ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او شپږ دېرشم زبور

د شکرګزارۍ سندره

۱د څښتن شکر کوئ

ځکه چې نېک دی هغه

ده ابدي د هغه مینه

۲کوئ شکر د خدایانو د خدای

ده ابدي د هغه مینه

۳شکر کوئ د څښتنانو د څښتن

ده ابدي د هغه مینه

۴یوازې هغه دی چې لویې معجزې ښایي

ده ابدي د هغه مینه

۵هغه پیدا کړي اسمانونه

په خپل حکمت باندې

ده ابدي د هغه مینه

۶خپره کړې یې ده ځمکه د اوبو دپاسه

ده ابدي د هغه مینه

۷پیدا کړې هغه لویې رڼاګانې

ده ابدي د هغه مینه

۸لمر چې حکومت کوي په ورځ باندې

ده ابدي د هغه مینه

۹سپوږمۍ او ستوري چې حکومت کوي

په شپې باندې

ده ابدي د هغه مینه

۱۰اولني زېږېدل شوي یې د مصریانو مړه کړل

ده ابدي د هغه مینه

۱۱د اسراییلو قوم یې راوویست د مصر څخه

ده ابدي د هغه مینه

۱۲په خپل قوي لاس او قدرتمندو مټو

ده ابدي د هغه مینه

۱۳سره بحیره یې کړله بېله منځ کې

ده ابدي د هغه مینه

۱۴د هغې له منځ نه یې خپل قوم تېر کړ

ده ابدي د هغه مینه

۱۵خو فرعون او د هغه لښکر یې

غرق کړل سره بحیره کې

ده ابدي د هغه مینه

۱۶خپل خلک یې بوتلل د بیابان له لارې

ده ابدي د هغه مینه

۱۷رانسکور کړل هغه لوی پاچاهان

ده ابدي د هغه مینه

۱۸هغه مړه کړل قدرتمند پاچاهان

ده ابدي د هغه مینه

۱۹هغه مړ کړلو سیحون د اموریانو پاچا

ده ابدي د هغه مینه

۲۰مړ یې کړ عوج د باشان پاچا

ده ابدي د هغه مینه

۲۱د هغوی هېوادونه یې خپل قوم ته

په میراث کې ورکړل

ده ابدي د هغه مینه

۲۲هغه یې ورکړل خپل خدمتګار اسراییل ته

ده ابدي د هغه مینه

۲۳کله چې مونږ وخوړه ماتې

هغه هېر نه کړلو

ده ابدي د هغه مینه

۲۴مونږ یې له خپلو دښمنانو خلاص کړو

ده ابدي د هغه مینه

۲۵هغه ورکوي رزق هر ژوندي مخلوق ته

ده ابدي د هغه مینه

۲۶شکر وباسئ د اسمانونو خدای ته

ده ابدي د هغه مینه