ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول پادشاهان - اتم فصل

د خدای کور ته د لوظ صندوق راوړل

(دوهم تواریخ ۵: ۲ - ۶: ۲)

۱وروسته بیا سلیمان د اسراییلو سپین ږیري، د قبیلو ټول مشران او د اسراییلو د خېلونو رئیسان اورشلیم ته راوغوښتل، چې د څښتن د لوظ صندوق د صهیون یعنې د داود د ښار څخه د خدای کور ته یوسي. ۲د کال په اوومه یعنې د ایتانیم په میاشت هغوی ټول د سلیمان پادشاه په وړاندې د جونګړو د اختر په وخت کې راغونډ شول.

۳کله چې د اسراییلو ټول سپین ږیري راغونډ شول، کاهنانو د لوظ صندوق پورته کړ ۴او هغه یې د خدای کور ته انتقال کړ. لاویانو او کاهنانو هم د څښتن مقدسه خېمه او د هغې ټول سپېڅلي لوازم د خدای کور ته راوړل. ۵سلیمان پادشاه او د اسراییلو ټول قوم د لوظ د صندوق مخې ته راغونډ شول او دومره ډېر پسونه او غوایان یې قرباني کړل چې نه شمېرل کېدل.

۶کاهنانو د څښتن د لوظ صندوق خپل ځای ته چې د خدای په کور کې ؤ، یعنې ډېر مقدس ځای ته راوړ او هغه یې د کروبیانو د وزرونو لاندې کېښود. ۷کروبیانو خپل وزرونه په هغه ځای باندې چې هلته د لوظ صندوق ؤ وغوړول. هغوی په صندوق او د هغه په انتقالوونکو میلو باندې سیوری واچاوه. ۸میلې دومره اوږدې وې چې د هغوی سرونه د خدای د کور د اصلي سالون څخه چې ډېر مقدس ځای ته مخامخ ؤ لیدل کېدلې، مګر د کوم بل ځای څخه نه لیدل کېدلې. هغه میلې تر نن ورځې پورې په هغه ځای کې دي. ۹د لوظ په صندوق کې بل هیڅ شی نه ؤ، پرته د تیږو د هغو دوو لوحو څخه چې موسیٰ د سینا په غره کې په هغه کې ایښې وې، چېرته چې څښتن د هغوی د مصر څخه د وتلو وروسته د اسراییلو د خلکو سره لوظ وکړ.

۱۰کله چې کاهنان د خدای د کور د اصلي سالون یعنې مقدس ځای څخه دباندې راووتل، ناڅاپه د څښتن کور د ورېځې څخه ډک شو. ۱۱کاهنانو د ورېځې له کبله ونه شو کولی چې خپل خدمت ترسره کړي، ځکه چې د څښتن کور د هغه د جلال څخه ډک شوی ؤ.

۱۲سلیمان وویل: <څښتن ویلي دي چې هغه به په تورې ورېځې کې اوسیږي. ۱۳په رښتیا مې ستا دپاره یو پرتمین کور جوړ کړی دی، داسې ځای چې د تل دپاره په کې واوسیږې.>

د سلیمان وینا قوم ته

(دوهم تواریخ ۶: ۳‏ - ۱۱)

۱۴کوم وخت چې د اسراییلو خلک په هغه ځای کې ولاړ وو، پادشاه خپل مخ د هغوی خواته راواړاوه او د خدای څخه یې هغوی ته برکت وغوښت. ۱۵بیا هغه وویل: <ثناه دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته! کومه وعده چې هغه زما د پلار داود سره کړې وه هغه یې سرته ورسوله. څښتن داود ته ویلي وو: ۱۶له هغه وخت راهیسې چې ما خپل قوم د مصر څخه راوویست، ما د اسراییلو په کومې قبیلې کې هیڅ یو ښار غوره نه کړ چې په هغه کې دې زما دپاره کور جوړ شي او زما عبادت دې په کې وشي. مګر داوده، ته مې غوره کړې چې زما په قوم باندې پادشاهي وکړې.> ۱۷سلیمان زیاته کړه: <دا زما د پلار هیله وه چې د اسراییلو د څښتن خدای د عبادت دپاره یو کور جوړ کړي. ۱۸مګر څښتن هغه ته وویل: ستا هیله په ځای وه چې غوښتل دې زما د عبادت دپاره یو کور جوړ کړې، ۱۹مګر ته به هغه جوړ نه کړې. بلکه ستا خپل زوی به زما کور جوړ کړي.

۲۰هغه وعده چې څښتن کړې وه، هغه یې سرته ورسوله. ما د خپل پلار داود ځای ونیوه او اوس د اسراییلو په تخت باندې ناست یم او د اسراییلو د څښتن خدای د عبادت دپاره مې کور جوړ کړ. ۲۱همدارنګه ما د خدای په کور کې د لوظ د صندوق دپاره ځای تیار کړ. په هغه کې د څښتن د هغه لوظ د تیږو لوحې دي، یعنې هغه لوظ چې زمونږ د نیکونو سره یې د مصر څخه د راویستلو په وخت کې کړی ؤ.>

د سلیمان دعا

(دوهم تواریخ ۶: ۱۲ - ۴۲)

۲۲بیا سلیمان د څښتن د قربانۍ د ځای مخې ته د اسراییلو د غونډې په مخ کې ودرېده او خپل لاسونه یې د اسمان خواته پورته کړل ۲۳او دعا یې وکړه: <ای د اسراییلو څښتن خدایه، پورته په اسمان او لاندې په ځمکه کې ستا په شان خدای نشته! ته د خپلو خلکو سره په خپل لوظ باندې ټینګ ولاړ یې او هغوی ته چې د زړه له کومي ستا اطاعت کوي خپله تلپاتې مینه څرګندوې. ۲۴هغه وعده چې تا زما پلار یعنې خپل خدمتګار داود سره کړې وه هغه دې نن ترسره کړه.

۲۵نو اوس ای د اسراییلو څښتن خدایه! زه دعا کوم چې ته هغه بله وعده هم سرته ورسوې چې زما د پلار سره دې کړې وه او ویلي دې وو: که ستا اولاده د ستا په شان په غور سره زما اطاعت وکړي، نو تل به یو د هغو څخه د اسراییلو پادشاه وي. ۲۶نو اوس، ای د اسراییلو خدایه! د هر شي وعده چې تا د خپل خدمتګار، یعنې زما د پلار داود سره کړې وه، هغه دې رښتیا شي.

۲۷مګر ای خدایه، آیا ته په رښتیا سره کولی شې چې په ځمکه ژوند وکړې؟ حتیٰ ټول اسمانونه دومره لوی نه دي چې ته په کې ځای شې، نو څنګه به وکولی شې چې په دې کور کې چې ما د ستا دپاره جوړ کړی دی واوسیږې؟ ۲۸بیاهم ای زما څښتن خدایه، د خپل خدمتګار دعا او هغه زارۍ چې ستا د رحم دپاره یې کوي قبولې کړه. هغه دعا او فریاد چې ستا خدمتګار یې نن ستا په حضور کې کوي واوره. ۲۹په دې کور باندې شپه او ورځ خپل نظر وساته، دا ځای چې تا د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی. هرکله چې زه خپل مخ دې کور ته اړوم او دعا کوم، هغه دعا قبوله کړه! ۳۰د خپل خدمتګار او د خپل قوم اسراییلو زارۍ چې د دې ځای لوري ته یې کوي، واوره. د خپل استوګنځي یعنې د اسمان څخه یې واوره او چې کله دې واورېدې نو مونږ وبخښه.

۳۱کله چې یو سړی د بل سړي په مقابل کې په ګناه کولو باندې تورن شوی وي او هغه د خدای د کور د قربانۍ ځای ته راوستل شي او دا قسم وخوري چې هغه بې ګناه دی، ۳۲ای څښتنه، په اسمان کې یې واوره او د هغوی ترمنځ قضاوت وکړه. ګناهګار ته داسې سزا ورکړه څنګه چې د هغې وړ دی او هغه څوک چې بې ګناه وي هغه ازاد کړه.

۳۳کله چې ستا قوم اسراییل د هغې ګناه له کبله چې ستا په مقابل کې یې کړې وي د دښمن له خوا ماتې وخوري او کله چې هغوی بېرته ستا خواته راوګرځي او د دې اقرار وکړي چې ستا په مقابل کې یې ګناه کړې ده او په دې کور کې تاته دعا او زارۍ وکړي، ۳۴په هغه وخت کې په اسمان کې هغه دعا او زارۍ قبولې کړه، د خپل قوم اسراییلو ګناه وبخښه او هغوی بېرته هغې ځمکې ته راوله چې د هغوی نیکونو ته دې ورکړې وه.

۳۵فرض کړه د خپل قوم د ګناه له کبله چې د ستا په مقابل کې یې کړې وي باران ودروې. کله چې هغوی توبه وباسي، د دې کور په لور مخ راواړوي او په عاجزۍ سره تاته دعا وکړي، ځکه چې تا هغوی ته سزا ورکړې ده، ۳۶نو بیا د هغوی دعا په اسمان کې واوره او د خپل قوم اسراییلو ګناهونه وبخښه. هغوی ته د ژوند سمه لاره وروښایه او په هغه ځمکه باندې چې تا خپل قوم ته د ملکیت په توګه ورکړې ده باران ووروه.

۳۷کله چې په هېواد باندې قحطي، وبا، د وروست والي مرض یا د ملخانو یرغل راشي یا د هغوی دښمنان د هغوی ښارونه کلابند کړي، هره بلا یا مرض چې راشي، ۳۸د هغوی دعاګانې او زارۍ واوره. که چېرې ستا د قوم اسراییلو څخه یو څوک د زړه له خفګانه خپل لاسونه د دې کور لوري ته پورته کړي، ۳۹د هغوی دعا واوره. په خپل استوګنځي، یعنې په اسمان کې هغوی ته غوږ ونیسه، هغوی وبخښه او مرسته ورسره وکړه. یوازې ته د انسان د زړه څخه خبر یې. د هر سړي سره داسې رویه وکړه څنګه چې د هغې وړ وي، ۴۰ترڅو ستا خلک ټول ژوند په هغې ځمکې کې چې تا زمونږ نیکونو ته ورکړې وه ستا اطاعت وکړي.

۴۱‏-۴۲کله چې یو پردی سړی د لېرې هېواد څخه، چې ستا لوی نوم او شهرت یې اورېدلی وي او ستا د قدرت او معجزو خبر شوی وي، راشي او د دې کور لوري ته دعا وکړي، ۴۳نو د اسمان څخه چې ستا د اوسېدلو ځای دی د هغه دعا قبوله کړه او هرڅه چې هغه سړی درڅخه غواړي ورته وریې کړه. په دې توګه به د ټولې نړۍ قومونه ستا د خپل قوم اسراییلو په شان تا وپېژني، ستا اطاعت به وکړي او په دې باندې به پوه شي چې دغه کور چې ما جوړ کړی دی ستا په نامه یادیږي.

۴۴کله چې ته خپل قوم لېږې چې د خپلو دښمنانو سره د جګړې دپاره لاړ شي او هغوی که هر چېرې وي، بیا د هغه ښار خواته چې تا غوره کړی دی او د دې کور په طرف چې ما ستا د عبادت دپاره جوړ کړی تاته دعا وکړي، ۴۵د هغوی زارۍ او دعاګانې واوره. د اسمان څخه د هغوی دعاګانې قبولې کړه او هغوی ته بری ورکړه.

۴۶کله چې ستا قوم ستا په مقابل کې ګناه وکړي – او داسې څوک نشته چې ګناه ونه کړي – او ته په هغوی په قهر شې، پرېږدې چې دښمنان هغوی ته ماتې ورکړي او هغوی خپل هېواد ته که هغه نژدې وي یا لېرې د اسیرانو په توګه بوځي، ۴۷نو د خپلو خلکو زارۍ او دعاګانې واوره. که هغوی د اسیرتوب په هېواد کې توبه وباسي، تاته زارۍ وکړي او دا اقرار وکړي، چې هغوی څومره ګناهګار او بد عمله دي، نو ای څښتنه! د هغوی زارۍ او دعاګانې قبولې کړه. ۴۸که چېرې هغوی په هغه هېواد کې په رښتیا او اخلاص سره توبه وباسي او د هغه هېواد چې تا زمونږ نیکونو ته ورکړی دی، هغه ښار چې تا غوره کړی دی او د دې کور په طرف چې ستا دپاره مې جوړ کړی دی، خپل مخونه واړوي او تاته دعا وکړي، ۴۹نو هغه وخت د هغوی زارۍ او دعاګانې واوره. په اسمان کې چې ستا د اوسېدلو ځای دی، هغه قبولې کړه او د هغوی سره مرسته وکړه. ۵۰د هغوی ټول ګناهونه او یاغي توب چې د ستا په وړاندې یې کړی دی وبخښه او د هغوی اسیروونکي مجبور کړه چې د هغوی سره په مهربانۍ چلند وکړي. ۵۱ځکه چې هغه ستا خپل غوره شوی قوم دی چې د مصر څخه، یعنې د اوسپنې د ویلي کولو د داش څخه دې بیرون راوویستل.

۵۲څښتن تعالیٰ! ستا نظر دې د خپل خدمتګار او خپل قوم اسراییلو د زاریو په لور وي او هرکله چې هغوی تاته فریاد وکړي هغه واوره. ۵۳ځکه هغه وخت چې تا زمونږ نیکونه د مصر څخه راوویستل، د خپل خدمتګار موسیٰ په وسیله دې اعلان وکړ چې اسراییل مې د نړۍ د ټولو قومونو څخه غوره کړ چې زما خاص قوم شي.>

اخرنۍ دعا

۵۴کله چې سلیمان څښتن ته دا زارۍ او دعاګانې پای ته ورسولې، د څښتن د قربانۍ د ځای د مخې څخه چې هغه په کې په ګونډو ؤ، پاڅېده او خپل لاسونه یې د اسمان خواته پورته کړل. ۵۵هغه ودرېد او په لوړ اواز سره یې د اسراییلو د هغو ټولو خلکو دپاره چې هلته راغونډ شوي وو برکت وغوښت او ویې ویل: ۵۶<د څښتن ثناه دې وي! هغه خپل قوم اسراییلو ته د وعدې سره سم ارامي ورکړه. هغه ټولې سخاوتمندانه وعدې چې د خپل خدمتګار موسیٰ په وسیله یې کړې وې سرته ورسولې. ۵۷لکه څنګه چې زمونږ څښتن خدای زمونږ د نیکونو سره ؤ زمونږ سره دې هم وي. هغه دې مونږ هیڅکله نه پرېږدي او زمونږ څخه دې لاس وانخلي. ۵۸هغه دې زمونږ ارادې بدلې کړي ترڅو مونږ تل د هغه د غوښتنې سره سم ژوند وکړو او هغه قوانین او حکمونه چې زمونږ نیکونو ته یې ورکړي وو سرته ورسوو. ۵۹هیله کوم چې زمونږ څښتن خدای د تل دپاره زما دعا او دا غوښتنې چې د هغه څخه مې کړې دي په یاد وساتي. هغه دې تل په خپل قوم اسراییلو او د هغوی په پادشاه باندې رحم وکړي او د هغوی ورځنۍ اړتیاوې دې پوره کړي، ۶۰ترڅو د نړۍ ټول قومونه پوه شي چې څښتن یوازینی خدای دی – بل خدای نشته. ۶۱تاسو خپل څښتن خدای ته چې د هغه قوم یاست، وفادار اوسئ او لکه څنګه چې نن یې سرته رسوئ، د هغه د ټولو قوانینو او حکمونو څخه اطاعت وکړئ.>

سلیمان او د خدای د کور وقف

(دوهم تواریخ ۷: ۴ - ۱۰)

۶۲وروسته بیا پادشاه او د هغه سره ټولو اسراییلیانو د څښتن حضور ته قربانۍ وړاندې کړې. ۶۳سلیمان دوه ویشت زره غوایان او یوسلو شل زره پسونه او وزې د سلامتۍ د نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړې. نو په دې ډول پادشاه او ټولو اسراییلیانو د څښتن کور وقف کړ.

۶۴په هماغې ورځ پادشاه د انګړ منځنۍ برخه یعنې د خدای کور ته مخامخ سیمه سپېڅلې وګرځوله، هغه ځکه دا کار وکړ چې د برنجو څخه جوړ شوی د قربانۍ ځای د دې ټولو نذرانو د ځائېدلو دپاره ډېر کوچنی ؤ. نو هلته یې سوزېدونکې نذرانې، د غلو دانو نذرانې او د څارویو وازګې د سلامتۍ د نذرانو دپاره وړاندې کړې.

۶۵سلیمان او د اسراییلو قوم څوارلس ورځې د خدای په کور کې اختر ولمانځه. په هغه کې په شمال کې د حمات د کنډو څخه نیولې په جنوب کې د مصر تر پولې پورې ډېر خلک راغلي وو. ۶۶په راتلونکې ورځ هغه خلک رخصت کړل. هغوی د پادشاه ستاینه وکړه او د هغو ټولو ښو کارونو په خاطر چې څښتن د خپل خدمتګار داود او خپل قوم اسراییلو دپاره یې کړي وو په خوښۍ او خوشاله زړونو خپلو کورونو ته لاړل.