ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او اتۀويشتم زبور

د څښتن څخه د اطاعت کولو اجر

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱بختور دي هغه خلک چې وېریږي له څښتنه

او څوک چې روان وي د هغه په لاره

۲ستاسو کار به کړي پوره ضرورتونه ستاسو

اوسئ خوشحاله او نېکمرغه به یئ

۳ستا ښځه به ستا کور کې وي

لکه د مېوه دارو انګورو د تاک په شان

او ستا اولادونه به وي د زیتون د ونو په شان

وي به راتاو په دسترخوان د ستا

۴هغه خلک به بختور وي

چې کوي وېره له څښتنه څخه

۵له صهیونه دې څښتن برکت درکړي درته

چې په ټول ژوند کې دې ته وینې اورشلیم آباد

۶او تر هغې دې یې ژوندی چې دې لمسیان ووینې

سلامتي دې وي په اسراییلو باندې!