ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - دوه ویشتم فصل

د واده د مېلمستیا مثال

(لوقا ۱۴: ۱۵‏ - ۲۴)

۱عیسی یوځل بیا خلکو ته یو بل مثال راوړ او ویې ویل: ۲«اسماني پاچاهي د هغه پاچا په شان ده چې د خپل زوی د واده مېلمستیا یې جوړه کړه. ۳هغه خپل نوکران په رابلل شویو مېلمنو پسې ولېږل چې هغوی ته ووایي چې مېلمستیا ته راشي، خو هغوی ونه غوښتل چې راشي. ۴نو هغه خپل نور نوکران ورپسې ولېږل چې هغوی ته ووایي: ‹د واده مېلمستیا ته راشئ. ما ډوډۍ تیاره کړې ده، ستاسو دپاره مې غویان او چاغ خوسکي حلال کړي دي او هرڅه تیار دي.› ۵خو هغوی یې هېڅ پروا ونه کړه او په خپل کار پسې لاړل. یو یې خپل پټي ته لاړ او بل یې خپل کاروبار ته، ۶او نورو د هغه نوکران ونیول، بې عزته یې کړل او ویې وژل. ۷پاچا په قهر شو، خپل عسکر یې ولېږل او هغه قاتلان یې ووژل او ښار یې ورته وسوځاوه. ۸بیا هغه خپلو نوکرانو ته وویل: ‹د واده مېلمستیا تیاره ده، خو کوم خلک چې رابلل شوي وو هغه د دې وړ نه وو. ۹نو لویو چوکونو ته ووځئ او هرڅوک چې مو پیدا کړ د واده مېلمستیا ته یې راوبولئ.› ۱۰نو نوکران لارو او کوڅو ته ووتل او هرڅوک یې چې پیدا کولای شول که ښه وو او که بد وو ټول یې راوستل او په دې ډول سالون د مېلمنو څخه ډک شو.

۱۱کله چې پاچا د مېلمنو د لیدلو دپاره دننه ورغی، نو هلته یې یو سړی ولید چې د واده کالي یې نه وو اغوستي. ۱۲پاچا ترې پوښتنه وکړه: ‹ای دوسته، تا څنګه د واده کالي نه دي اغوستي او دلته راغلی یې؟› هغه غلی پاتې شو. ۱۳بیا پاچا خپلو خدمتګارانو ته وویل: ‹د هغه لاس او پښې وتړئ او دباندې په تیاره کې یې وغورځوئ یعنې هغه ځای کې چې خلک به ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.›»

۱۴عیسی په پای کې وویل: «رابلل شوي ډېر دي، خو غوره شوي لږ دي.»

د مالیې ورکولو په هکله پوښتنه

(مرقوس ۱۲‏: ۱۳‏ - ۱۷ او لوقا ۲۰: ۲۰‏ - ۲۶)

۱۵بیا فریسیان لاړل او په خپلو کې یې مشوره وکړه چې څنګه عیسی په خپلو خبرو کې راونیسي. ۱۶نو هغوی خپل ځینې پیروان د هیرودیس د پلویانو سره عیسی ته ورولېږل چې هغه ته ووایي: «ای استاذه! مونږ پوهېږو چې ته یو صادق سړی یې او په رښتینې توګه د خدای د لارې تعلیم ورکوې. ته د هېچا طرفداري نه کوې که هغه هرڅوک وي. ۱۷نو بیا مونږ ته ووایه چې په دې هکله ستا نظر څه دی؟ ایا د روم امپراتور ته مالیه ورکول روا دي که نه؟» ۱۸خو عیسی د هغوی په بدنیتۍ پوه شو او هغوی ته یې وویل: «ای منافقانو، تاسو ولې هڅه کوئ چې ما امتحان کړئ؟ ۱۹هغه سکه چې تاسو ورباندې خپله مالیه ورکوئ ماته راوښایئ.» هغوی ورته یوه رومي سکه راوړله. ۲۰عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «په دې باندې د چا تصویر او د چا نوم دی؟» ۲۱هغوی ځواب ورکړ: «د امپراتور.» بیا عیسی هغوی ته وویل: «څه چې د امپراتور دي هغه امپراتور ته ورکړئ او څه چې د خدای دي هغه خدای ته ورکړئ.» ۲۲کله چې هغوی دا واورېدل، نو حیران شول او هغه یې پرېښود او ورڅخه لاړل.

د قیامت د ورځې په هکله پوښتنه

(مرقوس ۱۲: ۱۸‏ - ۲۷ او لوقا ۲۰: ۲۷‏ - ۴۰)

۲۳په هماغه ورځ صدوقیان چې د مرګ څخه وروسته د بیا راژوندي کېدلو څخه منکر وو، عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې یو سوال وکړ: ۲۴«استاذه! موسی ویلي دي چې که یو سړی بې اولاده مړ شي، نو ورور یې باید د هغه د کونډې سره واده وکړي، ترڅو د هغه اولادونه پیدا شي او هغه یې د مړه ورور اولادونه وګڼل شي. ۲۵په یو وخت کې اووه ورونه وو، لومړني ورور یې واده وکړ او هغه بې اولاده مړ شو او د هغه کونډه د هغه ورور ته پاتې شوه. ۲۶په دې ډول دوهم، درېم او تر اووم وروره پورې د هغې ښځې سره ودونه وکړل او ټول بې اولاده مړه شول. ۲۷په پای کې هغه ښځه هم مړه شوه. ۲۸نو مونږ ته ووایه چې د قیامت په ورځ به هغه د کوم یو ښځه وي؟ ځکه چې ټولو ورسره ودونه کړي وو؟»

۲۹عیسی ځواب ورکړ: «ستاسو غلطي په دې کې ده چې نه د خدای په کلام پوهېږئ او نه د خدای د قدرت څخه خبر یئ. ۳۰ځکه چې د قیامت په ورځ کله چې مړي بیا راژوندي کیږي، نه سړي ودونه کوي او نه به ښځې چاته واده کیږي، خو هغوی به د اسمان د فرښتو په شان وي. ۳۱خو د مړو د بیا راژوندي کېدلو په هکله تاسو نه دي لوستلي چې خدای تاسو ته څه ویلي دي؟ هغه ویلي دي: ۳۲‹زه د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای یم.

خدای د مړو خدای نه، بلکې د ژوندیو خدای دی.›»

۳۳کله چې خلکو د هغه خبرې واورېدلې، نو د هغه تعلیم ته حیران شول.

لوی حکم

(مرقوس ۱۲: ۲۸‏ - ۳۴ او لوقا ۱۰: ۲۵‏ - ۲۸)

۳۴کله چې فریسیان خبر شول چې عیسی د صدوقیانو خولې بندې کړلې، نو سره راټول شول، ۳۵په هغوی کې یو تن چې د شریعت عالم ؤ د ازمېښت دپاره یې د عیسی نه پوښتنه وکړه: ۳۶«استاذه، په شریعت کې تر ټولو لوی حکم کوم یو دی؟» ۳۷عیسی ځواب ورکړ: «د خپل څښتن خدای سره د زړه له کومي، په ټول روح او په ټول عقل سره مینه کوه. ۳۸دا تر ټولو لوی او لومړنی حکم دی. ۳۹دوهم حکم هم د لومړني حکم په شان مهم دی چې د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه. ۴۰ټول تورات او د پیغمبرانو لیکنې په دې دواړو حکمونو باندې ولاړ دی.»

مسیح د چا زوی دی؟

(مرقوس ۱۲‏: ۳۵‏ - ۳۷ او لوقا ۲۰: ۴۱‏ - ۴۴)

۴۱عیسی د هغو فریسیانو څخه چې هلته سره راټول شوي وو پوښتنه وکړه: ۴۲«تاسو د مسیح په هکله څه فکر کوئ؟ هغه د چا زوی دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «د داود زوی.» ۴۳عیسی پوښتنه وکړه: «نو بیا څنګه داود د خدای د روح په قدرت هغه ته بادار وایي؟ ځکه چې داود وایي:

۴۴څښتن وویل زما بادار ته

کښېنه زما ښي لاس ته

ترڅو ستا دښمنان کړم ستا د پښو لاندې

۴۵نو دا چې داود مسیح ته بادار وایي، بیا څنګه کېدای شي چې مسیح د داود زوی وي؟»

۴۶هېچا د هغه په ځواب کې څه ونه شو ویلی او د هماغې ورځې نه وروسته هېچا دا جرات ونه کړ چې د هغه څخه نورې پوښتنې وکړي.