ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - پنځه ویشتم فصل

د مقدسې خېمې دپاره نذرانې

(هجرت ۳۵: ۴ - ۹)

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایه چې ماته یوه نذرانه راوړي. ته باید زما دپاره د هغه چا څخه نذرانه واخلې چې زړه یې غواړي وریې کړي. ۳دا هغه نذرانې دي چې ته یې باید د هغوی څخه واخلې: سره زر، سپین زر او برنج، ۴ښه کتان، آبي، بانجاني او سرې وړۍ، هغه ټوکر چې د وزو د وړیو څخه جوړ شوی وي، ۵سره رنګ شوي د پسه پوستکي، ښه څرمن، د غز لرګی، ۶د څراغونو دپاره د زیتون تېل، د مسح کولو د تېلو او د خوشبویۍ دپاره مسالې، ۷سلیماني تیږې او نورې قیمتي تیږې چې د مشر کاهن په مقدس پېشبند او د هغه په سینه پوښ باندې ولګول شي. ۸بیا په خلکو باندې زما دپاره یوه مقدسه خېمه جوړه کړه ترڅو وکولی شم د هغوی په منځ کې واوسېږم. ۹دا خېمه او د هغې ټول سامان کټ مټ د هغې نقشې په مطابق جوړ کړه چې زه یې درته ښایم.

د لوظ صندوق

(هجرت ۳۷: ۱ - ۹)

۱۰په هغوی باندې د غز د لرګي څخه یو صندوق جوړ کړه چې یو متر او لس سانتي اوږد وي، پنځه شپېته سانتي پلن وي او پنځه شپېته سانتي لوړ وي. ۱۱د هغه منځنۍ او بیرونۍ برخې ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړه او ګردچاپېره څنډې یې د سرو زرو څخه جوړې کړه. ۱۲د هغه دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او هغه په څلورو پایو باندې وتړه، یعنې دوه کړۍ ګانې په یو خوا او دوه په بلې خوا. ۱۳د صندوق د وړلو دپاره د غز د لرګي څخه دوه میلې جوړې کړه او د سرو زرو پوښ ورته ورکړه. ۱۴هغه میلې هغو کړیو ته چې د صندوق په څنګونو کې دي ورننباسه ترڅو صندوق ورباندې یوړل شي. ۱۵میلې دې په کړیو کې پاتې شي او هغه باید راونه ایستل شي. ۱۶بیا به د تیږو هغه دوه لوحې چې حکمونه ورباندې لیکل شوي دي درکړم چې هغه په صندوق کې کېږدې.

۱۷د صندوق سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي د سوچه سرو زرو څخه جوړ کړه چې یو متر او لس سانتي اوږد وي او پنځه شپېته سانتي پلن وي. ۱۸د سرپوښ په سرونو کې د ټکول شویو سرو زرو څخه دوه کروبیان جوړ کړه. ۱۹یو کروب په یو سر او دوهم کروب په بل سر کې جوړ کړه. په دوو سرونو کې د سرپوښ سره کروبیان د سرو زرو د یوې ټوټې څخه جوړ کړه. ۲۰د کروبیانو وزرونه دې پورته خپاره شوي وي چې په سرپوښ باندې سیوری وکړي. کروبیان دې یو بل ته مخامخ وي او د سرپوښ خواته دې ګوري. ۲۱په صندوق کې د تیږو دوه لوحې کېږده او هغه سرپوښ د صندوق دپاسه کېږده. ۲۲زه به د سرپوښ دپاسه د دوو کروبیانو ترمنځ چې د لوظ په صندوق باندې دي ستا سره لیدنه کتنه وکړم او د اسراییلو د قوم دپاره به خپل ټول حکمونه درکړم.

د مقدسې ډوډۍ دپاره مېز

(هجرت ۳۷: ۱۰ - ۱۶)

۲۳د غز د لرګي څخه یو داسې مېز جوړ کړه چې نوي سانتي اوږد وي، پنځه څلوېښت سانتي پلن وي او پنځه شپېته سانتي لوړ وي. ۲۴هغه ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړه او د هغه ګردچاپېره څنډې د سرو زرو څخه جوړې کړه. ۲۵همدارنګه د هغه ګردچاپېره یو چوکاټ جوړ کړه چې پراخوالی یې پنځه اویا ملي متره وي او په چوکاټ باندې د سرو زرو څنډې جوړې کړه. ۲۶د مېز دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او په هغو څلورو کنجونو کې چېرته چې څلور پایې دي وتړه. ۲۷کړۍ ګانې دې چوکاټ ته نژدې وي، د دې دپاره چې هغه میلې ونیسي چې د مېز په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. ۲۸د غز د لرګي څخه میلې جوړې کړه، د سرو زرو پوښ ورته ورکړه او مېز ورباندې وړئ. ۲۹ټولې کاسې، قابونه او د څښلو د نذرانو دپاره منګي او جامونه دې د سوچه سرو زرو څخه جوړ شي. ۳۰مېز باید د لوظ د صندوق مخې ته کېښودل شي او په هغه باندې دې همېشه هغه مقدسه ډوډۍ چې ماته نذرانه کیږي پرته وي.

څراغدان

(هجرت ۳۷: ۱۷ - ۲۴)

۳۱د سوچه سرو زرو څخه یو څراغدان جوړ کړه او د هغه پایه او میله، د هغه د پیالو په شان ګلان، غوټۍ ګانې او ګلپاڼې د ټکول شویو سرو زرو څخه جوړ کړه چې ټول د یوې ټوټې سرو زرو څخه جوړ شوي وي. ۳۲شپږ څانګې دې د څراغدان د څنګونو څخه غزېدلې وي یعنې درې د یو څنګ څخه او درې د بل څخه. ۳۳درې پیالې چې شکل یې د بادام د ګل په شان دی، د غوټیو او ګلپاڼو سره باید په یوې څانګې باندې وي، درې په بلې څانګې باندې او همدا ډول د شپږو واړو څانګو دپاره چې د څراغدان څخه غزیږي. ۳۴په خپله په څراغدان باندې دې څلور د بادام د ګل په شان پیالې وي، د غوټۍ ګانو او ګلپاڼو سره. ۳۵یوه غوټۍ به د څانګو د اولې جوړې لاندې وي چې د څراغدان څخه غزیږي، دوهمه غوټۍ د دوهمې جوړې لاندې او دریمه غوټۍ د دریمې جوړې لاندې یعنې ټولې شپږ څانګې. ۳۶غوټۍ ګانې، څانګې او څراغدان دې د ټکول شویو سوچه سرو زرو د یوې ټوټې څخه وي. ۳۷د څراغدان دپاره اووه څراغونه جوړ کړه او ویې دروه ترڅو مخې ته رڼا ورکړي. ۳۸د هغه پلته پاکوونکي او پتنوسونه دې د سوچه سرو زرو وي. ۳۹د څراغدان او د هغه د ټول سامان په جوړولو کې د څلوردېرشو کیلوګرامه سوچه سرو زرو څخه کار واخله. ۴۰دې خبرې ته پام وکړه چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړ کړې چې ما درته په غره باندې دروښودله.