ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او دوه څلوېښتم زبور

د دښمنانو څخه د خلاصون دپاره دعا

(د داود زبور کله چې هغه په سمڅه کې ؤ)

۱زه فریاد کوم څښتن ته

د رحم دپاره ورته کومه زارۍ

۲شکایتونه خپل ټول وړاندې کوم هغه ته

تکلیفونه خپل ټول بیانوم هغه ته

۳کله چې روح زما کمزوری شي

نو ته پوهېږې چې په کومه لاره لاړ شمه زه

په هغه لاره چې روان یمه زه

زما دښمنانو راته ایښی پټ دام

۴کله چې خپل شاوخوا ته وګورم زه

هېڅوک نه وینم چې زما کومک ته راشي

هېڅ پناه ځای نه لرم

نشته هېڅوک چې په ما پام وکړي

۵ای څښتنه، زه فریاد کومه تاته

ځکه چې ته یې پناه ځای زما

په دې ژوند کې چې څه غواړم هغه ته یې

۶زما فریاد واوره کومک دپاره

ځکه چې زه خوار او زار شوی یمه

ماته نجات راکړه د خپلو دښمنانو څخه

ځکه هغوی دي ډېر قوي زما نه

۷ته مې خلاص کړه له دې زندانه څخه

نو بیا به زه ستا د نامه ثنا او صفت کومه

ستا د نېکانو په غونډه کې

ځکه چې ما سره دې کړی احسان