ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

لوقا - لسم فصل

د دوه اویا شاګردانو لېږل

۱له هغې وروسته عیسی نور دوه اویا شاګردان وټاکل او هغوی یې دوه دوه تنه د خپل ځان نه مخکې هر ښار او کلي ته چې غوښتل یې هلته لاړ شي، ولېږل. ۲هغوی ته یې وویل: «فصل ډېر دی خو مزدوران لږ دي، نو تاسو د فصل د خاوند څخه وغواړئ چې د حاصلاتو د راټولولو دپاره نور مزدوران راولېږي. ۳لاړ شئ، خو ګورئ، زه تاسو لکه د وریو په شان د لېوانو منځ ته لېږم. ۴د ځان سره د پیسو کڅوړه یا خورجین او یا څپلۍ مه وړئ. او په لاره کې د چا سره خبرې مه کوئ. ۵کله چې کوم کور ته ننوځئ، نو لومړی داسې ووایئ: ‹په دې کور کې دې سلامتي وي.› ۶که چېرې هلته کوم سوله خوښوونکی کس وي، نو ستاسو سلام به په هغه باندې وي او که نه، نو هغه سلام به بېرته تاسو ته راوګرځي. ۷په هماغه کور کې پاتې شئ او هغوی چې هرڅه درکوي ویې خورئ او ویې وڅښئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دی. کور په کور مه ګرځئ. ۸کله چې تاسو کوم ښار ته ننوځئ او هغوی درته هرکلی ووایي، نو څه چې یې ستاسو په مخکې کېښودل هغه وخورئ. ۹د هغه ځای ناروغان روغ کړئ او خلکو ته ووایئ چې د خدای پاچاهي تاسو ته نژدې شوې ده. ۱۰خو کله چې تاسو کوم ښار ته ورننوځئ او هغوی درته هرکلی ونه وایي، نو د هغه ښار کوڅو ته ووځئ او ووایئ: ۱۱‹مونږ به ستاسو د ښار خاورې هم چې زمونږ په پښو باندې پرېوتې دي وڅنډو او دا به ستاسو په خلاف شاهدي ورکوي. خو په دې پوه شئ چې د خدای پاچاهي نژدې شوې ده.› ۱۲زه تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به د سدوم د خلکو سزا د دې ښار د خلکو د سزا څخه کمه وي.

هغه ښارونه چې خلک یې توبه نه وباسي

(متي ۱۱: ۲۰ - ۲۴)

۱۳افسوس دې وي په تا ای د خورزین ښاره! افسوس دې وي په تا ای د بیت صیدا ښاره! ځکه که چېرې دا معجزې چې په تاسو کې وښودل شوې، که هغه په صور او صیدون کې ښودل شوې وای نو هغوی به ډېر پخوا د ویر کالي اغوستي وای، په خپلو سرونو باندې به یې ایرې بادولې او توبه به یې ویستلې وای. ۱۴خو د قیامت په ورځ به د صیدون او صور د خلکو سزا ستاسو د سزا څخه کمه وي‎. ۱۵خو ای کپرناحومه! تا غوښتل چې اسمان ته پورته کړای شې؟ خو ته به دوزخ ته وغورځول شې.»

۱۶عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «څوک چې ستاسو خبرو ته غوږ نیسي، هغوی زما خبرو ته غوږ نیسي. څوک چې تاسې نه مني، هغوی ما نه مني او څوک چې ما نه مني نو هغه څوک نه مني چې زه یې رالېږلی یم.»

د دوه اویا شاګردانو بېرته راستنېدل

۱۷بیا هغه دوه اویا شاګردان په خوشحالۍ سره بېرته راستانه شول او ویې ویل: «استاذه! حتی پېریان هم ستا د نوم په یادولو سره زمونږ تابع کیږي.» ۱۸عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «ما ولیدل چې شیطان څنګه لکه د برېښنا په شان له اسمانه راوغورځېد. ۱۹واورئ! ما تاسو ته واک او اختیار درکړی چې ماران او لړمان تر پښو لاندې کړئ او د دښمن ټول قوت مات کړئ. هېڅ شی تاسو ته زیان نه شي رسولی. ۲۰خو په دې مه خوشحالېږئ چې پېریان تاسو ته تابع کیږي، بلکې په دې خوشحاله اوسئ چې ستاسو نومونه په جنت کې لیکل شوي دي.»

د عیسی خوشحالي

(متي ۱۱: ۲۵ - ۲۷، ۱۳: ۱۶ - ۱۷)

۲۱په هغه وخت کې عیسی په روح القدس کې خوشحالي وکړه او ویې ویل: «ای پلاره، ای د ځمکې او اسمان څښتنه! زه ستا شکر کوم چې دا خبرې دې د پوهو او هوښیارو خلکو څخه پټې کړې او ناپوهو خلکو ته دې ښکاره کړي دي. هو پلاره، دا ستا رضا وه. ۲۲زما پلار هرڅه ماته راسپارلي دي. هېڅوک له پلاره پرته زوی نه پېژني او نه څوک پلار بې له زویه پېژني او پرته له هغه چا چې زوی وغواړي ورته ویې ښایي.»

۲۳کله چې هغوی یوازې وو، نو عیسی هغوی ته مخ راواړاوه او ورته ویې ویل: «بختورې دي هغه سترګې چې هغه څه ویني چې تاسو یې وینئ. ۲۴زه تاسو ته وایم چې ډېرو پیغمبرانو او پاچاهانو دا ارمان درلود چې هغه څه وویني چې تاسو یې وینئ، خو ویې نه لیدل او هغه څه واوري چې تاسو یې اورئ، خو هغوی وانه ورېدل.»

د یو نېک سامري مثال

۲۵یوه ورځ د شریعت یو عالم راغی او د عیسی څخه یې د ازمېښت دپاره یو سوال وکړ: «استاذه! زه باید څه وکړم چې تلپاتې ژوندون وګټم؟» ۲۶عیسی هغه ته ځواب ورکړ: «په شریعت کې څه لیکل شوي دي؟ هغه څنګه تعبیروې؟» ۲۷هغه په ځواب کې وویل: «د خپل څښتن خدای سره د زړه له کومي، په خپل ټول روح او خپل ټول قوت او ټول عقل سره مینه کوه او د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.» ۲۸عیسی ورته وویل: «تا سم ځواب ورکړ. همداسې کوه، نو ته به ژوندی اوسې.»

۲۹خو د دې دپاره چې د شریعت عالم دا وښایي چې هغه په حقه دی، نو د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «زما ګاونډی څوک دی؟» ۳۰عیسی داسې ځواب ورکړ: «په یو وخت کې یو سړی د اورشلیم څخه اریحا ته روان ؤ چې په لاره کې داړه مارانو ته په لاس ورغی. غلو هغه سړی لوڅ کړ، ویې واهه او د مرګ په حالت کې یې پرېښود او لاړل. ۳۱ناڅاپه یو کاهن په هغه لاره تېرېده، کله یې چې هغه سړی ولید، نو خپله لاره یې پرېښوده او ورڅخه تېر شو. ۳۲همدارنګه یو لاوي چې کله هغه ځای ته راورسېد او هغه سړی یې ولید، نو هغه هم ترې په بله خوا تېر شو او لاړ. ۳۳خو یو سامری چې په هغه لاره تېرېده هغه ته ورغی او کله یې چې هغه سړی ولیده نو زړه یې ورباندې وسوځېد. ۳۴هغه ته ورغی، ټپونه یې ورته په شرابو ووینځل او تېل یې ورباندې واچول او پټۍ یې ورباندې کېښودله. بیا یې هغه په خپل خره باندې سپور کړ او یوې مسافرخانې ته یې یووړ او هلته یې ورباندې پام کاوه. ۳۵سبا سهار هغه د سپینو زرو دوه سکې واخیستې او د مسافرخانې خاوند ته یې ورکړې او ورته ویې ویل: ‹په هغه باندې پام کوه او که نورې پیسې دې ورباندې ولګولې نو کله چې بېرته راغلم هغه به هم درکړم.›» ۳۶بیا عیسی پوښتنه وکړه: «اوس څه فکر کوې چې په دې درې واړو کې د هغه سړي چې د داړه مارانو لاس ته ورغلی ؤ، ګاونډی څوک دی؟» ۳۷د شریعت عالم ځواب ورکړ: «هغه څوک چې په هغه باندې یې رحم وکړ.» عیسی ورته وویل: «لاړ شه او ته هم همداسې کوه.»

عیسی د مرتا او مریم سره لیدنه کوي

۳۸کله چې عیسی او شاګردان یې په خپله لاره روان شول، هغوی یو کلي ته ورسېدل او هلته یوې ښځې چې مرتا نومېدله عیسی په خپل کور کې مېلمه کړ. ۳۹هغې د مریم په نوم یوه خور درلودله. هغه راغله او د عیسی پښو ته کښېناستله او د هغه خبرو ته یې غوږ نیولی ؤ. ۴۰مرتا د ډېرو کارونو له لاسه ستړې او پرېشانه شوه، نو عیسی ته راغله او ورته ویې ویل: «استاذه! ستا دې ته پام نه دی چې ټول کارونه زه کوم او خور مې راسره مرسته نه کوي؟ هغې ته ووایه چې راشي او مرسته راسره وکړي.» ۴۱عیسی هغې ته په ځواب کې وویل: «مرتا، مرتا! ته د ډېرو شیانو دپاره اندېښنه کوې او ناارامه یې، ۴۲خو یوازې یو شی ضروري دی. څه چې مریم خوښ کړي دي هغه ښه دي او دا به له هغې څخه وانخیستل شي.»