ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اعمال رسولان - اتم فصل

۱شاوول د هغو کسانو څخه ؤ چې د استیفان په مرګ باندې راضي ؤ.

شاوول ایمانداران ځوروي

په هماغه ورځ په اورشلیم کې د ایماندارانو سخته ځورونه پیل شوه او پرته له رسولانو ټول ایمانداران د یهودیې او سامرې شاوخوا سیمو ته خواره واره شول. ۲ځینې پرهېزګاره خلک راغلل او استیفان یې ښخ کړ او په هغه باندې یې ډېر ویر وکړ.

۳خو شاوول کوښښ کاوه چې کلیسا ورانه کړي. هغه کور په کور ګرځېده او ښځې او نران به یې له کوره راویستل او په زندان کې به یې اچول.

په سامره کې زېری رسول

۴خو هغه ایمانداران چې هرې خواته خواره واره شوي وو، هر چېرته چې تلل د عیسی په هکله یې پیغام اوراوه. ۵فیلیپوس د سامرې یو ښار ته لاړ او خلکو ته یې د مسیح په هکله وعظ کاوه. ۶کله چې ګڼ شمېر خلکو د فیلیپوس خبرې واورېدلې او هغه معجزې چې هغه ښودلې ولیدلې، نو ټولو د هغه خبرو ته په غور سره غوږ نیوه. ۷د ډېرو خلکو څخه چې پېریانو نیولي وو، پېریان په چیغو چیغو راوتل او ډېر شل او ګوډ خلک روغېدل. ۸نو په هغه ښار کې لویه خوشحالي وه.

۹خو په هغه ښار کې د شمعون په نوم یو سړی اوسېده چې د یو څه مودې راهیسې یې د سامرې خلک د خپلې جادو په زور حیران کړي وو او دعوه یې کوله چې هغه یو لوی سړی دی. ۱۰د ټولو طبقو خلکو یعنې هم لویانو او کوچنیانو د هغه خبرو ته په غور غوږ نیوه او ویل یې: «دا سړی زمونږ د خداید هغه قدرت ښکارندوی دی چې ورته لوی قدرت وایي.» ۱۱هغوی ځکه د هغه خبرو ته په غور سره غوږ نیوه چې تر ډېر وخته پورې یې هغوی د خپلې جادو په زور حیران کړي وو. ۱۲خو کله چې هغوی د فیلیپوس په هغه زېري ایمان راوړ چې د خدای د پاچاهۍ او د عیسی مسیح په هکله یې واوراوه، نو نر او ښځو دواړو د تعمید غسل واخیست. ۱۳تر دې پورې چې خپله شمعون هم ایمان راوړ، د تعمید غسل یې واخیست او له هغې وروسته به هغه تل له فیلیپوس سره ؤ. کله چې هغه د فیلیپوس لوی او حیرانوونکي کارونه او معجزې چې هغه ښودلې ولیدلې، نو حیران پاتې شو.

۱۴کله چې په اورشلیم کې رسولان خبر شول چې سامریانو د خدای پیغام منلی دی، نو هغوی پطروس او یوحنا ورولېږل. ۱۵کله چې هغوی هغه ځای ته ورسېدل، نو د هغو نویو ایماندارانو دپاره یې دعا وکړه چې روح القدس ورباندې نازل شي. ۱۶ځکه چې هغوی یوازې د څښتن عیسی په نوم د تعمید غسل اخیستی ؤ او تر دې وخته پورې لا د هغوی څخه په هېچا باندې روح القدس نازل شوی نه ؤ. ۱۷نو بیا پطروس او یوحنا په هغوی باندې لاسونه کېښودل او هغوی روح القدس تر لاسه کړ. ۱۸کله چې شمعون ولیدل چې د رسولانو د لاس په ایښودلو روح القدس ورکول کیږي، نو هغه پطروس او یوحنا ته پیسې وړاندې کړې ۱۹او ویې ویل: «دا اختیار ماته هم راکړه چې زه په چا باندې لاس کېږدم او روح القدس ورباندې نازل شي.» ۲۰خو پطروس ځواب ورکړ: «ستا پیسې دې ستا سره یوځای تباه شي، ځکه تا فکر کاوه چې د خدای دا نعمت په پیسو اخیستل کیږي. ۲۱په دې کار کې ستا نصیب او برخه نشته، ځکه چې ستا زړه د خدای په نظر کې سم نه دی. ۲۲نو بیا له خپلو بدو کارونو څخه توبه وباسه او څښتن ته دعا وکړه، کېدای شي چې هغه تا د دې بدو خیالونو په خاطر چې په زړه کې یې لرې، وبخښي. ۲۳زه وینم چې ستا زړه سخت د کینې څخه ډک دی او د ګناه غلام یې.» ۲۴شمعون پطروس او یوحنا ته په ځواب کې وویل: «زما په خاطر څښتن ته دعا وکړئ چې څه چې تاسو وویل هغه په ما باندې رانه شي.»

۲۵کله چې پطروس او یوحنا د څښتن عیسی په هکله شاهدي ورکړه او د هغه پیغام یې اعلان کړ، نو بېرته اورشلیم ته لاړل او په لاره کې یې د سامرې ډېرو کلیو ته زېری ورساوه.

فیلیپوس او ایتوپیایي خصي مامور

۲۶بیا د څښتن فرښتې فیلیپوس ته وویل: «پاڅېږه او جنوب خواته په هغه لاره لاړ شه چې د اورشلیم څخه غزې ته تللې ده.» (دا د دښتې یوه لاره ده.) ۲۷فیلیپوس پاڅېده او روان شو. هغه په لاره کې د یو ایتوپیایي سره چې خصي شوی ؤ او د ایتوپیا د کنداکې د ملکې د دربار د ټولې خزانې مشر مامور ؤ، مخامخ شو. هغه مامور اورشلیم ته د عبادت دپاره راغلی ؤ ۲۸او اوس بېرته خپل کور ته روان ؤ. هغه په خپلې ګاډۍ کې ناست ؤ او د اشعیا پیغمبر کتاب یې لوسته. ۲۹روح القدس فیلیپوس ته وویل: «لاړ شه او هغې ګاډۍ ته ورنژدې شه.» ۳۰نو فیلیپوس د هغه خواته ورمنډه کړه او هغه واورېدل چې هغه سړی د اشعیا پیغمبر کتاب لولي. نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ته چې څه لولې ورباندې پوهېږې؟» ۳۱هغه ځواب ورکړ: «ترڅو پورې چې کوم څوک یې راته تشریح نه کړي زه ورباندې څنګه پوهېدلی شم؟» نو هغه د فیلیپوس څخه وغوښتل چې ګاډۍ ته وخېژي او د هغه سره کښېني. ۳۲هغه چې د خدای د کلام کومه برخه لوستله هغه داسې وه:

هغه سړی د هغه پسه په شان ؤ چې حلالېدلو ته وړل کېده او د هغه وري په شان ؤ چې د سکولوونکو په مخکې غلی وي او هېڅ نه وایي. ۳۳هغه سپک کړای شو او انصاف ورسره ونه شو. څوک کولای شي چې د هغه د اولادې په هکله خبرې وکړي، ځکه چې د هغه ژوند د ځمکې په مخ پای ته ورسېده.

۳۴هغه مامور فیلیپوس ته وویل: «زه درته سوال کوم، ماته ووایه چې پیغمبر دلته د چا په هکله خبرې کوي؟ د خپل ځان په هکله یا د بل چا په هکله؟» ۳۵بیا فیلیپوس د خدای د کلام د هماغې برخې څخه پیل کړه او هغه ته یې د عیسی په هکله زېری واوراوه. ۳۶څنګه چې هغوی په لاره روان وو، نو یو داسې ځای ته ورسېدل چې هلته اوبه وې او هغه مامور وویل: «ګوره چې دلته اوبه شته، نو څه شی زما د تعمید د غسل اخیستلو مخه نیولی شي؟» [ ۳۷فیلیپوس وویل: «که چېرې ته د زړه نه ایمان راوړې، نو بیا کولای شې.» هغه ځواب ورکړ: «زه ایمان لرم چې عیسی مسیح د خدای زوی دی.»] ۳۸نو هغه مامور امر وکړ چې ګاډۍ ودروي. فیلیپوس او هغه دواړه اوبو ته ورښکته شول او فیلیپوس هغه ته د تعمید غسل ورکړ. ۳۹کله چې هغوی دواړه له اوبو څخه راووتل، نو د څښتن روح فیلیپوس بوته او هغه مامور نور فیلیپوس ونه لیده او په خوشحالۍ سره په خپله لاره روان شو. ۴۰خو فیلیپوس پوه شو چې زه د اشدود په ښار کې یم. هغه په ټولو ښارونو کې ګرځېده او زېری یې ورکاوه، ترڅو قیصریې ته ورسېده.