ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اِستَر - اتم فصل

د پاچا له خوا د مردخای ترفیع

۱په هماغه ورځ خشایار شاه د یهودیانو د دښمن یعنې هامان ټوله شتمني او جایداد ملکې استر ته ورکړ. استر پاچا ته وویل چې مردخای د هغې خپلوان دی. وروسته له دې مردخای ته اجازه وه چې د پاچا حضور ته ورشي. ۲پاچا خپله د مهر ګوته چې د هامان څخه یې بېرته اخیستې وه، راوویستله او مردخای ته یې ورکړه. بیا استر مردخای د هامان د شتمنۍ او جایداد مسوول وټاکه.

د یهودیانو په خاطر د پاچا فرمان

۳استر یوځل بیا د پاچا سره خبرې وکړې، د هغه پښو ته پرېوتله او ویې ژړل. استر هغه ته زاري وکړه چې د اجاجي هامان ناوړه پلان چې د یهودیانو په خلاف یې سنجولی ؤ، شنډ کړي. ۴نو کله چې پاچا خپله د سرو زرو امسا د استر خواته وراوږده کړه، هغه راپاڅېدله او د پاچا په مخکې ودرېدله. ۵هغې وویل: «که ستاسو اعلیحضرت خوښه وي او زما خیال او پروا ساتئ او زما سره مینه لرئ، نو مهرباني وکړئ یو فرمان خپور کړئ چې د حجاجي د همداتا د زوی هامان د هغو حکمونو د عملي کولو څخه دې مخنیوی وشي چې په ټوله امپراتورۍ کې یې د یهودیانو د له منځه وړلو دپاره ورکړي دي. ۶ځکه زه هغه مصیبت او بلا څنګه زغملای شم چې زما قوم او خپلوان زما په مخکې ووژل شي؟»

۷نو بیا خشایار شاه استر ملکې او یهودي مردخای ته وویل: «ګورئ، ما هامان په دې خاطر په دار وځړاوه چې د یهودیانو په خلاف یې دسیسه جوړه کړې وه او د هغه شتمني او جایداد مې استر ته ورکړ. ۸اوس تاسو کولای شئ چې په خپله خوښه یو بل فرمان د یهودیانو په خاطر د پاچا په نوم ولیکئ او د پاچا مهر ورباندې ولګوئ. ځکه هغه فرمان چې د پاچا په نوم لیکل شوی وي او د هغه مهر ورباندې لګېدلی وي هغه لغوه کېدای نه شي.»

۹نو بیا مردخای د درېمې میاشتې په درویشتمه ورځ چې د سیوان میاشت وه، د پاچا منشیان راوغوښتل او یهودیانو، د پاچا له خوا ټاکل شویو والیانو، د بېلابېلو ولایتونو نورو والیانو او مامورینو او د هند نه تر ایتوپیا پورې د یوسلو اووه ویشتو ولایتونو چارواکو ته یې لیکونه ولیکل. هر ولایت ته یې د هغوی د خط او هر قوم ته د هغوی د ژبې سره سم او یهودیانو ته یې هم د هغوی د خط او ژبې سره سم لیکونه ولیکل. ۱۰مردخای د خشایار شاه په نوم لیکونه ولیکل او شاهي مهر یې ورباندې ولګاوه. لیکونه یې هغو اس سوارانو ته چې د پاچا په تېزو اسونو باندې سپاره وو، وسپارل.

۱۱د دې فرمان سره سم د پاچا له خوا یهودیانو دا اجازه درلودله چې په هر ښار کې د خپلې دفاع دپاره یوځای شي. که چېرې وسله وال کسان چې د هر قوم یا هر ولایت څخه وي او په یهودیانو، د هغوی په ښځو او د هغوی په ماشومانو حمله وکړي، هغوی حق لري چې خپل دښمنان ووژني او تباه یې کړي او مالونه یې لوټ کړي. ۱۲هغه ورځ چې د یهودیانو د ټول وژنې په خاطر د خشایار شاه په ټولو ولایتونو کې ټاکل شوې وه، هغه د دولسمې میاشتې یعنې د اذر د میاشتې دیارلسمه ورځ وه. ۱۳د فرمان متن باید د قانون په توګه هر ولایت ته صادر شي او د هر قوم خلکو ته دې په ډاګه شي، ترڅو یهودیان په هغې ورځې د خپلو دښمنانو نه د بدل اخیستلو دپاره تیار اوسي. ۱۴قاصدان د پاچا په حکم په شاهي اسونو باندې سپاره شول او په ډېرې بیړې سره روان شول. دا فرمان د شوش په بالاحصار کې هم خپور شو.

۱۵مردخای چې شاهانه ابي او سپین رنګه کالي یې اغوستي وو، د سرو زرو لوی تاج یې په سر ؤ او د ښه کتان بانجاني چپنه یې اغوستې وه، د پاچا د حضور څخه لاړ. د شوش د ښار خلکو د خوشحالۍ چیغې وهلې. ۱۶د یهودیانو دپاره دا د خوشحالۍ او ارامۍ وخت ؤ او نورو خلکو د هغوی عزت کاوه. ۱۷هر ولایت، هر ښار او هر ځای ته به چې د پاچا فرمان ورسېده، هلته به د یهودیانو په منځ کې خوښي او خوشحالي وه، مېلې به یې کولې او جشنونه به یې نیول. د نورو قومونو ډېرو خلکو خپل ځانونه یهودیان اعلان کړل، ځکه چې هغوی د یهودیانو څخه وېرېدل.