ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم پادشاهان - اووم فصل

۱الیشع ځواب ورکړ: <د څښتن خبرو ته غوږ ونیسه، چې هغه فرمایلي دي: سبا به په همدې وخت په سامره کې یو من د غنمو اوړه یا دوه منه اوربشې په یو مثقال سپینو زرو باندې خرڅې شي.>

۲د پاچا هغه منصبدار چې شخصي خدمتګار یې ؤ الیشع د خدای نبي ته وویل: <زه په دې باندې باور نه لرم! حتی که څښتن د اسمان څخه د غلو دانو باران هم ووروي، داسې به ونه شي.>

الیشع ځواب ورکړ: <ته به په خپلو سترګو هغه ووینې چې داسې به وشي، مګر ته به له هغو څخه هېڅ هم ونه خورې.>

د سوریې د لښکرو تېښته

۳په همدې وخت کې څلور نفره چې په جذام باندې اخته وو د سامرې د دروازې څخه بیرون وو. هغوی یو او بل ته وویل: <مونږ ولې دلته کښېنو او مرګ ته انتظار وباسو؟ ۴ښار ته ننوتل ګټه نه لري، ځکه چې مونږ به هلته له لوږې څخه مړه شو، مګر که دلته پاتې شو، هم مړه کېږو. نو راځئ چې د سوریې کمپ ته ورشو، که هغوی زمونږ سره ډېر بد هم وکړي نو مونږ به ووژني، خو کېدای شي چې هغوی مونږ ژوندي پرېږدي.> ۵نو څنګه چې تیاره کېدله، هغوی د سوریې کمپ ته ورغلل، مګر کله چې هغوی هلته ورسېدل، هلته هېڅوک نه ؤ. ۶څښتن په سوریایانو باندې داسې آواز واوروه لکه چې یو لوی لښکر د آسونو او جنګي ګاډیو سره راروان وي. سوریایانو داسې فکر کاوه چې د اسراییلو پاچا د حیتیانو او مصریانو پاچاهان اجیران نیولي دي او د هغوی لښکرې به ورباندې برید وکړي. ۷نو په هماغه ماښام سوریایان د خپل ژوند د ژغورلو په خاطر وتښتېدل. خپلې خېمې، آسونه او خره یې پرېښودل او کمپ یې لکه څنګه چې ؤ هماغسې پرېښود.

۸کله چې هغه څلور جذامیان د کمپ یوې ګوښې ته ورسېدل، هغوی یوې خېمې ته ورننوتل. هغوی وخوړل او ویې څښل او سپین زر، سره زر او کالي چې یې پیدا کړل هغه یې د ځان سره یوړل او پټ یې کړل. بیا د دویم ځل دپاره راغلل، بلې خېمې ته ورننوتل او هرڅه یې چې لاس ته راوړل هغه یې د ځان سره یوړل او هغه یې هم پټ کړل. ۹بیا هغوی یو او بل ته وویل: <مونږ باید دا کار ونه کړو! مونږ ښه زېری لرو او هغه باید د خپلو ځانونو سره ونه ساتو. که چېرې مونږ غلي پاتې شو او تر سهاره پورې صبر وکړو، نو مونږ به د سزا وړ شو. راځئ چې همدا اوس لاړ شو او د پاچا درباریانو ته خبر ورکړو.> ۱۰نو هغوی بېرته سامرې ته لاړل، د ښار د دروازې ساتونکو ته یې غږ وکړ او هغوی ته یې وویل: <مونږ همدا اوس د سوریایانو د لښکرو د کمپ څخه راغلو، ټول عسکر تللي وو! آسونه او خره تړلي پاتې شوي وو او خېمې هماغسې ولاړې وې. مونږ هېڅوک ونه لیده او نه مو د چا آواز واورېد.>

۱۱ساتونکو د دې خبر اعلان وکړ او بیا وروسته د پاچا ماڼۍ ته دا خبر ورسېد. ۱۲لا شپه وه، چې پاچا له خپلې بسترې څخه راپاڅېد او خپلو درباریانو ته یې وویل: <زه پوهېږم چې سوریایانو څه پلان جوړ کړی دی! هغوی خبر دي چې مونږ له لوږې څخه مړه کېږو، نو هغوی خپل کمپ پریښی او تللي دي او په بانډو کې پټ شوي دي. هغوی فکر کوي چې مونږ به د ډوډۍ پیدا کولو دپاره ښار پرېږدو. بیا به مونږ ژوندي ونیسي او ښار ته به راننوځي.>

۱۳د هغه د درباریانو څخه یو تن وویل: <د دې ښار خلک هسې هم د هغو خلکو په شان چې پخوا مړه شوي دي، د مرګ په حال کې دي. پرېږدئ چې یو څو سړي د پاتې شویو آسونو څخه پنځه آسونه خوښ کړي، ترڅو هغوی ولېږو او دا څرګنده کړو چې څه پېښ شوي دي.> ۱۴هغوی یو څو نفره غوره کړل او پاچا هغوی په دوه جنګي ګاډیو کې ولېږل او امر یې ورته وکړ چې لاړ شي او دا خبره معلومه کړي چې د سوریې په لښکرو باندې څه شوي دي. ۱۵هغه نفر د اردن د سیند پورې لاړل او هغوی په ټوله لاره کې ولیدل چې سوریایانو د تېښتې په وخت کې کالي او سامانونه غورځولي دي. بیا هغوی بېرته راستانه شول او پاچا ته یې راپور ورکړ. ۱۶د سامرې خلک بیرون ووتل او د سوریایانو کمپ یې لوټ کړ. لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو، یو من د غنمو اوړه یا دوه منه اوربشې په یو مثقال سپینو زرو باندې خرڅېدلې.

۱۷د اسراییلو پاچا هغه منصبدار چې ځانګړي خدمتګار یې ؤ، د ښار د دروازې د مسؤول په توګه وټاکه. لکه څنګه چې الیشع په هغه وخت کې چې پاچا د هغه د لیدلو دپاره ورغلی ؤ، وړاندوینه کړې وه، نوموړی منصبدار د خلکو تر پښو لاندې شو او مړ شو. ۱۸الیشع پاچا ته ویلي وو: <سبا په همدې وخت په سامره کې به یو من د غنمو اوړه او دوه منه اوربشې په یو مثقال سپینو زرو باندې خرڅیږي.> ۱۹هغه منصبدار په ځواب کې ویلي وو: <زه په دې باندې باور نه لرم! حتی که څښتن د اسمان څخه د غلو دانو باران هم ووروي، داسې به ونه شي.> او الیشع ځواب ورکړی ؤ: <ته به په خپلو سترګو هغه ووینې چې داسې به وشي، مګر ته به له هغو څخه هېڅ هم ونه خورې.> ۲۰او د الیشع وړاندوینه ترسره شوه – هغه منصبدار د ښار په دروازه کې د خلکو د پښو لاندې مړ شو.