ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

نحمیا - اووم فصل

۱نو دېوال ودان شو، ټولې دروازې په خپلو ځایونو کې کېښودل شوې او د خدای د کور ساتونکو، سندرغاړو او لاویانو ته خپل کارونه وسپارل شول. ۲دوه کسان مې د اورشلیم د ښار د اداره کولو دپاره د چارواکو په توګه وټاکل: زما ورور حناني او د جنګي کلا قوماندان حننیا. حننیا د ډېرو خلکو په پرتله یو اعتباري سړی ؤ او له خدایه وېرېده. ۳ما هغوی ته وویل: «د اورشلیم دروازې تر هغه وخته پورې مه خلاصوئ ترڅو لمر ښه نه وي راختلی او د لمر پرېوتلو په وخت کې یې د ساتونکو د رخصتېدلو څخه مخکې تړئ او اړم ورته اچوئ.» هغوی ته مې دا هم وویل چې د اورشلیم د اوسېدونکو څخه ساتونکي وټاکي او د هغوی څخه ځینې کسان پوستو ته ورکړي او نور دې د خپلو کورونو په شاوخوا سیمه کې ګزمه وکړي.

د راستانه شوو جلاوطنو لست

(عزرا ۲: ۱ - ۷۰)

۴اورشلیم یو لوی او پراخه ښار ؤ، خو ډېر خلک په کې نه اوسېدل او تر هغه وخته پورې لا کورونه په کې بېرته جوړ شوي نه وو. ۵خدای دا فکر زما په زړه کې واچاوه چې قوم او د هغوی مشران او مامورین د هغو د کورنیو د سوانحو د ثبتولو دپاره راټول کړم. ما د هغو خلکو نسب نامې راپیدا کړې چې د اسیرتوب څخه لومړی راستانه شوي وو او دا هغه معلومات دی چې ما راپیدا کړ:

۶ډېرو جلاوطنو خلکو د بابل ولایت پرېښود او اورشلیم او یهودا ته یعنې خپلو ښارګوټو ته راستانه شول. له هغه وخت څخه چې نبوکدنصر پاچا هغوی د اسیرانو په توګه بابل ته بیولي وو، د هغوی کورنۍ هلته په جلاوطنۍ کې اوسېدلې. ۷دا د هغوی مشران وو: زروبابل، یشوع، نحمیا، عزریا، رعمیا، نحماني، مردخای، بلشان، مسفارت، بغوای، نحوم او بعنه.

۸‏-۲۵دا د اسراییلو د طایفو لست دی چې په هغه کې د هرې طایفې د خلکو شمېر لیکل شوی دی چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو:

  • د فرعوش له طایفې څخه – ۲۱۷۲ تنه
  • د شفطیا له طایفې څخه – ۳۷۲ تنه
  • د آرح له طایفې څخه – ۶۵۲ تنه
  • د فحت موآب له طایفې څخه چې د یشوع او یوآب د اولادې څخه وو – ۲۸۱۸ تنه
  • د عیلام له طایفې څخه – ۱۲۵۴ تنه
  • د زتو له طایفې څخه – ۸۴۵ تنه
  • د زکي له طایفې څخه – ۷۶۰ تنه
  • د بنوي له طایفې څخه – ۶۴۸ تنه
  • د ببای له طایفې څخه – ۶۲۸ تنه
  • د عزجد له طایفې څخه – ۲۳۲۲ تنه
  • د ادونیقام له طایفې څخه – ۶۶۷ تنه
  • د بغوای له طایفې څخه – ۲۰۶۷ تنه
  • د عادین له طایفې څخه – ۶۵۵ تنه
  • د آطیر له طایفې څخه چې د حزقیا په نوم هم یادېده – ۹۸ تنه
  • د حاشوم له طایفې څخه – ۳۲۸ تنه
  • د بیسای له طایفې څخه – ۳۲۴ تنه
  • د حاریف له طایفې څخه – ۱۱۲ تنه
  • د جبعون له طایفې څخه – ۹۵ تنه

۲۶‏-۳۸هغه خلک چې نیکونه یې په لاندېنیو ښارګوټو کې اوسېدل، هم راستانه شول:

  • د بیت لحم او نطوفه څخه – ۱۸۸ تنه
  • د عناتوت څخه – ۱۲۸ تنه
  • د بیت عزموت څخه – ۴۲ تنه
  • د قریت یعاریم، کفیرې او بیروت څخه – ۷۴۳ تنه
  • د رامې او جبعې څخه – ۶۲۱ تنه
  • د مخماس څخه – ۱۲۲ تنه
  • د بیت ییل او عای څخه – ۱۲۳ تنه
  • د بل نبو څخه – ۵۲ تنه
  • د بل عیلام څخه – ۱۲۵۴ تنه
  • د حاریم څخه – ۳۲۰ تنه
  • د اریحا څخه – ۳۴۵ تنه
  • د لود، حادید او اونو څخه – ۷۲۱ تنه
  • د سناعه څخه – ۳۹۳۰ تنه

۳۹‏-۴۲دا د هغو کاهنانو د طایفو لست دی چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:

  • د یدعیا د طایفې څخه چې د یشوع د اولادې څخه وو – ۹۷۳ تنه
  • د یمیر د طایفې څخه – ۱۰۵۲ تنه
  • د فشحور د طایفې څخه – ۱۲۴۷ تنه
  • د حاریم د طایفې څخه – ۱۰۱۷ تنه

۴۳‏-۴۵د لاویانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:

  • د یشوع او قدمي ییل د طایفو څخه چې د هودویا اولاده وه – ۷۴ تنه
  • د خدای د کور د سندرغاړو څخه چې د اساف اولاده وه – ۱۴۸ تنه
  • د خدای د کور د ساتونکو څخه چې د شلوم، آطیر، طلمون، عقوب، حطیطا او شوبای اولاده وه- ۱۳۸ تنه

۴۶‏-۵۶د خدای د کور د خدمتګارانو طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:

  • صیحا، حسوفا، تباعوت، قیروس،
  • سیعا، فادون، لبانه، حجابه، شلمای،
  • حانان، جدیل، جحر، ریایاه، رزین،
  • نقودا، جزام، عزه، فاسیح، بیسای،
  • معونیم، نفوشسیم، بقبوق، حقوفا،
  • حرحور، بزلیت، محیدا، حرشا،
  • برقوس، سیسرا، تامح، نصیح او حطیفا.

۵۷‏-۵۹د سلیمان د خدمتګارانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:

  • سوطای، صوفرت، فریدا،
  • یعله، درقون، جدیل، شفطیا،
  • حطیل، فوخرت حظبایم او آمون.

۶۰د خدای د کور د خدمتګارانو او د سلیمان د خدمتګارانو د اولادې ټول شمېر چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، ۳۹۲ تنه وو.

۶۱‏-۶۲شپږ سوه دوه څلوېښت تنه د دلایا، طوبیا او نقودا د طایفو څخه وو او د تل ملح، تل حرشا، کروب، ادون او یمیر د ښارګوټو څخه راستانه شوي وو، خو هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د اسراییلیانو د اولادې څخه دي.

۶۳‏-۶۴د کاهنانو دغو لاندېنیو طایفو ونه شو کولای چې خپلې سوانح راپیدا کړي، ترڅو خپل نیکونه ثابت کړي: حبایا، هقوس او برزلای. (د برزلای د کاهنانو د طایفې نیکه د جلعادي برزلای د طایفې د یوې ښځې سره واده کړی ؤ او د خپل خسر د طایفې په نوم یاد شو.) څرنګه چې هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د هغوی نیکونه څوک وو، نو هغوی ناپاک ګڼل کېدل، نو ځکه د کاهنانو په توګه ونه منل شول. ۶۵د یهودیانو والي هغوی ته وویل: «تر هغې پورې چې د کوم کاهن له خوا د اوریم او تمیم په وسیله معلومه نه شي چې تاسو په رښتیا سره کاهنان یئ، تاسو نه شئ کولای هغه ډوډۍ وخورئ چې خدای ته وړاندې کیږي.»

۶۶‏-۶۹د هغو جلاوطنو خلکو شمېر چې راستانه شوي وو، ټول ۴۲۳۶۰ تنه وو. برسېره پر دې هلته ۷۳۳۷ تنه نارینه او ښځینه خدمتګاران وو. د نارینه او ښځینه سندرغاړو شمېر دوه سوه پنځه څلوېښت تنه وو. لاندیني څاروي هم ورسره وو:

  • اسونه – ۷۳۶
  • قچرې – ۲۴۵
  • اوښان – ۴۳۵
  • خره – ۶۷۲۰

۷۰‏-۷۲د طایفو ځینو مشرانو د خدای د کور د بیا ودانولو د لګښت دپاره مرسته وکړه. والي دا شیان خزانې ته ورکړل: اته کیلوګرامه سره زر، د مراسمو د سرته رسولو په خاطر ۵۰ دانې کاسې او د کاهنانو دپاره ۵۳۰ چپنې. د طایفو ځینو مشرانو دا شیان خزانې ته ورکړل: ۱۶۸ کیلوګرامه سره زر او ۱۲۵۰ کیلوګرامه سپین زر. نورو خلکو دا شیان ورکړل: ۱۷۰ کیلوګرامه سره زر، ۱۱۰۰ کیلوګرامه سپین زر او د کاهنانو دپاره ۶۷ چپنې.

۷۳نو کاهنان، لاویان، د خدای د کور ساتونکي، سندرغاړي، نور خلک، د خدای د کور خدمتګاران یعنې د اسراییلو ټول قوم د یهودا په ښارګوټو او ښارونو کې ځای په ځای شول.