د خدای لوی والی او د انسان وقار

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د جت د ښار په تال د داود زبور)

۱ای څښتنه، زمونږ باداره!

په ټول جهان کې د ستا نوم لوی دی

ستا ثنا او صفت رسیږي تر اسمانه

۲ماشومان او تي رودونکي ماشومان

ستا د لویۍ سندرې وایي

تا جوړه کړې ده قوي کلا د خپلو دښمنانو په ضد

هم په خپله چوپ کوې مخالفان خپل

۳کله چې وګورم اسمان ته چې جوړ کړی دی تا

ستوري سپوږمۍ ته چې ځای په ځای کړي دي تا

۴نو انسان څه دی چې ته یې خیال ساتې؟

فاني انسان چې ته پرې پام ساتې؟

۵ځان پسې دوهمه درجه دې ده ورکړې ده ته

تاج د عزت او شان شوکت دې ورته ایښی په سر

۶تا مقرر کړل دوی په هرڅه چې جوړ کړي دي تا

د دوی په واک کې دې ورکړي ټول شیان دي

۷هم دې ورکړي ټول پسونه او غویان

او وحشي حیوانات

۸هم د هوا مرغان او د دریاب ماهیان

دا ټول مخلوقات چې په دریاب کې ګرځي

۹ای څښتنه، زمونږ باداره!

په ټول جهان کې د ستا نوم لوی دی