ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اعمال رسولان - پنځلسم فصل

په اورشلیم کې لویه غونډه

۱ځینې خلک د یهودیې څخه انطاکیې ته راغلل او ایماندارانو ته یې تعلیم ورکاوه او ویل یې: «که تاسو د موسی د شریعت له مخې سنت نه شئ، نو خلاصون نه شئ موندلی.» ۲پولوس او برناباس د هغوی سره موافق نه وو او ډېر سخت بحث یې ورسره وکړ او پرېکړه یې وکړه چې پولوس او برناباس دې د نورو ایماندارانو سره اورشلیم ته لاړ شي او د دې موضوع په هکله دې د رسولانو او نورو مشرانو سره خبرې وکړي.

۳هغوی د انطاکیې د کلیسا له خوا ولېږل شول او په داسې حال کې چې هغوی د فنیقیې او سامرې نه تېرېدل، ایمانداران یې خبرول چې څنګه غیریهودیانو ایمان راوړ. نو د دې خبر په اورېدلو ټول ایمانداران ډېر خوشحاله شول. ۴کله چې پولوس او برناباس اورشلیم ته ورسېدل، نو د کلیسا د غړو، رسولانو او مشرانو له خوا ورته تود هرکلی وویل شو او بیا یې هغوی د هغو ټولو کارونو څخه خبر کړل چې خدای د هغوی په وسیله سرته رسولي وو. ۵خو د فریسیانو د ډلې ځینې ایمانداران راپاڅېدل او ویې ویل: «غیریهودیان باید سنت کړای شي او هغوی ته دې امر وشي چې د موسی په شریعت باندې عمل وکړي.»

۶رسولان او مشران سره راټول شول چې د دې موضوع په هکله خبرې وکړي. ۷د یو اوږد بحث څخه وروسته پطروس پاڅېده او هغوی ته یې وویل: «ای ورونو، تاسو پوهېږئ چې څه موده مخکې زه خدای ستاسو له منځ څخه غوره کړم چې غیریهودیان زما د خولې نه د عیسی مسیح په هکله زېری واوري او ایمان راوړي. ۸خدای چې د هر چا د زړه څخه خبر دی، هغوی ته یې د روح القدس د ورکولو په وسیله دا ثابته کړه چې خدای هغوی هم منلي دي لکه څنګه یې چې مونږ منلي یو. ۹خدای زمونږ او د غیریهودیانو ترمنځ هېڅ فرق ونه کړ او د ایمان د راوړلو په وسیله یې د هغوی زړونه پاک کړل. ۱۰نو بیا ولې تاسو اوس خدای ازمایئ او د دې ایماندارانو په اوږو باندې داسې بار ږدئ چې نه یې مونږ او نه یې زمونږ نیکونه وړلی شي؟ ۱۱خو مونږ په دې عقیده یو چې مونږ یهودیانو د څښتن عیسی په فضل خلاصون موندلی دی، همدا ډول غیریهودیانو هم خلاصون موندلی دی.»

۱۲د غونډې ټول خلک غلي پاتې شول او د برناباس او پولوس خبرو ته یې غوږ ونیوه چې د هغو ټولو معجزو او حیرانوونکي کارونو په هکله یې کولې چې خدای د هغوی په وسیله په غیریهودیانو کې ښودلي وو. ۱۳کله چې د برناباس او پولوس خبرې پای ته ورسېدلې، یعقوب وویل: «ای ورونو، زما خبرو ته غوږ ونیسئ. ۱۴شمعون مونږ ته ویلي وو چې خدای څنګه د لومړي ځل دپاره د غیریهودیانو سره علاقه وښودله او د هغوی له منځ نه یې د خپل ځان دپاره یو قوم غوره کړ. ۱۵دا د پیغمبرانو د خبرو سره سمون خوري، لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

۱۶له هغې وروسته به زه بېرته راستون شم. بېرته به د داود وران شوی کور اباد او قوي کړم، ۱۷ترڅو نور انسانان څښتن ته رجوع وکړي یعنې ټول غیریهودیان چې ما خپل کړي دي. دا هغه څه دي چې څښتن یې وایي ۱۸چې دا شیان یې له پخوا نه ښکاره کړي دي.»

۱۹یعقوب زیاته کړه: «دا زما پرېکړه ده چې مونږ باید هغه غیریهودیان په تکلیف نه کړو چې د خدای خواته راګرځي، ۲۰بلکې د دې په ځای هغوی ته لیک ولیکو او ورته ووایو چې داسې خواړه ونه خوري چې په مذهبي توګه ناپاک وي، ځکه چې هغه بتانو ته وړاندې شوي دي او خپل ځانونه د جنسي بدو اړیکو څخه وساتي او د داسې حیواناتو غوښه ونه خوري چې زندۍ شوي وي او همدارنګه وینه ونه خوري. ۲۱ځکه چې د پخوا زمانې راهیسې په هر ښار کې د موسی د قانون په هکله وعظ کیږي او هغه په کنیسو کې د هر سبت په ورځ لوستل کیږي.»

غیریهودي ایماندارانو ته لیک لېږل

۲۲بیا رسولانو، مشرانو او د کلیسا ټولو غړو دا پرېکړه وکړه چې د خپل منځ نه یو څو کسان غوره کړي او هغوی د پولوس او برناباس سره انطاکیې ته ولېږي. نو هغوی دوه کسان یعنې یهودا چې د برسابا په نوم یادېده او سیلاس چې د ایماندارانو له خوا یې ډېر درناوی کېده، غوره کړل ۲۳او د هغوی په لاس یې دغه لیک ولېږه:

  • «مونږ رسولان او مشران تاسو ټولو غیریهودي ایماندارانو ته چې په انطاکیه، سوریه او قیلیقیه کې اوسېږئ، خپل سلامونه وایو.
  • ۲۴مونږ اورېدلي چې ځینو خلکو چې زمونږ د ډلې څخه تللي دي، تاسو په خپلو خبرو پرېشانه کړي یئ او ستاسو فکرونه یې ګډوډ کړي دي، خو هغوی مونږ نه دي درلېږلي. ۲۵نو مونږ ټولو په ګډه پرېکړه وکړه چې یو څو کسان غوره کړو او د خپلو ګرانو دوستانو برناباس او پولوس سره یې تاسو ته درولېږو، ۲۶یعنې هغه خلک چې خپل ځانونه یې زمونږ د څښتن عیسی مسیح ته د خدمت دپاره په خطر کې اچولي دي. ۲۷نو له دې امله مونږ یهودا او سیلاس تاسو ته درولېږل چې هغوی په خپله خوله باندې تاسو ته هغه څه ووایي چې مونږ لیکلي دي. ۲۸دا د روح القدس او زمونږ په نظر کې ښه ښکاره شوه چې پرته له دې لاندېنیو ضروري شیانو په تاسو باندې نور بار وانه چوو: ۲۹تاسو باید هغه خواړه چې بتانو ته وړاندې کیږي ونه خورئ، وینه او د هغو حیواناتو غوښه ونه خورئ چې زندۍ شوي وي او خپل ځانونه د جنسي بد اخلاقۍ څخه وساتئ. که تاسو خپل ځانونه د دې شیانو څخه وساتئ، نو دا به ښه کوئ. د خدای پامان.»

۳۰نو کله چې یهودا او سیلاس رخصت کړای شول، انطاکیې ته لاړل او د کلیسا ټول غړي یې سره راټول کړل او هغه لیک یې ورته ورکړ. ۳۱کله چې خلکو هغه ولوست، نو هغوی په دې تشویق کوونکي پیغام باندې ډېر خوشحاله شول. ۳۲یهودا او سیلاس چې په خپله پیغمبران وو، په خپلو زیاتو خبرو هغوی تشویق او تکړه کړل. ۳۳هلته د څه وخت تېرولو نه وروسته هغوی د ایماندارانو له خوا په خیریت سره رخصت شول او بېرته هغو خلکو ته ورغلل چې دوی یې لېږلي وو. ۳۴‏-۳۵خو پولوس او برناباس په انطاکیه کې پاتې شول او هلته یې د ډېرو نورو سره یوځای تعلیم ورکاوه او د څښتن عیسی پیغام یې اوراوه.

د پولوس او برناباس بېلېدل

۳۶څه موده وروسته پولوس برناباس ته وویل: «راځئ چې بېرته لاړ شو او په هغو ټولو ښارونو کې چې مونږ په کې د څښتن عیسی پیغام اورولی ؤ، د ایماندارانو سره لیدنه کتنه وکړو او وګورو چې هغوی څنګه دي.» ۳۷برناباس غوښتل چې یوحنا چې د مرقوس په نوم یادېده هم د ځان سره بوځي. ۳۸خو پولوس دا مناسبه نه ګڼله چې مرقوس د ځان سره بوځي، ځکه چې هغوی یې په پمفیلیا کې پریښي وو او د کار تر پایه پورې د هغوی سره پاتې نه شو. ۳۹د پولوس او برناباس ترمنځ یوه داسې سخته شخړه راپیدا شوه چې د یو بل نه بېل شول. برناباس مرقوس د ځان سره واخیست او په کشتۍ کې قبرس ته روان شول. ۴۰خو پولوس سیلاس خوښ کړ او وروسته له هغې چې ایماندارانو هغوی د څښتن فضل ته وسپارل، هغوی روان شول. ۴۱کله چې پولوس د سوریې او قیلیقیې له لارې تېرېده، نو کلیساګانو ته یې ډاډګېرنه ورکوله.