ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

نهه پنځوسم زبور

د دښمنانو څخه د خلاصون دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال د داود زبور، وروسته د هغې چې شاوول سړي ولېږل چې د داود کور وڅاري ترڅو هغه ووژني.)

۱ما له خپلو دښمنانو څخه خلاص کړه زما خدایه

ما له هغو خلکو ساته چې حمله کوي په ما

۲ما له خلاصون راکړه له دغو بدکارانو خلکو

راته نجات راکړه له دغو قاتلانو څخه

۳ګوره! دوی راته کمین کې دي چې ومې وژني

زما په ضد راجمع شوي ظالمان خلک دي

خو ما نه هېڅ کومه ګناه یا خطا نه ده شوې ای څښتنه

۴ما کوم غلط کار نه دی کړی خو بیاهم

هغوی تیار دي چې حمله وکړي په ما باندې

را اوچت شه او کومک راسره وکړه

زما غمجن حالت ته وګوره ته!

۵ای څښتن خدایه، ای مطلق قادره

ته یې خدای د اسراییلو

شه رابېدار ورکړه سزا ټولو پردي قومو ته

مه کوه رحم په شریرو غدارانو باندې

۶هغوی ماښام کې راستنیږي بېرته

کله چې ګرځي شاوخوا کې د ښار

لکه د سپیو په شان غاپي هغوی

۷د دوی ښکنځلو او ګواښونو ته غوږ ونیسه ته

د هغوی ژبې دي د تورو په شان

خو بیاهم فکر کوي دا چې هېڅوک نه اوري خبرې د دوی

۸خو هغوی پورې ته خاندې ای څښتنه

کړې مسخرې ټولو پردي قومونو باندې

۹ای خدایه یې ته زما قوت

زما د امید سترګې دي ستا په لوري

ځکه چې ته یې زما مضبوطه کلا

۱۰خدای کوي مینه تلپاتې راسره او راته رابه شي

ما به قابل کړي د دې چې شکست ووینمه د دښمنانو خپلو

۱۱هغوی مه وژنه ای خدایه

هسې نه چې زما د قوم نه د عبرت دا سبق هېر شي

په خپل قوت یې تار په تار کړه ورته ماتې ورکړه

ای څښتنه زمونږ سپره!

۱۲کله چې دوی کوي خبرې نو ګناه کوي

دوی دې راګېر شي په خپل غرور کې

دا چې ښکنځلې کړي درواغ وایي دوی

۱۳په خپل غضب سره هغوی نابود کړه

هغوی بېخي نابود کړه

نو بیا به پوه شي هرڅوک چې خدای

کاندي حکومت د یعقوب په نسل

او کړي حکومت په ټول جهان باندې

۱۴هغوی ماښام کې راستنیږي بېرته

کله چې ګرځي شاوخوا کې د ښار

لکه د سپیو په شان غاپي هغوی

۱۵لکه د سپیو په شان ګرځي دوی خوراک پسې

که ماړه نه شول نو غړمبیږي به بیا

۱۶خو ستا د قوت په هکله وایمه سندرې به زه

ستا د تلپاتې مینې په هکله به زه

وایم سندرې هر سهار په خوشحالۍ سره

زما دپاره یې مضبوطه کلا

ته د سختیو په وختونو پناه ځای یې زما

۱۷ای زما خدایه زما قوته زه به د ثنا سندره وایمه ستا

خدای دی زما کلا یعنې مضبوطه کلا

هغه خدای ما سره چې کړي مینه تلپاتې مینه