يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - شپاړسم باب

د حضرت ايُوب جواب

۱بيا ايُوب جواب ورکړو، ۲”زۀ د دې څيزونو نه پخوا خبر يم، او ستاسو خبرې ما له تسلى نۀ راکوى. ۳ستاسو د هوائى خبرو څۀ حد نشته څۀ؟ يا په څۀ وجه باندې تاسو خبرې نۀ بندوئ؟ ۴کۀ تاسو زما په ځائ وئ نو هم ما ستاسو خِلاف لوئې لوئې خبرې جوړولے شوې، او ستاسو سپکاوے به مې کړے وے. ۵خو کۀ دا زۀ وے، نو ما به ستاسو حوصله افزائى کړے وے. او ما به دا کوشش کړے وے چې ستاسو غم لرې کړم. ۶خو کۀ زۀ د خپل ځان صفائى پېش کوم نو زۀ به په تکليف کښې کېږم، خو کۀ زۀ خبرې نۀ کوم نو ما ته بيا هم ډېر تکليف رارسيږى. ۷اے خُدايه پاکه، زۀ اوس تا ډېر ستومانه کړے يم، تا زما مکمل خاندان تباه کړے دے. ۸تا زۀ ګېر کړے يم، او دا زما خِلاف يو ثبوت دے، چې زۀ اوچ کلک او کمزورے شوے يم، او دا زما خِلاف ګواهى ورکوى. ۹هغۀ د خپلې غصې په وجه زۀ خراب کړے يم او زما نه نفرت کوى، هغۀ ما ته خپل غاښونه چيچلى دى، زما دشمن د هغۀ سترګې زما خِلاف برندوى. ۱۰خلق ما پورې خندا کوى، هغوئ په مسخرو کښې ما په مخ باندې وهى او زما خِلاف يې اتفاق کړے دے. ۱۱خُدائ پاک ما د خُدائ نه منکرو خلقو له ورکوى، او د بدعمله خلقو لاسونو ته مې حواله کوى. ۱۲زۀ صحيح سلامت وم او هغۀ زۀ دوه ټوټې کړم، هغۀ زۀ د څټ نه ونيولم او ټوټې ټوټې يې کړم، هغۀ زۀ د خپلې نښې په توګه ودرولم. ۱۳د هغۀ غشى ويشتونکى زما نه تاو شول. هغۀ زما ګردې راوويستلې او په ما يې هيڅ رحم ونۀ کړو، هغۀ زما تريخے په زمکه بهر وغورزولو. ۱۴هغۀ زۀ بيا مات رامات کړم، هغۀ د يو جنګيالى په شان په ما باندې رامنډه کړه. ۱۵ما د ځان دپاره د ټاټ جامې ګنډلې دى، او هغۀ زۀ د خاورې په شان مېده کړے يم. ۱۶زما سترګې د ژړا نه سرې دى، او زما د سترګو ليمۀ تور شول. ۱۷اګر چې ما هيڅ ظلم زياتے نۀ دے کړے، او زما په دُعا کښې خلوص دے. ۱۸اے زمکې، زما وينه مۀ پټوه، او زما د اِنصاف فرياد دې څوک نۀ ختموى. ۱۹خو بيا هم په آسمان کښې داسې ذات شته چې هغه زما مل دے او هغه به بې‌شکه ووائى چې زۀ په حقه يم. ۲۰زما مينځګړے زما دوست دے او زما سترګې خُدائ پاک ته اوښکې تويوى. ۲۱او زما دوست زما دپاره خُدائ پاک سره بحث کوى لکه څنګه چې يو سړے د خپل دوست دپاره مِنت زارى کوى. ۲۲صِرف يو څو کاله به پاتې وى چې زۀ به په هغه سفر باندې روان شم چې د هغې نه واپس کېدل نشته.