ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - شپږم فصل

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <اوس به ته وګورې چې زه د فرعون سره څه کوم. زه به هغه دومره مجبور کړم چې زما قوم پرېږدي چې لاړ شي او هغوی به په زوره د خپلې خاورې څخه وباسي.>

خدای پاک حضرت موسیٰ راغواړي

۲خدای پاک د حضرت موسیٰ سره خبرې وکړې او ویې فرمایل: <زه څښتن یم. ۳مګر کله چې زه ابراهیم، اسحاق او یعقوب ته ورښکاره شوم، زه د مطلق قادر خدای په توګه راغلم او ما هغوی ته داسې ځان ور ونه پېژانده چې زما نوم څښتن دی. ۴ما د هغوی سره دا لوظ هم وکړ چې زه به د کنعان ځمکه چې هغوی په کې د بېګانه خلکو په توګه اوسېدل دوی ته ورکوم. ۵اوس ما د اسراییلیانو فریاد چې د مصریانو غلامان دي اورېدلی دی او ماته خپل لوظ په یاد دی. ۶اسراییلیانو ته ووایه چې زه هغوی ته وایم: زه څښتن یم! زه به تاسو وژغورم او په خپل لوی قدرت سره به مصریانو ته سزا ورکړم او د غلامۍ څخه به مو ازاد کړم. ۷زه به ستاسو څخه خپل قوم جوړ کړم او ستاسو خدای به یم. کله چې زه تاسو د مصریانو د غلامۍ څخه ازاد کړم، بیا به پوه شئ چې زه ستاسو څښتن خدای یم. ۸زه به تاسو هغه وطن ته راولم چې د هغه د ورکولو ټینګه وعده مې د ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره کړې وه. زه به دا وطن تاسو ته درکړم چې ستاسو شي. زه څښتن یم!> ۹حضرت موسیٰ اسراییلیانو ته دا خبرې وکړې، خو هغوی د هغه خبرو ته غوږ ونه نیوه ځکه چې د هغوی زړونه د بې رحمانه غلامۍ په سبب مات شوي وو.

۱۰بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۱۱<لاړ شه او د مصر پادشاه فرعون ته ووایه چې اسراییلیان پرېږدي چې د مصر څخه ووزي.>

۱۲حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <اسراییلیان چې زما خبره نه اوري نو فرعون به یې څنګه واوري، ځکه چې زه ښې خبرې نه شم کولی.>

۱۳څښتن په حضرت موسیٰ او حضرت هارون باندې امر وکړ چې اسراییلیانو او د مصر پادشاه ته ووایي: <څښتن مونږ ته حکم کړی دی چې اسراییلیان د مصر څخه راوباسئ.>

د حضرت موسیٰ او حضرت هارون د کورنۍ نسب نامه

۱۴روبین د حضرت یعقوب مشر زوی څلور زامن درلودل چې حنوک، فلو، حصرون او کرمي نومېدل. هغوی د هغو طایفو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي. ۱۵شمعون شپږ زامن درلودل: یموئیل، یامین، اوهد، یاکین، صوحر او شائول چې د یوې کنعانۍ ښځې زوی ؤ. هغوی د هغو طایفو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي. ۱۶لاوي درې زامن درلودل چې جرشون، قهات او مراري نومېدل. هغوی د هغو طایفو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي. لاوي یوسلو اووه دېرش کاله ژوند وکړ. ۱۷جرشون دوه زامن درلودل چې لبني او شمعي نومېدل چې هغوی د خپلو طایفو نیکونه شول. ۱۸قهات څلور زامن درلودل چې عمرام، یصهار، حبرون او عزیئیل نومېدل. قهات یوسلو دري دېرش کاله ژوند وکړ. ۱۹مراري دوه زامن درلودل چې محلي او موشي نومېدل. دا د لاوي طایفې وې د هغوی د اولادې په مطابق.

۲۰عمرام د خپل پلار د خور یوکابد سره واده وکړ چې د هغې نه حضرت موسیٰ او حضرت هارون پیدا شول. عمرام یوسلو اووه دېرش کاله ژوند وکړ. ۲۱یصهار درې زامن درلودل چې قورح، نافج او زکري نومېدل. ۲۲عزیئیل هم درې زامن درلودل چې میشائیل، ایلصافان او ستري نومېدل.

۲۳حضرت هارون د الیشابع سره چې د عمیناداب لور او د نشحون خور وه واده وکړ او د هغې څخه ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار پیدا شول. ۲۴قورح درې زامن درلودل چې اسیر، القانه او ابیاساف نومېدل. دوی د قورح د طایفو نیکونه وو. ۲۵العازار د حضرت هارون زوی د فوتیئیل د یوې لور سره واده وکړ او د هغې نه فینحاس پیدا شو. دا طایفه په طایفه د لاوي د کورنیو مشران وو.

۲۶حضرت هارون او حضرت موسیٰ هماغه خلک وو چې څښتن ورته وفرمایل: <د اسراییلو قبیلې د مصر څخه راوباسئ.> ۲۷دا هغه خلک وو چې فرعون سره یې د مصر څخه د اسراییلیانو د ویستلو په هکله خبرې کړې وې.

حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته د څښتن امر

۲۸کله چې څښتن د حضرت موسیٰ سره د مصر په خاوره کې خبرې وکړې، ۲۹هغه حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <زه څښتن یم. زه چې هرڅه تاته وایم هغه د مصر پادشاه ته ووایه.>

۳۰مګر حضرت موسیٰ څښتن ته وفرمایل: <دا چې زه ښې خبرې نه شم کولی نو څنګه به فرعون راته غوږ ونیسي؟>