ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اعمال رسولان - څلورویشتم فصل

د فیلیکس والي په حضور کې د پولوس محاکمه

۱پنځه ورځې وروسته لوی کاهن حنانیا د څو تنو مشرانو او د ترتولوس په نوم د یو وکیل سره قیصریې ته راورسېدل او د پولوس په ضد یې خپله دعوه والي ته وړاندې کړه. ۲کله چې پولوس راوغوښتل شو، نو ترتولوس خپله دعوه داسې پیل کړه: «ښاغلیه، ستاسو د ښه مشرتوب له امله مونږ د دوامدارې سولې څخه برخمن شولو او زمونږ د وطن د ښېګڼې دپاره ډېر ضروري اصلاحات روان دي. ۳مونږ په هرځای کې او په هر وخت کې ستاسو د دې کارونو دپاره د زړه له کومي ډېره مننه کوو. ۴زه نه غواړم چې ستاسو ډېر وخت ونیسم، نو ستاسو څخه غوښتنه کوم چې د مهربانۍ له مخې زمونږ څو خبرو ته غوږ ونیسئ. ۵مونږ ته معلومه شوې ده چې دا یو شر جوړوونکی سړی دی او په ټوله نړۍ کې د یهودیانو ترمنځ شور او غوغا راپیدا کوي او د ناصریانو د مذهبي ډلې مشر دی. ۶همدارنګه هغه کوښښ کاوه چې د خدای د کور بې عزتي وکړي، خو مونږ هغه ونیوه. [مونږ غوښتل چې د خپل شریعت له مخې هغه محاکمه کړو. ۷خو لیسیاس قوماندان راغی او په زوره یې هغه زمونږ نه خلاص کړ ۸او د هغه مدعیانو ته یې امر وکړ چې ستاسو حضور ته راشي.] که تاسو خپله د پولوس څخه پوښتنه وکړئ، نو پوه به شئ چې زمونږ دعوه رښتیا ده.» ۹بیا نورو حاضرو یهودیانو هم په پولوس باندې همدا تورونه ولګول او ویې ویل چې د ترتولوس ټولې خبرې رښتیا دي.

د فیلیکس په حضور کې د پولوس دفاع

۱۰والي پولوس ته اشاره وکړه چې خبرې وکړي او پولوس وویل: «زه خبر یم چې ډېر کلونه کیږي تاسو د دې قوم قاضي یئ، نو زه په خوشحالۍ سره ستاسو په مخکې د خپل ځان څخه دفاع کوم. ۱۱تاسو ته به خپله معلومه شي چې د دولسو ورځو څخه زیات وخت نه کیږي چې زه اورشلیم ته د عبادت کولو دپاره تللی وم. ۱۲هېچا زه نه یم لیدلی چې د خدای په کور کې مې د چا سره بحث کړی وي یا مې په کنیسې یا مې د ښار په کوم بل ځای کې خلک راپارولي وي. ۱۳کوم تورونه چې هغوی په ما لګولي دي د هغو په هکله تاسو ته کوم ثبوت نه شي وړاندې کولای. ۱۴خو زه ستاسو په حضور کې اقرار کوم چې زه د خپلو نیکونو د خدای په عبادت کولو کې د څښتن عیسی د لارې څخه پیروي کوم چې هغوی یې غلطه بولي. زه په هغو ټولو شیانو چې د موسی په شریعت او د پیغمبرانو په کتابونو کې لیکل شوي دي، عقیده لرم. ۱۵زه خدای ته همداسې هیله لرم چې دوی یې لري او هغه دا چې نېک او بد خلک به دواړه د قیامت په ورځ له مړو نه راژوندي کیږي. ۱۶نو زه تل کوښښ کوم چې د خدای او انسانانو په حضور کې پاک وجدان ولرم.

۱۷وروسته له څو کلونو زه اورشلیم ته راغلم چې خپل قوم ته خیرات یوسم او قرباني وکړم. ۱۸زه د خدای په کور کې د پاکوالي د مراسمو د سرته رسولو څخه وروسته هغوی ولیدم. هلته نه د خلکو ګڼه ګوڼه او نه کومه شور او غوغا وه. ۱۹خو د اسیا د ولایت ځینې یهودیان چې هلته موجود وو، باید په خپله دلته حاضر شي او که زما په خلاف کوم څه لري، نو خپل تورونه دې وړاندې کړي. ۲۰یا پرېږدئ چې په خپله دا خلک ووایي کله چې زه د شورا په مخکې ولاړ وم په ما کې کوم جرم پیدا کړ، ۲۱بې له یو شي چې کله زه د هغوی په مخکې ولاړ وم او په لوړ اواز مې وویل: ‹زه نن له دې امله محاکمه کېږم چې په دې عقیده یم چې مړي به بیا راژوندي کیږي.›»

۲۲خو فیلیکس چې د څښتن عیسی د لارې نه ښه خبر ؤ، نو محاکمه یې وځنډوله او ویې ویل: «کله چې لیسیاس قوماندان راورسېده، نو بیا به زه ستاسو د دعوې په هکله خپله پرېکړه وکړم.» ۲۳هغه یو منصبدار ته امر وکړ چې پولوس تر نظارت لاندې ونیسي او هغه ته لږ څه ازادي ورکړي او د هغه ملګرو ته چې د هغه د اړتیاوو د پوره کولو دپاره ځي او راځي، اجازه ورکړي.

پولوس د فیلیکس او دروسیلې په حضور کې

۲۴څو ورځې وروسته فیلیکس د خپلې ښځې دروسیلې سره چې یهودۍ وه، راغی. هغه پولوس راوغوښت او د هغه خبرې یې چې په عیسی مسیح باندې د ایمان راوړلو په هکله کولې، واورېدلې. ۲۵خو کله چې پولوس د عدالت، په خپل نفس باندې د واک لرلو او د قیامت د ورځې په هکله خبرې کولې، نو فیلیکس ووېرېده او ویې ویل: «د اوس دپاره همدومره بس دی. کله چې یو مناسب وخت پیدا شو بیا به دې راوغواړم.» ۲۶په همدې وخت کې هغه په دې هیله ؤ چې پولوس به ورته رشوت ورکړي او له همدې امله به یې هغه هر وخت راغوښته او خبرې به یې ورسره کولې.

۲۷کله چې دوه کاله تېر شول، نو پورکیوس فستوس د فیلیکس په ځای والي وټاکل شو. فیلیکس د یهودیانو د خوشحالولو دپاره پولوس په زندان کې پرېښود.