ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اعمال رسولان - درویشتم فصل

۱پولوس په ځیر سره د شورا غړو ته وکتل او ویې ویل: «ای ورونو! ما تر نن ورځې پورې په پاک وجدان سره د خدای په حضور کې ژوند تېر کړی دی.» ۲په دې خبره لوی کاهن حنانیا هغو خلکو ته چې د پولوس په خوا کې ولاړ وو، امر وکړ چې په خوله یې ووهئ. ۳بیا پولوس هغه ته وویل: «خدای به دې ووهي، ای په چونه باندې سپین شوی دېواله. ته ناست یې چې د شریعت له مخې زما په هکله قضاوت وکړې، خو اوس د شریعت خلاف امر کوې چې ما ووهي.» ۴نو هغو خلکو چې د پولوس په خوا کې ولاړ وو، وویل: «ته د خدای لوی کاهن ته سپکاوی کوې؟» ۵پولوس ځواب ورکړ: «ای ورونو، زه نه پوهېدم چې هغه لوی کاهن دی. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

چې د خپل قوم مشر ته بدې خبرې مه کوئ.»

۶کله چې پولوس پوه شو چې د شورا ځینې غړي صدوقیان او ځینې یې فریسیان دي، نو په لوړ اواز یې وویل: «ای ورونو! زه فریسي یم او پلار مې هم فریسي ؤ. زه په دې خاطر محاکمه کېږم چې په دې هیله یم چې مړي به بیا راژوندي کیږي.» ۷څنګه چې هغه دا خبره وکړه، نو د فریسیانو او صدوقیانو ترمنځ مخالفت پیدا شو او غونډه په دوو ډلو ووېشل شوه. ۸(ځکه چې صدوقیان د قیامت د ورځې، فرښتو او پېریانو څخه منکر دي، خو فریسیان دا ټول مني.) ۹په غونډه کې ډېر شورماشور او غوغا پیدا شوه او د فریسیانو د ډلې څخه د شریعت یو څو عالمان راپاڅېدل او په کلکه یې وویل: «مونږ په دې سړي کې هېڅ غلطي نه وینو. کېدای شي چې کوم روح یا فرښتې ورسره خبرې کړې وي.» ۱۰دا مخالفت دومره سخت شو چې قوماندان ووېرېده چې هسې نه هغوی پولوس ټوټې ټوټې کړي، نو عسکرو ته یې امر وکړ چې غونډې ته ورننوځي او پولوس په زوره د هغوی له منځ نه راوباسي او نظامي قلعه ته یې بوځي.

۱۱په هماغه شپه څښتن د پولوس په خوا کې ودرېده او ویې ویل: «زړور اوسه! لکه څنګه چې تا په اورشلیم کې زما په هکله شاهدي ورکړه، نو په روم کې هم باید شاهدي ورکړې.»

د پولوس په ضد دسیسه

۱۲کله چې ورځ شوه، نو ځینې یهودیان سره راټول شول او یوه دسیسه یې جوړه کړه او قسم یې وخوړ چې ترڅو پورې مو پولوس نه وي وژلی، نو نه به څه خورو او نه به څه څښو. ۱۳کومو خلکو چې دا دسیسه جوړه کړې وه، شمېر یې د څلوېښتو تنو څخه زیات ؤ. ۱۴بیا هغوی مشرانو کاهنانو او د قوم مشرانو ته ورغلل او ویې ویل: «مونږ قسم خوړلی دی تر هغې پورې چې پولوس مو نه وي وژلی، نو مونږ به هېڅ شی ونه خورو. ۱۵نو اوس تاسو او د شورا غړي په دې بهانه چې غواړئ د هغه په هکله سم معلومات تر لاسه کړئ، د قوماندان څخه وغواړئ چې پولوس تاسو ته راولي. مونږ دې ته تیار یو چې دلته د رارسېدلو څخه مخکې هغه مړ کړو.»

۱۶خو د پولوس د خور زوی د دې دسیسې څخه خبر شو او نظامي قلعه ته لاړ او پولوس یې خبر کړ. ۱۷بیا پولوس یو منصبدار راوغوښت او ورته ویې ویل: «دا ځوان سړی قوماندان ته بوځه، ځکه هغه غواړي چې قوماندان ته کوم څه ووایي.» ۱۸نو منصبدار هغه ځوان سړی قوماندان ته بوته او ورته ویې ویل: «زنداني شوي پولوس زه راوغوښتلم او زما څخه یې وغوښتل چې دا ځوان تاسو ته راولم، ځکه چې هغه غواړي تاسو ته څه ووایي.» ۱۹قوماندان هغه له لاسه ونیو او یو ګوښه ځای ته یې بوته او پوښتنه یې ترې وکړه: «ته څه غواړې چې ماته یې ووایې؟» ۲۰هغه وویل: «ځینو یهودیانو دسیسه جوړه کړې چې ستاسو څخه وغواړي چې پولوس سبا شورا ته بوځئ. هغوی به داسې یوه بهانه وکړي چې غواړي د هغه په هکله سم معلومات تر لاسه کړي. ۲۱خو د هغوی خبرو ته غوږ مه نیسه، ځکه چې تر څلوېښتو زیات کسان هغه ته په کمین کې ناست دي او قسم یې خوړلی، ترڅو پورې یې چې پولوس مړ کړی نه وي، نو هغوی به نه څه خوري او نه به څه څښي. هغوی همدا اوس دې کار ته تیار دي او ستا ځواب ته انتظار وباسي.» ۲۲نو قوماندان هغه ځوان رخصت کړ او هغه ته یې حکم وکړ: «څه چې دې ماته وویل هغه هېچا ته ونه وایې.»

پولوس فیلیکس والي ته لېږل کیږي

۲۳بیا قوماندان خپل دوه تنه منصبداران راوغوښتل او هغوی ته یې وویل: «دوه سوه پیاده او اویا تنه سپاره عسکر او دوه سوه نېزه لرونکي تیار کړئ چې نن شپه نهه بجې قیصریې ته لاړ شي. ۲۴د پولوس دپاره هم یو څو اسونه تیار کړئ چې ورباندې سپور شي او روغ رمټ یې فیلیکس والي ته ورسوئ.» ۲۵بیا قوماندان هغه ته یو لیک ولیکه چې په کې داسې لیکل شوي وو:

  • ۲۶«د کلودیوس لیسیاس له خوا دې ښاغلي فیلیکس والي ته سلام وي. ۲۷دا سړی یهودیانو نیولی ؤ او نژدې ؤ چې وژلی یې وای. خو کله چې زه خبر شوم هغه یو رومي دی، نو د خپلو عسکرو سره ورغلم او هغه مې ترې خلاص کړ. ۲۸ما غوښتل په دې پوه شم چې هغوی پرې ولې تور لګولی دی، نو هغه مې د هغوی شورا ته بوته. ۲۹زه پوه شوم چې هغه داسې کار نه دی کړی چې د مرګ لایق وي او یا دې په زندان کې واچول شي. کوم تور چې په هغه باندې لګېدلی دی هغه د هغوی د خپل شریعت پورې تړلې خبرې وې. ۳۰خو کله چې زه خبر شوم چې د هغه د وژلو دپاره دسیسه جوړه شوې ده، نو سمدلاسه مې پرېکړه وکړه چې تاسو ته یې درولېږم او د هغه مدعیانو ته مې امر وکړ چې خپله دعوه دې تاسو ته وړاندې کړي.»

۳۱نو عسکرو د حکم سره سم په هماغه شپه پولوس د انتیپاتریس ښار ته بوته. ۳۲په بله ورځ پیاده عسکر بېرته خپلې نظامي قلعه ته راستانه شول او سپاره عسکر یې پرېښودل چې د پولوس سره لاړ شي. ۳۳کله چې هغوی قیصریې ته ورسېدل، نو هغه لیک یې والي ته ورساوه او پولوس یې ورته وروسپاره. ۳۴والي لیک ولوست او د پولوس څخه یې پوښتنه وکړه چې د کوم ولایت څخه دی. کله چې پوه شو چې هغه د قیلیقیې څخه دی، ۳۵نو والي ورته وویل: «زه به هغه وخت ستا دعوه واورم چې کله ستا مدعیان راورسیږي.» بیا هغه امر وکړ چې پولوس دې د هیرودیس په ماڼۍ کې وساتل شي.