ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

مرقس - دولسم فصل

د انګورو د باغ د اجارې مثال

(متي ۲۱‏: ۳۳‏ - ۴۶ او لوقا ۲۰‏: ۹‏ - ۱۹)

۱بیا عیسی هغوی ته په مثالونو کې خبرې پیل کړې: «یو سړي د انګورو باغ جوړ کړ او دېوال یې ورڅخه تاو کړ، د انګورو د شربت د ویستلو دپاره یې په کې یو ځای جوړ کړ او د څارنې دپاره یې په کې یو برج هم جوړ کړ. بیا یې هغه باغوانانو ته په اجاره ورکړ او خپله په سفر روان شو. ۲کله چې د انګورو د راټولولو وخت راورسېد، نو هغه خپل یو نوکر باغوانانو ته ورولېږه چې خپله برخه انګور ترې واخلي. ۳خو باغوانانو هغه نوکر ونیوه، هغه یې وواهه او تش لاس یې بېرته ولېږه. ۴بیا هغه یو بل نوکر ورولېږه. هغه یې هم په سر سر وواهه او بې عزته یې کړ. ۵بیا هغه بل نوکر ورولېږه او هغه یې مړ کړ. هغه نور ډېر نوکران هم ورولېږل، خو ځینې یې ووهل او ځینې یې مړه کړل. ۶یوازېنی کس چې ورته پاتې ؤ چې ور ویې لېږي هغه یې خپل ګران زوی ؤ. په پای کې یې خپل زوی ورولېږه او فکر یې وکړ چې هغوی به زما د زوی لحاظ وکړي. ۷خو باغوانانو یو بل ته وویل: ‹دا یې وارث دی، راځئ چې مړ یې کړو او میراث به یې زمونږ شي.› ۸نو هغوی هغه ونیوه او مړ یې کړ او د هغه مړی یې د انګورو د باغ څخه دباندې وغورځاوه.»

۹عیسی پوښتنه وکړه: «د باغ خاوند به اوس څه کوي؟ هغه به راشي او باغوانان به ووژني او باغ به نورو ته ورکړي. ۱۰ایا تاسو د خدای په کلام کې دا نه دي لوستلي:

کومه تیږه چې رد کړې ګلکارانو وه

هغه اوس شوه اصلي تیږه د تهداب

۱۱دا کار وشو د څښتن له خوا نه

او عجیبه ښکاري زمونږ نظر کې»

۱۲د یهودیانو مشرانو هڅه کوله چې عیسی ونیسي، ځکه چې هغوی پوه شول چې هغه دا مثال د هغوی په هکله وویلو. خو هغوی د خلکو څخه وېرېدل، نو هغه یې پرېښود او لاړل.

د مالیې ورکولو په هکله پوښتنه

(متي ۲۲‏: ۱۵‏ - ۲۲ او لوقا ۲۰: ۲۰‏ - ۲۶)

۱۳بیا هغوی ځینې فریسیان او د هیرودیس پلویان ولېږل چې عیسی په خپلو خبرو کې راونیسي. ۱۴هغوی راغلل او عیسی ته یې وویل: «استاذه! مونږ پوهېږو چې ته یو رښتینی سړی یې او د هېچا طرفداري نه کوې که هغه هرڅوک وي بلکې په رښتینې توګه د خدای د لارې تعلیم ورکوې. ایا د روم امپراتور ته مالیه ورکول روا دي که نه؟ مونږ باید ورته مالیه ورکړو که نه؟» ۱۵خو عیسی د هغوی په منافقت پوه شو او ورته ویې ویل: «تاسو ولې هڅه کوئ چې ما وازمایئ؟ ماته د سپینو زرو یوه سکه راوړئ چې ویې ګورم.» ۱۶هغوی یوه سکه راوړله او هغه ترې پوښتنه وکړه: «په دې باندې د چا تصویر او د چا نوم دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «د امپراتور.» ۱۷بیا عیسی هغوی ته وویل: «څه چې د امپراتور دي هغه امپراتور ته ورکړئ او څه چې د خدای دي هغه خدای ته ورکړئ.» هغوی د هغه په خبرو حیران شول.

د قیامت د ورځې په هکله پوښتنه

(متي ۲۲: ۲۳‏ - ۳۳ او لوقا ۲۰: ۲۷‏ - ۴۰)

۱۸بیا صدوقیان چې د مرګ څخه وروسته د بیا راژوندي کېدلو څخه منکر وو، عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې یوه پوښتنه وکړه: ۱۹«استاذه! موسی په شریعت کې مونږ ته لیکلي دي چې که چېرې د یو سړي ورور مړ شي او بې اولاده ښځه ترې پاتې شي، نو د هغه سړي ورور باید د هغې کونډې سره واده وکړي ترڅو اولادونه یې پیدا شي او هغه یې د مړه ورور اولادونه وګڼل شي. ۲۰په یو وخت کې اووه ورونه وو، لومړني یې واده وکړ او بې اولاده مړ شو. ۲۱بیا دوهم ورور د هغې ښځې سره واده وکړ، خو هغه هم بې اولاده مړ شو او د درېم ورور سره هم همداسې وشول. ۲۲اخر اووه واړه مړه شول او د هېڅ یو اولاد ونه شو. له ټولو نه وروسته هغه ښځه هم مړه شوه. ۲۳نو د قیامت په ورځ چې خلک راژوندي کیږي هغه به د کوم یو ښځه وي؟ ځکه چې اووه واړو ورسره واده کړی ؤ.»

۲۴عیسی هغوی ته وویل: «ستاسو غلطي په دې کې ده چې نه د خدای په کلام پوهېږئ او نه د خدای د قدرت څخه خبر یئ. ۲۵کله چې مړي راژوندي شي، نو نه خو سړي ودونه کوي او نه هم ښځې ورکول کیږي چې واده شي، بلکې هغوی به د اسمان د فرښتو په شان وي. ۲۶ایا تاسو د مړو د بیا راژوندي کېدلو په هکله د موسی په تورات کې د سوځېدونکي بوټي په کیسه کې نه دي لوستلي چې خدای څنګه موسی ته وویل: ‹زه د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای یم.› ۲۷خدای د مړو خدای نه بلکې د ژوندیو خدای دی. تاسو ډېر بې لارې شوي یئ.»

لوی حکم

(متي ۲۲‏: ۳۴‏ - ۴۰ او لوقا ۱۰‏: ۲۵‏ - ۲۸)

۲۸د شریعت یو عالم راغی او د هغوی بحث یې واورېد او ویې لیدل چې عیسی صدوقیانو ته ښه ځواب ورکړ، نو د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «د ټولو حکمونو څخه ډېر مهم حکم کوم یو دی؟» ۲۹عیسی ځواب ورکړ: «تر ټولو مهم حکم دا دی: ‹ای د اسراییلو خلکو، واورئ! یوازېنی خدای چې وجود لري هغه زمونږ څښتن خدای دی.› ۳۰د خپل څښتن خدای سره د زړه له کومي، په خپل ټول روح، خپل ټول عقل او خپل ټول قوت سره مینه کوه. ۳۱دوهم حکم دا دی: ‹د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.› د دې حکمونو څخه بل لوی حکم نشته.»

۳۲د شریعت هغه عالم عیسی ته وویل: «استاذه، تا ښه وویل، تا رښتیا وویل چې خدای یو دی او له هغه پرته بل خدای نشته. ۳۳د خدای سره د زړه له کومي، ټولې پوهې او په ټول قوت سره مینه کول او د خپل ځان په شان د خپل ګاونډي سره مینه کول د ټولو سوځېدونکو نذرانو او قربانیو څخه ډېر مهم دي.» ۳۴کله چې عیسی ولیدل چې هغه په هوښیارۍ سره ځواب ورکړ، نو هغه ته یې وویل: «ته د خدای له پاچاهۍ څخه لېرې نه یې.» له هغې وروسته بیا هېچا دا جرات ونه کړ چې له عیسی څخه نورې پوښتنې وکړي.

مسیح د داود نه لوی دی

(متي ۲۲‏: ۴۱‏ - ۴۶ او لوقا ۲۰: ۴۱‏ - ۴۴)

۳۵کله چې عیسی د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه، نو ویې ویل: «د شریعت عالمان څنګه کولای شي ووايي چې مسیح د داود زوی دی؟ ۳۶داود په خپله د روح القدس په وسیله ویلي دي:

څښتن وویل زما بادار ته

کښېنه زما ښي لاس ته

ترڅو چې ستا دښمنان ستا د پښو لاندې کړم.

۳۷داود په خپله مسیح ته څښتن وایي، نو بیا څنګه کېدای شي چې مسیح د داود زوی وي؟»

ګڼ شمېر خلکو په شوق سره د هغه خبرې اورېدلې.

د شریعت د عالمانو په خلاف خبرداری

(متي ۲۳‏: ۱‏ - ۳۶ او لوقا ۲۰‏: ۴۵‏ - ۴۷)

۳۸عیسی د تعلیم ورکولو په وخت کې وویل: «د شریعت د عالمانو څخه ځان ساتئ. هغوی دا خوښوي چې په اوږدو چپنو کې وګرځي او په بازارونو کې ورته خلک سلام واچوي ۳۹او په کنیسو کې په مخکې ځایونو او په مېلمستیاوو کې په لوړو ځایونو کې کښېني. ۴۰هغوی د کونډو مالونه خوري او د ځان ښودنې دپاره اوږدې اوږدې دعاګانې کوي. د داسې خلکو سزا به د نورو نه سخته وي.»

د یوې کونډې ښځې نذرانه

(لوقا ۲۱: ۱‏ - ۴)

۴۱عیسی د خدای د کور خزانې ته مخامخ ناست ؤ او کتل یې چې خلکو څنګه په هغې کې پیسې اچولې. ډېرو شتمنو خلکو زیاتې پیسې واچولې. ۴۲بیا یوه غریبه کونډه ښځه راغله او دوه سکې چې شاوخوا دوه روپۍ کېدلې په کې واچولې. ۴۳عیسی خپل شاګردان راوغوښتل او ورته ویې ویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دې غریبې کونډې د خدای د کور په خزانه کې د نورو ټولو نه زیاتې پیسې واچولې. ۴۴ځکه چې هغوی ټولو هغه پیسې واچولې چې د هغوی د اړتیاوو څخه زیاتې وې، خو سره له دې چې هغه غریبه وه نو څه چې یې لرل او هرڅه چې هغې ورباندې خپل ژوند تېراوه، هغه یې ورکړل.»