ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اووۀ اتيايم زبور

د اورشلیم په صفت کې

(د قورح د طایفې زبور چې سندره هم ده.)

۱څښتن خپل ښار ودان کړ

چې یې بنیاد دی ایښی په سپېڅلو تپو

۲د اسراییلو په ټولو ښارونو کې

د صهیون ښار څښتن ته ګران دی له هره ځایه

۳ای د خدای ښاره

خبرې کیږي ستا د جلال په هکله:

۴«مصریان او بابلیان به وشمېرم

هغو قومونو کې چې پېژني ما

او دغه راز د فلسطین، صور او ایتوپیا خلک

دي دوی ټول د اورشلیم ښاریان»

۵د صهیون په هکله داسې به ویل کیږي:

«هغوی ټول به حق د هغه ښار د تابعیت ولري

خدای تعالی به ټینګ وساتي دا ښار»

۶څښتن به ثبت کړي د قومونو لست

هغوی ټول به کړي حساب

د صهیون په اوسېدونکو کې

۷سندرغاړي او اتڼ کوونکي به دا وایي:

«دی صهیون زما اصلي ځای»