ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول تواریخ - شپږم فصل

د مشرو کاهنانو شجره

۱لاوي درې زامن درلودل: جرشون، قهات او مراري.

۲قهات څلور زامن درلودل: عمرام، یزهار، حبرون او عزییل.

۳عمرام دوه زامن (هارون او موسی) او یوه لور مریم درلودله. هارون څلور زامن درلودل: ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار.

۴د العازار په اولاده کې دا خلک شامل وو: فینحاس یې زوی، ابیشوع یې لمسی ۵او نوره اولاده یې: بقي، عزي، ۶زرحیا، مرایوت، ۷امریا، اخیطوب، ۸صادوق، اخیمعص، ۹عزریا، یوحانان، ۱۰عزریا (هغه کاهن چې د خدای په کور کې یې چې سلیمان پاچا په اورشلیم کې ودان کړی ؤ، خدمت کاوه)، ۱۱امریا، اخیطوب، ۱۲صادوق، شلوم، ۱۳حلقیا، عزریا، ۱۴سرایا او یهوصاداق. ۱۵یهوصاداق هغه وخت جلاوطنه شو کله چې څښتن د یهودا او اورشلیم خلک د نبوکدنصر په لاس اسیران کړل.

د لاوي نوره اولاده

۱۶لکه مخکې چې مې یادونه وکړه، لاوي درې زامن درلودل چې نومونه یې جرشون، قهات او مراري وو. ۱۷د جرشون د زامنو نومونه دا وو: لبني او شمعي. ۱۸قهات د عمرام، یزهار، حبرون او د عزییل پلار ؤ. ۱۹مراري د محلي او د مشوي پلار ؤ.

د لاوي دغه اولاده د خپلو طایفو مشران شول:

۲۰‏-۲۱د جرشون په اولاده کې دا شجره شامله وه چې د هغه له زویه شروع کېدله: لبني یې زوی، یحت یې لمسی، زمه یې کړوسی. نوره اولاده یې یوآخ، عیدو، زارح او یاترای وه.

۲۲‏-۲۴د قهات په اولاده کې دا شجره شامله وه چې د هغه له زویه شروع شوه: عمیناداب یې زوی، قورح یې لمسی، اسیر یې کړوسی او نوره اولاده یې: القانه، ابیاساف، اسیر، تحت، اوري ییل، عزیا او شاوول.

۲۵القانه دوه زامن درلودل: عماسای او اخیموت. ۲۶‏-۲۷د اخیموت په اولاده کې د زامنو دا شجره شامله وه: القانه یې زوی، صوفای یې لمسی، نحت یې کړوسی. نوره اولاده یې الیاب، یروحام او القانه وه.

۲۸سموییل دوه زامن درلودل: مشر یې یوییل نومېد او کشر یې ابیا ؤ.

۲۹‏-۳۰د مراري په اولاده کې د زامنو دا شجره شامله وه: محلي یې زوی، لبني یې لمسی، شمعي یې کړوسی. نوره اولاده یې عزه، شمعي، هجیا او عسایا وه.

د خدای د کور ساز غږوونکي او سندرغاړي

۳۱وروسته له دې چې د لوظ صندوق د څښتن کور ته یووړل شو، داود پاچا د لاوي د قبیلې څخه ساز غږوونکي او سندرغاړي غوره کړل چې د عبادت په ځای کې د موسیقۍ مسوولیت په غاړه واخلي. ۳۲مخکې له دې چې سلیمان پاچا د خدای کور په اورشلیم کې ودان کړي، هغوی په دغه دوران کې په سپېڅلې خېمې کې له اصولو سره سم په خپل وار سندرې ویلې.

۳۳د هغو خلکو د کورنیو شجرې چې دا وظیفه یې تر سره کوله په لاندې ډول دي:

د قهاتیانو له طایفې څخه: د یوییل زوی هیمان چې د سندرغاړو د لومړنۍ ډلې مشر ؤ. دا د هغه د کورنۍ شجره وه: هیمان چې یوییل یې پلار، سموییل یې نیکه، ۳۴القانه یې غور نیکه او نور نیکونه یې یروحام، الیییل، توح، ۳۵صوف، القانه، محت، عماسای، ۳۶القانه، یوییل، عزریا، سفنیا، ۳۷تحت، اسیر، ابیاساف، قورح، ۳۸یزهار، قهات، لاوي او یعقوب وو.

۳۹اساف د سندرغاړو د دوهمې ډلې مشر ؤ. هغه د هیمان خپلوان او د هغه ښي لاس ته به ودرېده. د اساف د کورنۍ شجره چې تر لاوي پورې رسېدله په لاندې ډول ده: اساف چې برکیا یې پلار، شمعي یې نیکه، ۴۰میکاییل یې غور نیکه او نور نیکونه یې بعسیا، ملکیا، ۴۱اتني، زارح، عدایا، ۴۲ایتان، زمه، شمعي، ۴۳یحت، جرشون او لاوي وو.

۴۴ایتان چې د مراري له طایفې څخه ؤ، د سندرغاړو د درېمې ډلې مشر ؤ. هغه هم د هیمان خپلوان ؤ او چپ لاس ته به یې ودرېده. د هغه د کورنۍ شجره چې تر لاوي پورې رسېدله په لاندې ډول ده: ایتان چې قیشي یې پلار، عبدي یې نیکه، ملوک یې غور نیکه ۴۵او نور نیکونه یې حشبیا، امصیا، حلقیا، ۴۶امصي، باني، سامر، ۴۷محلي، موشي، مراري او لاوي وو.

۴۸پاتې لاویان د نورو دندو دپاره په سپېڅلې خېمې کې وګمارل شول.

د هارون اولاده

۴۹هارون او د هغه اولاده هغه څوک وو چې د خوشبویۍ نذرانې او هغه قربانۍ یې وړاندې کولې چې د قربانۍ په ځای باندې سوځول کېدلې. هغوی په ډېر سپېڅلي ځای کې د ټول خدمت او د هغو قربانیو مسوولیت په غاړه درلود چې خدای ورباندې د اسراییلو ګناهونه بخښل. هغوی دا ټول کارونه د خدای د خدمتګار موسی د حکمونو سره سم کول.

۵۰د هارون د اولادې نومونه دا دي: العازار یې زوی، فینحاس یې لمسی، ابیشوع یې کړوسی او نوره اولاده یې په ترتیب سره: ۵۱بقي، عزي، زرحیا، ۵۲مرایوت، امریا، اخیطوب، ۵۳صادوق او اخیمعص ده.

د لاویانو دپاره ښارګوټي

۵۴د هارون اولاده د قهات د لاویانو له طایفې څخه وه او لومړنۍ ډله وه چې د پچې په اچولو سره غوره شوه، ترڅو د اوسېدو دپاره ورته ښارګوټي ورکړل شي. ۵۵هغوی ته د یهودا په سیمه کې د حبرون ښار او شاوخوا څړځایونه ورکړل شول. ۵۶خو د حبرون د شاوخوا پټي او کلي د یفنه زوی کالیب ته ورکړل شول. ۵۷‏-۵۹نو د هارون اولادې ته دا لاندې ښارونه او د هغو د شاوخوا څړځایونه هم ورکړل شول: حبرون (د پناه اخیستلو ښار)، لبنه، یتیر، اشتموع، حیلین، دبیر، عاشان او بیت شمس. ۶۰د بنیامین له قبیلې څخه هغوی ته د جبع، علمت او عناتوت ښارګوټي د هغو له شاوخوا څړځایونو سره ورکړل شول. د هارون اولادې ته دیارلس ښارګوټي ورکړل شول.

۶۱د لوېدیځې منسي په سیمه کې لس ښارګوټي د قهاتیانو پاتې کورنیو ته د پچې په اچولو سره ورکړل شول.

۶۲د جرشون طایفې ته کورنۍ په کورنۍ د یساکار، اشیر او د نفتالي په سیمو کې او په باشان کې د ختیځې منسي په سیمه کې دیارلس ښارګوټي ورکړل شول.

۶۳هماغه شان، د مراري طایفې ته د روبین، جاد او د زبولون په سیمو کې دولس ښارګوټي د پچې په اچولو سره ورکړل شول.

۶۴نو په دې ډول، د اسراییلو قوم لاویانو ته د اوسېدلو دپاره ښارګوټي او د هغو په شاوخوا کې څړځایونه هم ورکړل. ۶۵(همدارنګه د یهودا، شمعون او د بنیامین ښارګوټي چې پورته یې یادونه شوې ده، د پچې په اچولو سره ورکړل شول.)

۶۶د قهات د طایفې ځینې کورنیو ته د افرایم د سیمې څخه ښارګوټي او د هغو شاوخوا څړځایونه ورکړل شول: ۶۷شکیم (چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې د پناه اخیستلو ښار ؤ)، جازر، ۶۸یقمعام، بیت حورون، ۶۹ایالون او جت رمون. ۷۰د قهات پاتې کورنیو ته د لوېدیځې منسي په سیمه کې د عانیر او بلعام ښارګوټي د هغو له شاوخوا څړځایونو سره ورکړل شول.

۷۱جرشونیانو ته په لاندې ډول ښارګوټي د هغو د څړځایونو سره ورکړل شول: د ختیځې منسي په سیمه کې: جولان چې په باشان کې دی او عشتاروت. ۷۲د یساکار په سیمه کې: د جرشونیانو طایفې ته د یساکار له قبیلې څخه څلور ښارګوټي ورکړل شول چې هغه دا دي: قادش، دابره، ۷۳راموت او عانیم چې د هغو شاوخوا څړځایونه هم په کې شامل وو. ۷۴د اشیر په سیمه کې: جرشونیانو ته د اشیر له قبیلې څخه څلور ښارګوټي ورکړل شول: مشال، عبدون، ۷۵حقوق او رحوب چې د هغو شاوخوا څړځایونه هم په کې شامل وو. ۷۶د نفتالي په سیمه کې: په پای کې جرشونیانو ته د نفتالي له قبیلې څخه درې ښارګوټي ورکړل شول چې هغه دا وو: قادش په جلیل کې، حمون او قریتایم چې د هغو شاوخوا څړځایونه هم په کې شامل وو.

۷۷پاتې مراریانو ته په لاندې ډول ښارګوټي د هغو له شاوخوا څړځایونو سره ورکړل شول: د زبولون په سیمه کې: د رمونو او د تابور ښارګوټي. ۷۸د روبین په سیمه کې، اریحا ته مخامخ د اردن سیند په ختیځ کې: په دښته کې باصر، یهصه، ۷۹قدیموت او میفاعت. ۸۰د جاد په سیمه کې: په جلعاد کې راموت او محانیم، ۸۱حشبون او یعزیر.