ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

مرقس - شپاړسم فصل

د عیسی بیا راژوندي کېدل

(متي ۲۸‏: ۱‏ - ۸ او لوقا ۲۴‏: ۱‏ - ۱۲ او یوحنا ۲۰‏: ۱‏ - ۱۰)

۱کله چې د سبت ورځ تېره شوه، مریم مجدلیې او د یعقوب مور مریم او سالومې خوشبویه تېل واخیستل او لاړلې چې د عیسی په مړي باندې یې واچوي. ۲د یکشنبې په ورځ سهار د لمر راختلو نه وروسته هغوی قبر ته ورغلې. ۳هغوی په خپلو کې یو بل ته وویل: «مونږ ته به د قبر د خولې څخه تیږه څوک ورغړوي؟» ۴خو کله چې هغوی وکتل، نو ویې لیدل چې هغه تیږه چې ډېره غټه وه شاته رغړېدلې وه. ۵کله چې هغوی قبر ته ورننوتلې، نو هلته یې یو ځوان سړی ولید چې سپین کالي یې اغوستي وو او د قبر ښي خواته ناست ؤ. نو هغوی ووېرېدلې. ۶خو هغه وویل: «مه وېرېږئ، زه پوهېږم چې تاسو ناصري عیسی لټوئ چې په صلیب باندې ځوړند شوی ؤ. هغه دلته نشته، هغه راژوندی شوی دی. ګورئ، دا هغه ځای دی چې د هغه مړی په کې ایښودل شوی ؤ. ۷اوس لاړې شئ او د هغه شاګردانو او پطروس ته ووایئ چې هغه ستاسو څخه مخکې جلیل ته روان دی. لکه څنګه چې هغه خپله تاسو ته ویلي وو، تاسو به هغه هلته ووینئ.»

۸هغوی د قبر څخه راووتلې او وتښتېدلې، ځکه چې د ډېرې وېرې لړزېدلې او وارخطا شوې وې. هغوی هېچا ته څه ونه ویل، ځکه چې وېرېدلې وې.

عیسی مریم مجدلیې ته ښکاره کیږي

(متي ۲۸‏: ۹‏ - ۱۰ او یوحنا ۲۰‏: ۱۱‏ - ۱۸)

[ ۹کله چې عیسی د یکشنبې په ورځ سهار وختي د مړو نه راژوندی شو، نو لومړی مریم مجدلیې ته چې هغه ورڅخه اووه پېریان ویستلي وو ښکاره شو. ۱۰هغه لاړه او څه چې پېښ شوي وو هغه یې د عیسی نژدې ملګرو ته چې ویر او ژړاګانې یې کولې، وویل. ۱۱کله چې هغوی واورېدل چې عیسی ژوندی شوی دی او مریم لیدلی دی، نو باور یې ورباندې ونه کړ.

عیسی دوو شاګردانو ته ښکاره کیږي

(لوقا ۲۴‏: ۱۳‏ - ۳۵)

۱۲له هغې وروسته عیسی په بله څېره کې خپلو دوو شاګردانو ته چې د اورشلیم څخه کلي ته روان وو، ښکاره شو. ۱۳هغوی بېرته لاړل او نور شاګردان یې خبر کړل، خو هغوی یې په خبره باندې باور ونه کړ.

عیسی خپلو یوولسو شاګردانو ته ښکاره کیږي

(متي ۲۸‏: ۱۶‏ - ۲۰ او لوقا ۲۴‏: ۳۶‏ - ۴۹ او یوحنا ۲۰‏: ۱۹‏ - ۲۳ او د رسولانو عملونه ۱‏: ۶‏ - ۸)

۱۴وروسته بیا عیسی خپل ځان یوولسو شاګردانو ته چې ډوډۍ ته ناست وو، ورښکاره کړ. هغوی یې د بې ایمانۍ او سختو زړونو د لرلو په خاطر ورټل، ځکه چې هغوی د هغو خلکو په خبرو یقین ونه کړ چې هغه یې د راژوندي کېدلو څخه وروسته لیدلی ؤ. ۱۵نو هغوی ته یې وویل: «په ټوله نړۍ کې وګرځئ او دا زېری ټولو ته ورسوئ. ۱۶هرڅوک چې ایمان راوړي او د تعمید غسل واخلي نو هغه به خلاصون ومومي، خو څوک چې ایمان رانه وړي نو هغه به محکوم کړای شي. ۱۷څوک چې ایمان راوړي، نو هغوی ته به دا نښه ورکړل شي چې زما په نوم به پېریان وباسي او په نویو ژبو به خبرې کوي، ۱۸هغوی به ماران نیسي او که زهر وخوري، نو زیان به ورته نه رسیږي او کله چې په ناروغانو باندې خپل لاسونه ږدي، نو هغوی به ښه کیږي.»

اسمان ته د عیسی ختل

(لوقا ۲۴‏: ۵۰‏ - ۵۳ او د رسولانو عملونه ۱‏: ۹‏ - ۱۱)

۱۹د هغوی سره د خبرو کولو نه وروسته څښتن عیسی اسمان ته پورته یووړل شو او د خدای ښي لاس ته کښېناست. ۲۰بیا شاګردان لاړل او په هرځای کې یې وعظ کاوه او څښتن ورسره مرسته کوله او د معجزو په ښودلو یې دا ثابته کړه چې د هغوی پیغام رښتینی دی.]