ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اتۀ اتيايم زبور

د مرستې دپاره زاري

(یوه سندره او هم د قورح د طایفې زبور. د سرود ویونکو د مشر دپاره: د مهلات لعنوت په اساس د هیمان ازراحي زبور)

۱ای څښتن خدایه خلاصوونکیه زما

ټوله ورځ تاته زاري کړم

د شپې ستا حضور ته ژاړم

۲کړه قبوله زما دعا

غوږ مې ونیسه زاریو ته!

۳ډېر تکلیفونه دي راغلي په ما

زه یم ګور ته نژدې شوی

۴خلک وایي راته داسې

یې ولاړ د ګور په غاړه

او زه یم کمزوری شوی

۵زه په مړو کې حساب یم

د وژل شویو په شان

چې وي پراته قبر کې

لکه هغوی چې تا هېر کړي

او نور ورسره نه کړې مرسته

۶زه دې په کنده کې د قبر غورځولی یمه

تورې تیارې او ژور ځای کې اچولی یمه

۷دا ستا غضب راباندې دروند پروت دی

ټولو څپو ستا لاندې کړی یمه

۸زما نه لېرې کړل دوستان دې زما

د کرکې وړ دې کړم نظر کې د دوی

داسې راګېر یم چې د تېښتې لاره نه لرمه

۹کمزورې شوې مې دي سترګې له ډېره غمه څخه

څښتنه هره ورځ زاري کړم تاته

پورته کوم درته لاسونه د دعا دپاره

۱۰ایا ته کړې معجزې مړو دپاره؟

ایا مړي پورته کیږي ستا ثنا ته؟

۱۱ایا په قبر کې کېدای شي بیان

ستا د تلپاتې مینې؟

او یا بیان ستا د وفا د تباهۍ کنده کې؟

۱۲ایا ښکاریږي معجزې دې په تیاره مکان کې

او یا ستا نېکي د هېرېدو په ځای کې؟

۱۳خو ای څښتنه، کړم زاري د مرستې تاته

او هر سهار دعا ستا حضور ته

۱۴ما ردوې ولې څښتنه؟

زما نه ولې پټوې خپل مخ؟

۱۵له هغه وخته چې لا ځوان ومه زه

ومه اخته په کړاوونو او نژدې وم مرګ ته

په سبب دې د کارونو وېروونکو

زه بې وسه یمه

۱۶سخت غضب دې کړمه غرق

ستا بریدونو وېروونکو تباه کړی یمه

۱۷لکه سېلاب په شان راتاو وي رانه ټوله ورځ

راګېروي مې د هر لوري څخه

۱۸راڅخه لېرې دې خپلوان او هم دوستان کړل زما

یوازې مل ده راسره تیاره