ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او څوارلسم زبور

د فسحې د اختر سندره

۱کله چې ووتل د مصر نه د اسراییلو خلک

هغه پردی وطن چې کله پرېښودلو د یعقوب اولادې

۲یهودا شو د څښتن سپېڅلی ځای

اسراییل شو د هغه د پاچاهۍ ځای

۳خدای چې کله راښکاره شو سرې بحیرې ته

نو بحیره وچه شوه

د اردن سیند هم ودرېده

۴شول په ټوپونو غرونه لکه پسونو په شان

وهل خېزونه غونډۍ ګانو لکه د وریو په شان

۵ای دریابه په تا څه وشول چې وچ شوې؟

د اردن سینده ولې ودرېدلې؟

۶ای غرونو، ولې مو ووهل ټوپونه د پسونو په شان؟

ای غونډیو، ولې مو ووهل خېزونه لکه وریو په شان؟

۷د څښتن په حضور کې ای ځمکې په لړزان شه

د یعقوب د خدای حضور کې په لړزان شه

۸هغه بدل کړ ګټ په ډنډ باندې

او کلکه تیږه په چینې باندې