ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

څلوېښتم زبور

د ستاینې سندره او د مرستې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱په صبر ما انتظار وکړ د څښتن کومک ته

بیا هغه راته غوږ کېښود او فریاد یې زما واورېد

۲زه یې د مرګ له کندې وویستلم

زه یې له خټو او چکړو نه راوویستلم

هغه زه ودرولم ګټ باندې

او پښې زما یې کړلې ښې محکمې

۳هغه زما په ژبه نوې نغمه راوستله

زمونږ خدای ته د ثنا سندره

ډېر به یې وویني او وبه ډار شي

توکل به وکړي په څښتن باندې

۴هغه څوک دی بختور چې کړي توکل په څښتن

څوک چې نه ګرځي مغرورانو پسې

نه کړي رجوع هغه چاته

چې عبادت کړي د دروغجنو خدایانو

۵عجیبه ډېر کارونه تا دي مونږ ته کړي

ای زما څښتنه خدایه

هېڅوک نشته ستا په شان!

زمونږ دپاره دې جوړ کړي عجیبه دي پلانونه

دومره زیات د هغو شمېر دی!

نه شم خبرې زه کولای د هغو په هکله

۶قربانۍ او نذرانې دې نه غوښتلې

نه دې اړتیا وه سوځېدونکو نذرانو او نذرانو د ګناهونو ته

خو تا راکړي دي غوږونه چې زه واورم ستا امرونه

۷نو ما وویل: «ګوره، زه حاضر یمه

زما په هکله لیکل شوي د تورات کتاب کې

۸څنګه خوښیږي مې پوره چې ستا رضا کړمه ای زما خدایه

دا ستا شریعت زه په خپل زړه کې ساتم»

۹څښتنه ستا د قوم غونډه کې ما

دا زېری ورکړ چې نجات راکوې

ته پوهېږې زه به هېڅکله بند نه کړم دا بیان

۱۰ما په خپل زړه کې پټ ونه ساته ستا د نجات زېری

ما همېش خلکو ته ویلي

چې ته څومره وفادار یې خپل قوم ته

او کوې ورسره مرسته

ستا د تلپاتې مینې او وفا په هکله

پاتې زه نه شومه خاموشه ستا د قوم غونډه کې

۱۱دا خپل رحمت دې په ما مه بندوه ای څښتنه

ستا تلپاتې مینه او وفا دې همېشه وي زما ساتونکې

۱۲ځکه ایسار کړی بې حسابه تکلیفونو یمه

رانیولی یمه خپلو ګناهونو

د تېښتې لاره زه لیدلی نه شم

هغه دي زیات زما د سر له ویښتو

ما خپل همت بایللی

(زبور ۷۰)

۱۳مهرباني وکړه څښتنه ته مې خلاص کړه

ای څښتنه، زر کومک راسره وکړه

۱۴هغوی چې هڅه کوي ما ووژني

هغوی دې ماتې مکملې سره مخ شي وارخطا دې شي

چې زما په کړاوونو خوشحالي کړي

هغوی دې تېښتې سره مخ شي او رسوا دې شي

۱۵څوک چې په ما باندې ملنډې وهي

له خپلې ماتې دې دوی وبوګنیږي

۱۶هغه ټول خلک چې کړي تاته رجوع

شي دې خوشحاله او خوښي دې کړي له تا نه

هغه چې کړي مینه ستا د خلاصون سره

او دوی دې تل وایي:

«څومره عظیم دی څښتن»

۱۷زه یم غریب او زه محتاج یمه

خو زه پاتې په نظر کې یمه ستا

ته مې مددګار او خلاصوونکی یې

بیړه وکړه او کومک لره مې راشه زما خدایه!