ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - شپږویشتم فصل

د عیسی په ضد دسیسه

(مرقوس ۱۴: ۱‏ - ۲ او لوقا ۲۲: ۱ - ۲ او یوحنا ۱۱‏: ۴۵ - ۵۳)

۱کله چې عیسی خپلې خبرې خلاصې کړې، نو خپلو شاګردانو ته یې وویل: ۲«لکه څنګه چې تاسو خبر یئ چې دوه ورځې وروسته به د فسحې اختر وي او د انسان زوی به دښمنانو ته په لاس ورکړل شي چې په صلیب باندې وځړول شي.» ۳په همدې وخت کې مشران کاهنان او د قوم مشران د لوی کاهن قیافا په کور کې سره راټول شول ۴او هغوی یوه دسیسه جوړه کړه چې عیسی په یو چل راونیسي او ویې وژني. ۵خو هغوی وویل: «دا کار باید د اختر په ورځو کې ونه شي، هسې نه چې د خلکو په منځ کې شور او غوغا جوړه شي.»

د عیسی په سر باندې عطر اچول

(مرقوس ۱۴‏: ۳‏ - ۹ او یوحنا ۱۲: ۱‏ - ۸)

۶کله چې عیسی په بیت عنیا کې د شمعون کور ته لاړ چې مخکې د جذام په ناروغۍ اخته ؤ، ۷یوه ښځه چې د قیمتي عطرو ‎څخه ډک د مرمرو بوتل ورسره ؤ راغله او په داسې حال کې چې عیسی ډوډۍ ته ناست ؤ هغه عطر یې د هغه په سر باندې واچول. ۸کله چې شاګردانو دا ولیدل، نو خفه شول او ویې ویل: «دا عطر ولې بېځایه مصرف شول؟ ۹کېدای شول چې هغه په لوړه بیه خرڅ شوي وای او پیسې یې غریبانو ته ورکړل شوې وای.» ۱۰عیسی پوه شو چې هغوی څه وویل او هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې هغه ښځه تنګوئ؟ هغې زما سره ښه کار کړی دی. ۱۱غریبان به تل ستاسو سره وي، خو زه به تل تاسو سره نه یم. ۱۲هغې چې دا عطر زما په بدن باندې واچول، نو زه یې ښخولو ته تیار کړم. ۱۳په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د نړۍ په هرځای کې چې دا زېری ورکول کیږي، نو دې ښځې چې څه کړي دي خلک به هغه یادوي.»

یهودا اسخریوتي د عیسی سره خیانت کوي

(مرقوس ۱۴: ۱۰ - ۱۱ او لوقا ۲۲: ۳‏ - ۶)

۱۴بیا یهودا اسخریوتي چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ مشرانو کاهنانو ته ورغی ۱۵او پوښتنه یې وکړه: «که زه عیسی تاسو ته دروسپارم نو ماته به څه راکړئ؟» نو هغوی ورته د سپینو زرو دېرش سکې ورکړې. ۱۶د هماغه وخت نه هغه په دې لټه کې ؤ چې یوه موقعه پیدا کړي او عیسی هغوی ته په لاس ورکړي.

عیسی د خپلو شاګردانو سره د فسحې د اختر ډوډۍ خوري

(مرقوس ۱۴: ۱۲‏ - ۲۱ او لوقا ۲۲: ۷‏ - ۱۳، ۲۲: ۲۱‏ - ۲۳ او یوحنا ۱۳: ۲۱‏ - ۳۰)

۱۷د فطیرې ډوډۍ د اختر په لومړۍ ورځ شاګردان عیسی ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «په کوم ځای کې غواړې چې د فسحې ډوډۍ درته تیاره کړو؟» ۱۸هغه وویل: «په ښار کې فلاني سړي ته ورشئ او ورته ووایئ: استاذ وایي چې زما ټاکل شوی وخت رانژدې شوی دی، زه به د فسحې اختر د خپلو شاګردانو سره ستا په کور کې ولمانځم.» ۱۹نو څنګه چې عیسی ورته ویلي وو شاګردانو هماغسې وکړل او د فسحې ډوډۍ یې تیاره کړه.

۲۰کله چې ماښام شو، نو عیسی د خپلو دولسو شاګردانو سره دسترخوان ته کښېناست. ۲۱د ډوډۍ په وخت کې عیسی وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په تاسو کې به یو کس زما سره خیانت وکړي.» ۲۲شاګردان ډېر غمجن شول او هر یو د عیسی نه پوښتنه کوله: «استاذه! ایا هغه زه یم؟» ۲۳عیسی ځواب ورکړ: «چا چې زما سره په دې کاسه کې لاس ښکته کړ هغه به زما سره خیانت کوي. ۲۴لکه څنګه چې د هغه په هکله د خدای په کلام کې لیکل شوي دي، د انسان زوی باید مړ شي خو افسوس د هغه چا په حال چې د انسان د زوی سره خیانت کوي. د هغه سړي دپاره به دا ښه وای چې هېڅ پیدا شوی نه وای.» ۲۵بیا یهودا خاین وویل: «استاذه! ایا هغه زه یم؟» عیسی په ځواب کې وویل: «تا په خپله وویل.»

د څښتن غوره ماښامی

(مرقوس ۱۴: ۲۲‏ - ۲۶ او لوقا ۲۲: ۱۴‏ - ۲۰ او لومړی قرنتیان ۱۱: ۲۳‏ - ۲۵)

۲۶د ډوډۍ خوړلو په وخت کې عیسی یوه ډوډۍ راواخیستله، شکر یې پرې وویست او هغه یې ماته کړه او شاګردانو ته یې ورکړه او ویې ویل: «دا واخلئ او ویې خورئ، دا زما بدن دی.» ۲۷بیا هغه پیاله راواخیستله، د خدای شکر یې وویست او شاګردانو ته یې ورکړه او ویې ویل: «تاسو ټول دا وڅښئ. ۲۸دا زما وینه ده چې د ډېرو خلکو د ګناهونو د بخښنې دپاره توییږي. دا د انسان سره د خدای د لوظ نښه ده. ۲۹زه تاسو ته وایم چې زه به بیا تر هغې ورځې پورې دا د انګورو شربت ونه څښم ترڅو د خپل پلار په پاچاهۍ کې یې ستاسو سره بیا ونه څښم.»

۳۰بیا د یوې روحاني سندرې د ویلو څخه وروسته د زیتون غره ته لاړل.

د پطروس د انکار په هکله د عیسی پېشګويي

(مرقوس ۱۴: ۲۷‏ - ۳۱ او لوقا ۲۲: ۳۱‏ - ۳۴ او یوحنا ۱۳: ۳۶‏ - ۳۸)

۳۱بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «همدا نن شپه به تاسو ټول ما پرېږدئ، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

زه به شپون ووهم او د رمې پسونه به خواره واره شي.

۳۲خو کله چې بیا راژوندی شم، نو ستاسو نه مخکې به جلیل ته لاړ شم.» ۳۳پطروس په ځواب کې وویل: «که ټول تا پرېږدي، خو زه به دې هېڅکله پرې نږدم.» ۳۴عیسی ورته وویل: «په یقین سره زه تاته دا وایم چې همدا نن شپه به د چرګ د اذان نه مخکې درې ځلې ووایې چې ما نه پېژنې.» ۳۵پطروس ورته وویل: «که زه تا سره مړ هم شم، خو هېڅکله به ونه وایم چې تا نه پېژنم.» او نورو ټولو شاګردانو هم همداسې وویل.

عیسی په جتسیماني کې دعا کوي

(مرقوس ۱۴: ۳۲‏ - ۴۲ او لوقا ۲۲: ۳۹‏ - ۴۶)

۳۶بیا عیسی د خپلو شاګردانو سره د جتسیماني په نوم یو ځای ته ورسېده او شاګردانو ته یې وویل: «ترڅو پورې چې زه هلته ځم او دعا کوم، تاسو دلته کښېنئ.» ۳۷هغه د پطروس او د زبدي دوه زامن د ځان سره بوتلل. هغه ډېر غمجن شو او زړه یې خفه شو ۳۸او هغوی ته یې وویل: «زما زړه له غمه چوي او مرګ ته نژدې یم. تاسو دلته پاتې شئ او زما سره بېداره اوسئ.»

۳۹هغه لږ لېرې لاړ، په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او دا دعا یې وکړه: «زما پلاره، که چېرې کېدای شي، نو دا د مصیبت پیاله زما څخه لېرې کړه! خو زما رضا نه بلکې ستا رضا دې پوره شي.» ۴۰بیا هغه بېرته شاګردانو ته راغی او ویې لیدل چې هغوی ویده دي، نو پطروس ته یې وویل: «ایا زما سره یو ساعت هم ویښ نه شوئ پاتې کېدلی؟ ۴۱بېداره اوسئ او دعا وکړئ چې وسوسه نه شئ. روح غواړي خو بدن کمزوری دی.»

۴۲عیسی یوځل بیا لاړ او دعا یې وکړه: «زما پلاره، که چېرې بله لاره نه وي بې له دې چې دا پیاله وڅښم، نو ستا رضا دې پوره شي.» ۴۳عیسی بیا راغی او ویې لیدل چې هغوی ویده وو او سترګې یې له خوبه ډکې وې.

۴۴بیا عیسی هغوی پرېښودل او لاړ او د درېم ځل دپاره یې هماغه شان دعا وکړه. ۴۵بیا هغه بېرته شاګردانو ته راغی او ورته ویې ویل: «تاسو لا ویده یئ او ارام کوئ؟ ګورئ، هغه ساعت رارسېدلی چې د انسان زوی به ګناهکارانو ته په لاس ورکول کیږي. ۴۶پاڅېږئ، راځئ چې ځو، هغه څوک چې غواړي زما سره خیانت وکړي، رارسېدلی دی.»

د عیسی سره خیانت او د هغه نیول

(مرقوس ۱۴: ۴۳‏ - ۵۰ او لوقا ۲۲: ۴۷‏ - ۵۳ او یوحنا ۱۸: ۳‏ - ۱۲)

۴۷عیسی لا خبرې کولې چې یهودا چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ د ګڼ شمېر خلکو سره چې تورې او کوتکونه ورسره وو او د مشرانو کاهنانو او قومي مشرانو له خوا رالېږل شوي وو، راورسېد. ۴۸هغه خاین هغوی ته یوه نښه ورکړې وه او ورته ویلي یې وو: «څوک چې زه ښکل کړم نو دا هماغه سړی دی، هغه راونیسئ.» ۴۹یهودا سمدلاسه عیسی ته ورغی او ورته ویې ویل: «سلام ای استاذه!» او هغه یې ښکل کړ. ۵۰عیسی هغه ته وویل: «ای ملګریه! خپل کار دې زر وکړه.» بیا هغوی رامخکې شول، عیسی ته یې لاس ورواچاوه او هغه یې ونیوه. ۵۱په دې وخت کې د عیسی په ملګرو کې یو کس خپله توره راوویستله او د لوی کاهن په نوکر یې ګوزار وکړ او د هغه غوږ یې پرې کړ. ۵۲عیسی هغه ته وویل: «خپله توره دې بېرته په خپل ځای کې کېږده، ځکه څوک چې د تورې څخه کار اخلي، نو په توره وژل کیږي. ۵۳ایا ته نه پوهېږې چې زه کولای شم د خپل پلار څخه مرسته وغواړم او هغه به سمدلاسه د فرښتو دولس لښکرې راولېږي؟ ۵۴خو بیا به د خدای په کلام کې چې څه لیکل شوي دي هغه څنګه رښتیا کیږي چې وایي دا کار به خامخا کیږي؟»

۵۵په هماغه وخت کې عیسی خلکو ته وویل: «ایا زه کوم داړه مار یم چې د تورو او کوتکونو سره زما د نیولو دپاره راغلي یئ؟ زه به هره ورځ د خدای په کور کې کښېناستم او تعلیم به مې ورکاوه خو تاسو ونه نیولم؟ ۵۶خو دا هرڅه ځکه وشول، ترڅو هغه څه چې پیغمبرانو لیکلي دي پوره شي.» بیا ټولو شاګردانو هغه پرېښود او وتښتېدل.

عیسی د یهودیانو د شورا په مخکې

(مرقوس ۱۴: ۵۳‏ - ۶۵ او لوقا ۲۲: ۵۴‏ - ۵۵، ۲۲: ۶۳‏ - ۷۱ او یوحنا ۱۸: ۱۳ - ۱۴‏، ۱۸: ۱۹‏ - ۲۴)

۵۷بیا هغو خلکو چې عیسی یې نیولی ؤ، هغه یې د لوی کاهن قیافا کور ته چې د شریعت عالمان او د قوم مشران هلته راټول شوي وو، بوتو. ۵۸خو پطروس په یوې لېرې فاصله کې په عیسی پسې روان ؤ ترڅو د لوی کاهن د کور حوېلۍ ته ورسېده او دننه ورغی او د ساتونکو سره کښېناست ترڅو وویني چې اخر به څه کیږي. ۵۹مشرانو کاهنانو او ټولې شورا هڅه کوله چې د عیسی په خلاف د دروغو کوم شاهد پیدا کړي، ترڅو هغه ووژل شي. ۶۰سره له دې چې ډېر کسان راوړاندې شول او د دروغو شاهدي یې ورکړه خو هغوی ونه شو کولای چې کوم ثبوت پیدا کړي. په پای کې دوه تنه راوړاندې شول ۶۱او ویې ویل: «دې سړي ویلي دي چې زه کولای شم د خدای کور وران کړم او په درې ورځو کې یې بېرته اباد کړم.»

۶۲لوی کاهن راپاڅېد او عیسی ته یې وویل: «ایا ته دې ټولو تورونو ته چې هغوی یې درباندې لګوي، ځواب نه ورکوې؟» ۶۳خو عیسی غلی پاتې شو. بیا لوی کاهن وویل: «زه د ژوندي خدای په نوم تاته قسم درکوم، مونږ ته ووایه چې ته مسیح یې؟ ته د خدای زوی یې؟» ۶۴عیسی ځواب ورکړ: «ته په خپله وایې. خو زه تاسو ټولو ته وایم چې د نن نه وروسته به تاسو ووینئ چې د انسان زوی به د مطلق قادر خدای ښي لاس ته ناست وي او د اسمان په ورېځو کې به راروان وي.» ۶۵په دې خبره لوی کاهن خپل ګرېوان وشلاوه او ویې ویل: «هغه کفر وایي. مونږ نورو شاهدانو ته څه اړتیا لرو؟ تاسو همدا اوس دا کفر واورېد. ۶۶ستاسو پرېکړه څه ده؟» هغوی ځواب ورکړ: «هغه د مرګ لایق دی.» ۶۷بیا هغوی د هغه په مخ لاړې ورتو کړې او هغه یې په سوکانو وواهه او ځینو په څپېړو واهه ۶۸او ویل یې: «ای مسیح! که ته پیغمبر یې، نو ووایه چې چا ووهلې.»

پطروس د عیسی څخه انکار کوي

(مرقوس ۱۴: ۶۶‏ - ۷۲ او لوقا ۲۲: ۵۶‏ - ۶۲ او یوحنا ۱۸: ۱۵‏ - ۱۸‏، ۱۸: ۲۵‏ - ۲۷)

۶۹په دې وخت کې پطروس دباندې په حوېلۍ کې ناست ؤ چې یوه وینځه ورغله او ورته ویې ویل: «ته هم د جلیلي عیسی سره وې.» ۷۰پطروس د ټولو په مخکې منکر شو او ویې ویل: «زه نه پوهېږم چې ته څه وایې.»

۷۱بیا کله چې پطروس د حوېلۍ د دروازې خواته لاړ، نو هلته یوې بلې وینځې ولید او هلته چې کوم خلک وو ورته ویې ویل: «دا سړی د عیسی ناصري سره ؤ.» ۷۲هغه یوځل بیا منکر شو او ویې ویل: «زه قسم خورم چې هغه سړی نه پېژنم.»

۷۳لږه شېبه وروسته په هغه ځای کې ولاړ خلک پطروس ته راغلل او ورته ویې ویل: «بې له شکه چې ته هم د هغو خلکو څخه یې، ځکه چې ستا د لهجې څخه معلومیږي.» ۷۴بیا پطروس وویل: «زه قسم خورم چې رښتیا وایم. که زه دروغ وایم، نو په ما دې د خدای لعنت وي. زه هغه سړی نه پېژنم.» او سمدلاسه چرګ اذان وکړ. ۷۵بیا پطروس ته د عیسی خبره وریاد شوه چې ویلي یې وو: «مخکې له دې چې چرګ اذان وکړي ته به درې ځلې ووایې چې ما نه پېژنې.» بیا هغه دباندې لاړ او په چیغو چیغو یې وژړل.