ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او اووۀ دېرشم زبور

د اسراییلیانو د جلاوطنۍ په اړه ویر

۱مونږه په غاړه د سیندونو د بابل کښېناستو

مونږ هلته وژړل په یاد د صهیون

۲مونږه ځوړند کړل خپل ربابونه

د سپېدار په څانګو

۳هغو کسانو چې نیولي یې وو مونږ هلته

مونږ ته یې وویل چې سندرې وایئ

چې زمونږ وخت ښه تېر شي

مونږ ته ووایئ یوه سندره د صهیون په هکله

۴څنګه کولای شو مونږ

چې د څښتن سندره ووایو

په پردي وطن کې؟

۵ای اورشلیمه، که مې هېر کړلې ته

نو زما ښي لاس دې شي شل

چې بیا ونه وهم رباب

۶که زه تا یاد نه کړمه اورشلیمه

که زه د ستا په هکله ونه کړم فکر

چې ته یې لویه خوشحالي زما

نو ودې نښلي زما ژبه په تالو کې

چې بیا ونه وایم سندرې کله

۷یاد کړه څښتنه، څه وکړل ادومیانو

په هغه ورځ چې اورشلیم تسخیر شو

یاد کړه چې څنګه دوی وهلې چیغې:

«هغه وران کړئ، هغه وران کړئ

وران یې کړئ تر تهدابونو پورې»

۸ته به نابود شې ای بابله

بختور دي هغه خلک

چې تا سره وکړي هغه کار

چې تا کړی ؤ زمونږ سره

۹بختور دي هغه خلک

چې ماشومان ستا نیسي

او وهي یې د ګټانو سره