ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اتۀ اويايم زبور

خدای او د هغه قوم

(د آساف زبور)

۱ای زما قومه، زما تعلیم ته غوږ شئ

واورئ په غور زما د خولې خبرې

۲خبرې وبه کړمه زه په مثالونو باندې

زه به رازونه کړم بیان د تېرو شوو وختو

۳هغه شیان چې اورېدلي او زده کړي مو دي

هغه شیان چې مو نیکونو بیان کړي راته

۴هغه به پټ نه ساتو خپلو اولادونو څخه

کړو به یې بیان راتلونکي نسل ته

وړ د ستایلو کارنامې او هم قدرت د څښتن

او هم کارونه عجیبه کوم چې هغه کړي دي

۵ورکړ هغه د اسراییلو قوم ته خپل شریعت

هغه ولس چې د یعقوب نسل دی

زمونږ نیکونو ته یې وکړ حکم

چې اولادونو ته ورزده کړي هغه

۶ترڅو راتلونکی نسل زده کړي هغه

هم هغه کوچنیان چې لا پیدا نه دي

او په خپل وار سره بیان خپل اولادونو ته کړي

۷نو په دې توګه به هغوی هم توکل وکاندي خدای باندې

او هېر به نه کړي کوم کارونه چې هغه کړي دي

بلکې هغوی به اطاعت یې د حکمونو کوي

۸او دوی به نه وي سرکښان او نافرمانه خلک

لکه د خپلو نیکه ګانو په شان

د چا چې زړه ټینګ باور نه درلود خدای باندې

او نه یې روح ؤ وفادار هغه ته

۹سره له دې چې وو سمبال افرایمیان په لیندو

خو د جګړې په ورځ یې تېښته وکړه

۱۰هغوی د خدای سره خپل لوظ باندې وفا ونه کړه

هغوی انکار وکړ ویې نه منلو قانون د هغه

۱۱هغوی دا هېر کړل چې هغه څه وکړل

هغه معجزې چې خدای ښودلې وې هغوی ته

۱۲په داسې حال کې چې نیکونو یې کتل

خدای معجزې ښودلې

د مصر ملک او د ‎صوعن سیمه کې

۱۳خدای په دریاب کې کړله جوړه لاره

هغوی یې پورې ویستل

اوبه یې سمې د دېوال په شانتې ودرولې

۱۴د ورځې دوی ته لارښوونه یې په ورېځې کړله

او ټوله شپه به یې د اور په رڼا

۱۵هغه به دښته کې ګټونه چول

او ورکولې به یې اوبه هغوی ته

داسې پرېمانه د بحرونو په شان

۱۶هغه ویالې جوړې کړې

چې شي جاري له ګټ نه

ویې بهولې اوبه

لکه سیندونو په شان

۱۷خو دوی د خدای په مقابل کې دوامداره ګناهونه کول

دښته کې وکړه سرکښي یې خدای تعالی په وړاندې

۱۸هغوی قصدي په خدای کاوه ازمایښت

د خپلې خوښې د خوړو چې یې غوښتنه کړله

۱۹دوی به د خدای په ضد خبرې کړلې ویل به هغوی:

«ایا کولای شي خدای مونږ ته دسترخوان وغوړوي دښته کې؟

۲۰دغه رښتیا دي چې خدای ګټ وواهه

او د سېلاب په شان جاري شوې اوبه

خو ایا دا هم شي کولای چې ډوډۍ راته تیاره کاندي؟

او هم ورکړي خپل قوم ته غوښه؟»

۲۱نو څښتن دوی باندې شو ډېر په قهر

چې کله یې واورېدې د دوی خبرې

او د یعقوب په خلاف بل شولو اور

په اسراییلو باندې یې قهر په ډېرېدلو شولو

۲۲ځکه چې دوی په خدای ایمان نه درلود

باور یې نه درلود چې هغوی ته به خلاصون ورکړي

۲۳خو پاس اسمان ته هغه حکم وکړ

او دروازې یې د اسمان پرانیستې

۲۴ورته ویې لېږلو من چې دوی یې وخوري

او ویې بخښلې دوی ته د اسمان غلې

۲۵انسان وخوړه ډوډۍ د فرښتو

څومره چې دوی غوښته خدای ورکړه ورته

۲۶له ختیځه یې راوالوزاوه باد په اسمانو کې

او په خپل قدرت یې راوړ باد له جنوبه څخه

۲۷لکه د دوړو په څېر غوښه یې نازله کړله

مرغان ډېر زیات لکه د شګو د دریاب د غاړې

۲۸هغوی یې پرېښودل چې ولویږي د کمپ په منځ کې

ټولو خېمو په شاوخوا باندې

۲۹نو خلکو وخوړل او شول پرې ماړه

څه چې دوی غوښتي وو خدای ورکړل ورته

۳۰لا پوره شوې اشتها یې نه وه

مړۍ د خولو یې لا خوړلې نه وه

۳۱چې شو راپورته د خدای قهر په دوی

ویې وژل د دوی قوي سړي

او کړل یې مړه د اسراییلو ځوانان

۳۲سره له دې ټولو کارو خلکو بس نه کړه ګناه

سره له دې چې معجزې یې د هغه ولیدې

خو دوی بیاهم ایمان رانه وړلو هغه باندې

۳۳نو د هغوی ورځې یې کړې ختمې خوشې

کړل یې کلونه خلاص په وېره وېره د دوی

۳۴کله چې دوی نه به خدای ووژل ځینې کسان

هغه ته وبه کړه رجوع د هغو پاتې خلکو

هغوی توبه ویستله او سخته دعا یې کوله

۳۵دوی ته وریاد شول چې خدای ؤ ساتونکی د دوی

چې خدای تعالی دی خلاصوونکی د دوی

۳۶خو بیا به دوی کړه چاپلوسي په خپلو خولو هغه ته

ویل به یې درواغ ورته په خپلو ژبو

۳۷هغه ته نه وو وفادار یې زړونه

نه وو رښتیني د هغه لوظ ته

۳۸خو مهربان ؤ خدای خپل قوم باندې

هغه ګناه د دوی وروبخښله

او تباه یې نه کړل هغوی

په څو څو وار یې د خپل قهر مخه ونیوله

خپل غضب ټول یې راونه پاراوه

۳۹هغه رایاد کړل چې هغوی دي صرف فاني انسانان

لکه د باد په شان چې لګي بېرته نه راګرځي

۴۰هغوی په دښته کې څو څو ځلې

د هغه مقابل کې سرکښي وکړله

په څو څو وار یې په صحرا کې خفه کړی هغه!

۴۱هغوی بیا بیا په خدای کاوه ازمایښت

سپېڅلی خدای د اسراییلو یې په تکلیف کړی دی

۴۲دوی کړلو هېر لوی قدرت د هغه

او هغه ورځ چې دوی یې خلاص له دښمنانو کړل

۴۳هغوی کړې هېرې معجزې

چې ښکاره کړې وې خدای مصر کې

د صوعن سیمه کې عجیب کارونه

۴۴کړې یې بدلې د سیندونو او نهرونو اوبه په وینو باندې

د څښاک اوبه نه وې مصریانو سره

۴۵په هغو باندې یې نازل کړل مچان

کړل په عذاب یې هغوی

او هم چونګښې چې یې ویجاړه کړله خاوره د دوی

۴۶هغه نازل کړل ملخان ورباندې

چې یې فصلونه وخوري

او چې تباه کړي کروندې د هغوی

۴۷د دوی تاکونه یې په ږلۍ تباه کړل

د انځر ونې ورته ووهلې یخ باندې

۴۸د دوی پادې یې ووهلې په ږلۍ باندې

او ووهلې یې په تندر رمې

۴۹اور د خپل قهر یې راواستولو ورته

کړ یې نازل په هغوی غضب، قهر او مصیبت

لکه د مرګ د فرښتو په شان په دوی راغلل

۵۰هغه خاموش نه کړلو خپل قهر

او نه یې وژغورلو ژوند د هغوی

بلکې وبا باندې اخته کړل هغوی

۵۱ټول یې کړل مړه د مصریانو مشران زامن

د حام خېمو کې د هغوی د نارینتوب اولنۍ مېوه

۵۲بیا هغه خپل خلک راوویستل لکه پسونو په شان

دښته کې وکړه لارښوونه یې د رمې په شان

۵۳روغ او رمټ یې هغوی بوتلل او دوی نه وېرېدل

خو دریاب ‎غرق کړل دښمنان د هغوی

۵۴خدای هغوی خپل پاک وطن ته راوستل

هغه غره ته چې نیولی یې په خپل ښي لاس ؤ

۵۵د دوی په مخکې یې وشړل د هغه ځای قومونه

د هغوی ځمکه یې کړه تقسیم د اسراییلو قبیلو باندې

کړلو مېشته یې خپل ولس بیا د هغوی کورو کې

۵۶خو سرکښي یې وکړله د خدای تعالی په وړاندې

هغه یې وازمایه

قبول یې نه کړل د هغه حکمونه

۵۷دوی یاغیان او بې وفا وو د نیکونو په شان

بې اعتباره وو هغوی کږې لیندې په شان

۵۸خدای یې په قهر کړ خپلو کفري عبادتګاوو جوړولو باندې

خپلو بتانو عبادت باندې یې وپاراوه غیرت د هغه

۵۹خدای ډېر په قهر شو چې یې دا واورېدل

شو لاس په سر د اسراییلو څخه

۶۰پرېښود خپل استوګنځی شیلوه کې

هغه خېمه چې اوسېده په کې هغه د انسانانو منځ کې

۶۱دښمنانو ته یې فرصت په لاس کې ورکړ

چې صندوق د لوظ ونیسي په زوره

کومه چې نښه د قدرت او د جلال وه د ده

۶۲هغه خپل خلک ورکړل د تورې خولې ته

او شولو په قهر خپل غوره شوي قوم ته

۶۳ځوانان د اور خوراک شول

څوک پاتې نه شو چې ودونه وکړي پېغلو سره

۶۴په تورو مړه شول کاهنان د دوی

او د دوی کونډو ویر کولای نه شو

۶۵اخر راپاڅېده څښتن لکه راویښ شي څوک له خوبه څخه

لکه قوي سړی چې مست وي په نشه د مېو

۶۶په شا یې وتمبول خپل دښمنان

او په شرمو پټ یې کړل د تل دپاره

۶۷خو هغه رد کړه اولاده د یوسف

غوره یې نه کړه قبیله د افرایم

۶۸د دې په ځای یې قبیله د یهودا کړه غوره

او د صهیون غر چې ؤ ګران ورته

۶۹هلته یې خپل سپېڅلی کور کړلو جوړ

لکه د لوړو اسمانونو په شان

هغه یې داسې قوي جوړ کړلو

لکه د ځمکې په شان

چې پایدار به اوسي تل دپاره

۷۰خپل خدمتګار داود کړ غوره هغه

هغه یې بوتللو د مېږو د شپولونو څخه

۷۱چې په کوم ځای کې یې ساتلې مېږې او وري

چې شي دی شپون د اولادې د یعقوب

د اسراییلو د قوم شپون چې یې دی غوره ولس

۷۲د زړه له کومي به داود کاوه شپونتوب د هغوی

او په مهارت سره یې کړله لارښوونه د دوی