ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - شپږویشتم فصل

مقدسه خېمه

(هجرت ۳۶: ۸ - ۳۸)

۱د لسو داسې پردو څخه یوه مقدسه خېمه جوړه کړه چې د ښه کتان او د آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه وي او په پردو کې یې د کروبیانو نقش ګلدوزي شوی وي. ۲د ټولو پردو اندازه دې یوشان وي، دولس متره دې اوږدې او دوه متره دې پلنې وي. ۳د دې پردو څخه پنځه په یوه جوړه کې سره یوځای کړه او بیا نورې پنځه پردې په دوهمه جوړه کې. ۴په هره جوړه کې د بیرونۍ پردې په څنډه باندې د آبي رنګه ټوټې کړۍ ګانې جوړې کړه. ۵پنځوس کړۍ ګانې په یوې پردې باندې او پنځوس د بلې جوړې په اخرنۍ پردې باندې جوړې کړه چې دا کړۍ ګانې یو بل ته مخامخ وي. ۶بیا د سرو زرو پنځوس چنګکونه جوړ کړه او د پردو په یوځای تړلو کې ورڅخه کار واخله ترڅو ټوله یوه خېمه ورڅخه جوړه شي.

۷د خېمې د پټولو دپاره د وزو د وړیو څخه پردې جوړې کړه. ټولې دې یوولس دانې وي. ۸یوولس واړه پردې دې په یوه اندازه وي، یعنې دیارلس متره دې اوږدې او دوه متره دې پلنې وي. ۹پنځه پردې په یوه جوړه کې یو تر بله سره وګنډه او نورې شپږ په بله جوړه کې. شپږمه پرده د خېمې په مخکینۍ برخه کې سره غبرګه کړه. ۱۰پنځوس کړۍ ګانې د یوې جوړې د اخرنۍ پردې په څنډه کې او پنځوس د بلې جوړې د اخرنۍ پردې په څنډه کې جوړې کړه. ۱۱بیا د برنجو پنځوس چنګکونه جوړ کړه او په کړیو کې یې واچوه چې خېمه سره ونښلوي. ۱۲د دې پردو اضافه نیمه برخه دې د خېمې شاته ځوړنده شي. ۱۳د پردې دواړو خواو ته چې نیم متر زیات شوی دی هغه به راځوړند وي چې خېمه ورباندې پټه شي. ۱۴د خېمې دپاره د پسه د داسې پوستکي څخه پوښ جوړ کړه چې سور رنګ ورکړل شوی وي او په هغه باندې د ښې څرمنې څخه یو پوښ جوړ کړه.

۱۵د خېمې دپاره د غز د لرګي څخه ولاړ چوکاټونه جوړ کړه. ۱۶هر چوکاټ دې څلورنیم متره اوږد او پنځه شپېته سانتي پلن وي ۱۷او باید دوه یوشان نښلوونکې تختې ولري، ترڅو چوکاټونه سره یوځای شي. ټول چوکاټونه دې دا تختې ولري. ۱۸د خېمې د جنوب خوا دپاره شل چوکاټونه جوړ کړه ۱۹او څلوېښت د سپینو زرو پایې چې ورلاندې شي، د هر چوکاټ لاندې دې دوه دوه پایې وي د دې دپاره چې دوه تختې یې ونیسي. ۲۰د خېمې د شمال خوا دپاره شل چوکاټونه جوړ کړه ۲۱او څلوېښت د سپینو زرو پایې جوړې کړه چې د هر چوکاټ لاندې دوه دوه وي. ۲۲د خېمې د شا دپاره چې د لوېدیځ خواته ده، شپږ چوکاټونه جوړ کړه ۲۳او دوه چوکاټونه د خېمې شاته کنجونو دپاره جوړ کړه. ۲۴دا چوکاټونه باید په دغو دوو کنجونو کې د بېخ څخه نیولې تر سره پورې سره غبرګ کړای شي او په یوې کړۍ کې ولګول شي. دا دواړه کنجونه دې په همدې شان وي. ۲۵نو اته چوکاټونه او شپاړس د سپینو زرو پایې به وي، د هر چوکاټ لاندې به دوه دوه وي.

۲۶د غز د لرګي څخه پنځلس اړمونه جوړ کړه، پنځه د هغو چوکاټونو دپاره جوړ کړه چې د خېمې په یوې خوا باندې دي. ۲۷پنځه د هغو چوکاټونو دپاره چې په بلې خوا باندې دي او پنځه د هغو چوکاټونو دپاره چې شاته د لوېدیځ خواته په آخر سر کې دي. ۲۸منځنی اړم دې د چوکاټونو تر نیمایي پورې کېښودل شي او د خېمې له یو سر څخه دې تر بل سره پورې وغزیږي. ۲۹چوکاټونو ته د سرو زرو پوښ ورکړه او په هغو باندې د سرو زرو کړۍ ګانې ولګوه چې اړمونه ونیسي او هغو ته هم باید د سرو زرو پوښ ورکړل شي. ۳۰خېمه د هغې نقشې په مطابق جوړه کړه چې ما په غره باندې درته دروښودله.

۳۱د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه یوه پرده جوړه کړه چې د کروبیانو داسې نقش په کې وي چې ګلدوزي شوی وي. ۳۲د غز د لرګي په څلورو ستنو باندې چې د سرو زرو پوښ ورته ورکړل شوی وي او د سپینو زرو په څلورو پایو باندې ولاړې دي، پرده د سرو زرو په چنګکونو باندې راځوړنده کړه. ۳۳پرده د چنګکونو څخه راځوړنده کړه او د پردې شاته د لوظ صندوق چې دوه د تیږو لوحې په کې دي کېږده. دا پرده به مقدس ځای د ډېر مقدس ځای څخه جلا کړي. ۳۴د لوظ په صندوق باندې چې په ډېر مقدس ځای کې پروت دی سرپوښ کېږده. ۳۵هغه مېز د پردې څخه دباندې د خېمې شمال خواته کېږده او څراغدان ورته مخامخ جنوب خواته کېږده.

۳۶د خېمې د دروازې دپاره د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه یوه پرده جوړه کړه چې ګلدوزي په کې شوې وي. ۳۷د دغې پردې دپاره د سرو زرو چنګکونه جوړ کړه او د غز د لرګي څخه پنځه داسې ستنې جوړې کړه چې د سرو زرو پوښ ورته ورکړل شوی وي. د هغو دپاره پنځه برنجي پایې جوړې کړه.