ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او شپږم زبور

په خپل قوم باندې د خدای مهرباني

۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ!

د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغه

ده ابدي د هغه مینه

۲څوک کولای شي بیان کړي د هغه عظیم کارونه؟

څوک په پوره توګه کولای شي صفت یې وکړي؟

۳بختور هغه دي چې کړي انصاف د نورو سره

چې تل دپاره نېک کارونه کوي

۴احسان کوې چې په خپل قوم، ما هم په یاد ساته

ماته هم راکړه نجات کله چې نجات ته ورکوې هغوی ته

۵چې غوره شوی قوم زه ستا نېکمرغه ووینمه

او له هغوی سره خوشحاله اوسم

او ستا د خلکو په ویاړونو کې شریک شمه زه

۶مونږه ګناه کړې ده لکه چې کړې وه نیکونو زمونږ

مونږه ګناه او بد عمل کړی دی

۷زمونږ نیکونه نه شول پوه مصر کې

په عجیبه کارو د خدای باندې

هغوی کړه هېره د هغه ډېره، تلپاتې مینه

سرې بحیرې په غاړه وکړه سرکښي یې مقابل کې د ده

۸خو دوی ته وریې کړ نجات د خپل نامه په خاطر

ترڅو چې وښایي خپل لوی قدرت

۹سره بحیره چې هغه ورټله وچه شوله

قوم یې خپل تېر کړ د دریاب په منځ کې

لکه د دښتې په څېر وچه شوله ځمکه ورته

۱۰هغوی یې وژغورل د لاسه د هغو خلکو

چې کړله کرکه یې له دوی څخه

هغوی یې خلاص کړل د خپلو دښمنانو د منګولو څخه

۱۱خو اوبو ډوب کړل د هغوی بدخواهان

حتی یو کس هم ژوندی پاتې نه شو

۱۲بیا د هغه قوم اعتبار وکړ د ده په وعده

د ثنا او صفت سندره یې هغه ته وویله

۱۳خو هغوی زر هغه کارونه هېر کړل

کوم چې څښتن کړي وو

او نصیحت ته د هغه ونه کړ دوی انتظار

۱۴سخته اشتها د هغوی دښته کې پیدا شوه د خوړو لره

او په صحرا کې یې په خدای ازمایښت وکړلو

۱۵نو څه چې غوښتي وو هغوی هغه یې ورکړل ورته

خو رانازل یې کړ په دوی باندې مرګونی مرض

۱۶کله هغوی چې کینه وکړله موسیٰ سره د دښتې کمپ کې

او هم هارون سره وقف شوی چې څښتن لره ؤ

۱۷بیا خوله خلاصه کړله ځمکې او ژوندی یې تېر کړ داتان

او په کې ښخ شول ابیرام او د هغه خلک

۱۸اور شو نازل په پیروانو د دوی

د اور لمبې وسوځول هغه بدکاره خلک

۱۹د سینا غره کې هغوی جوړ کړ

د سرو زرو خوسکی

او عبادت یې وکړ جوړ شوي بت ته

۲۰هغوی بدل خپل جلالي خدای کړلو

د یو غویي مجسمې ته چې ؤ خوراک یې واښه

۲۱هغوی هېر کړلو خپل ژغورونکی خدای

تر سره کړي لوی کارونه چې یې مصر کې وو

۲۲څه معجزې چې هغه کړې وې د حام په وطن

هم یې کړل هېر هغه عجیبه کارونه

تر سره کړي یې چې وو سرې بحیرې په غاړه

۲۳نو کله چې وویل خدای چې به خپل قوم تباه کړي

د هغه غوره شوی خدمتګار موسی راودرېد

د هغوی د شفاعت دپاره

چې قهر یې سوړ کړي او تباه نه کړي دوی

۲۴بیا هغوی وکړلو انکار د هغه ښه وطن د تللو ځینې

ځکه چې نه یې درلود باور د خدای په وعده

۲۵خپلو خېمو کې شول پاتې ګورېدل هغوی

نه یې منله د څښتن خبره

۲۶نو هغه پورته کړ خپل لاس

قسم یې وخوړ ورته

چې په دې دښته کې به مړه کړي هغوی

۲۷خوره وره به اولاده یې کړي پردو قومونو کې

چې هغوی مړه شي په پردیو وطنونو کې

۲۸بیا په فغور کې د خدای قوم کړلو ځان وقف بعل ته

او بتانو ته ورکړل شوې قربانۍ یې خوړلې

۲۹په دغو خپلو عملونو باندې دوی څښتن راوپاراوه

او په هغوی باندې وبا راغله

۳۰خو فینحاس پاڅېد مجرمانو ته یې سزا ورکړه

او وبا ودرېدله

۳۱دا عدالت کې د فینحاس شو حساب

او تل ترتله به یادیږي هغه

۳۲د مریبه د چینو څنګ کې دوی څښتن غوسه کړ

شولو موسی د دوی له لاسه په کړاو

۳۳هغوی کړ دومره د موسی حالت تریخ

چې یې راووتل د خولې نه بې سنجشه الفاظ

۳۴نه کړل تباه دوی بېګانه قومونه

څنګه څښتن چې ؤ ورکړی حکم

۳۵ټینګې اړیکې د دوستۍ یې کړلې هغو سره

او د هغوی بد رواجونه یې خپل کړل

۳۶عبادت یې وکړ د هغوی د بتانو

دا کار په څېر د یوه دام شو دوی ته

۳۷کړل قرباني یې پېریانو د کنعان ته

خپل زامن او لوڼې

۳۸د بې ګناهو ماشومانو وینه یې تویه کړله

د خپلو لوڼو او زامنو وینه

چې قرباني یې کړل بتانو د کنعان ته هغوی

په وینو ولړله ځمکه هغوی

۳۹خپلو اعمالو باندې کړل یې خپل ځانونه ناپاک

او بې وفا شول خدای ته د زناکارې ښځې په شان

۴۰څښتن په قهر شو په خپل قوم باندې

شولو بېزار له خپلو خلکو څخه

۴۱پردي قومونو ته یې تسلیم کړل هغوی

هغو حکومت کاوه په دوی چې ترې نفرت یې کاوه

۴۲دښمنانو د هغوی کاوه پرې ظلم

وو سخت ذلیل د دوی تر لاس لاندې

۴۳څښتن څو ځلې وژغوره خپل ولس

خو دوی د هغه مقابل کې سرکښي غوره کړه

او په ګناه کې ډوب شول

۴۴خو بیاهم هغه په دوی باندې به رحم کاوه

چې کله وو به مصیبت کې هغوی

او اورېده به یې فریاد د هغوی

۴۵هغه رایاد کړلو خپل لوظ د هغوی په خاطر

او کړه بدله فیصله یې په سبب

د خپلې تلپاتې زیاتې مینې

۴۶کړل هغوی ته یې خواخوږي هغه خلک

چې اسیران وو دوی له هغو سره

۴۷وژغوره مونږ، زمونږ څښتنه خدایه

مونږ یوځای سره راغونډ کړه له قومونو

ترڅو ادا کړو مونږه شکر د ستا

ستا د سپېڅلي نوم ثنا مو ویاړ شي

۴۸ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته

وکړئ ثنا او صفت یې د ازل نه تر ابده پورې

بیا دې ووایي ټول قوم: «امین»

ثنا او صفت دې وي څښتن ته!