ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اعمال رسولان - اوولسم فصل

په تسالونیکیه کې ناارامي

۱پولوس او سیلاس د امفیپولیس او اپولونیا د ښارونو څخه تېر شول او تسالونیکیې ته چې د یهودیانو کنیسه په کې وه، ورسېدل. ۲پولوس د خپل عادت له مخې کنیسې ته لاړ او درې هفتې یې د هر سبت په ورځ د خدای د کلام په هکله د هغوی سره بحثونه وکړل ۳او دا یې ورته بیان او ثابت کړل چې مسیح باید تکلیفونه وزغمي او د مړینې څخه وروسته به بیا راژوندی شي. پولوس وویل: «همدا عیسی چې زه د هغه په هکله تاسو سره خبرې کوم، هماغه مسیح دی.» ۴ځینې یهودیان او زیات شمېر دینداره یونانیان او نامتو ښځې قانع شوې او پولوس او سیلاس سره یوځای شول. ۵خو په دې کار د ځینو یهودیانو سره بخیلي راپیدا شوه. هغوی څو بېکاره او لوچک خلک د کوڅو څخه راټول کړل او یوه ډله یې جوړه کړه او په ښار کې یې شور او غوغا جوړه کړه. هغوی د یاسون په کور حمله وکړه او کوښښ یې کاوه چې پولوس او سیلاس پیدا کړي او خلکو ته یې راولي. ۶خو چې کله یې هغوی پیدا نه کړل، نو یاسون او ځینې نور ایمانداران یې د ښار واکمنانو ته په راښکلو راوستل او چیغې یې وهلې: «دې خلکو نړۍ په بل مخ اړولې ده او اوس دلته راغلي ۷او یاسون هغوی په خپل کور کې مېلمانه کړي دي. دوی ټولو د امپراتور قانون مات کړی او وایي چې دلته یو بل پاچا دی چې عیسی نومیږي.» ۸کله چې خلکو او د ښار واکمنانو دا خبرې واورېدلې، نو ډېر ناارامه شول. ۹نو هغوی د یاسون او نورو ایماندارانو څخه ضمانت واخیست او هغوی یې پرېښودل چې لاړ شي.

پولوس او سیلاس په بیریه کې

۱۰څنګه چې شپه شوه، نو ایماندارانو پولوس او سیلاس بیریې ته ولېږل. کله چې هلته ورسېدل، نو د یهودیانو کنیسې ته لاړل. ۱۱د بیریې یهودیان د تسالونیکیې د یهودیانو څخه د روښانه فکر خاوندان وو. ځکه چې هغوی په ډېر شوق سره پیغام ومنلو او هره ورځ به یې په غور سره د خدای کلام لوسته، ترڅو په دې پوه شي چې کوم څه چې پولوس وایي هغه رښتیا دي که نه. ۱۲نو له همدې امله په هغوی کې ډېرو خلکو ایمان راوړ او همدارنګه ډېرو نامتو یوناني ښځو او سړیو هم ایمان راوړ. ۱۳خو کله چې د تسالونیکیې یهودیان خبر شول چې پولوس په بیریه کې هم د خدای کلام بیانوي، نو هلته راغلل چې خلک ولمسوي او د پولوس په خلاف یې راپورته کړي. ۱۴نو ایماندارانو سمدلاسه پولوس د بحیرې غاړې ته ولېږه، خو سیلاس او تیموتاوس په بیریه کې پاتې شول. ۱۵کومو خلکو چې پولوس یې بدرګه کاوه، د هغه سره د آتن تر ښاره پورې لاړل. بیا پولوس هغوی ته لارښوونه وکړه چې کله بېرته خپل کور ته ورسېدلئ، نو سیلاس او تیموتاوس ته ووایئ چې زر تر ژره آتن ته راشي.

پولوس په آتن کې

۱۶په هغه وخت کې چې پولوس په آتن کې د سیلاس او تیموتاوس دپاره انتظار کاوه، نو کله چې هغه ولیدل چې هغه ښار د بتانو څخه ډک دی، ډېر خفه شو. ۱۷هغه به په کنیسه کې د یهودیانو او دینداره غیریهودیانو سره بحثونه کول او هره ورځ به یې د ښار په بازارونو کې د هغو خلکو سره چې هلته ورسره مخامخ کېدل، هم بحثونه کول. ۱۸ځینو اپیکوري او رواقي فیلسوفانو هم د هغه سره بحث کاوه. ځینو خلکو به پوښتنه کوله: «دا جاهل غواړي څه ووایي؟» نورو به ویل: «داسې ښکاري چې هغه د نورو خدایانو په هکله خبرې کوي.» دا یې ځکه وویل چې پولوس د عیسی او د قیامت په هکله زېری ورکاوه. ۱۹نو هغوی پولوس شورا ته چې د مریخ په غونډۍ کې وه، راوست او ویې ویل: «مونږ غواړو پوه شو چې دا نوی تعلیم چې ته یې ورکوې هغه د څه شي په هکله دی؟ ۲۰ځینې خبرې چې ته یې کوې هغه مونږ ته حیرانوونکې ښکاري. مونږ غواړو چې د هغو په معنی پوه شو.» ۲۱(ځکه چې د آتن خلکو او هغو پردیو خلکو چې هلته اوسېدل، دا خوښول چې خپل ټول وخت د نویو نظرونو په هکله په خبرو کولو او اورېدلو تېر کړي.)

۲۲پولوس د مریخ د غونډۍ د شورا په مخکې ودرېده او ویې ویل: «ای د آتن خلکو! زه پوه شوم چې تاسو ډېر مذهبي خلک یئ. ۲۳ځکه کله چې زه ستاسو په ښار کې ګرځېدم او ستاسو د عبادت شیانو ته مې کتل، نو د قربانۍ یو ځای مې ولید چې پرې لیکل شوي وو: ‹د یو نامعلوم خدای دپاره.› تاسو چې د کوم شي عبادت کوئ او نه یې پېژنئ، د هغه په هکله تاسو ته خبرې کوم. ۲۴هغه خدای چې نړۍ او هرڅه چې په هغې کې دي، پیدا کړي دي، هغه د ځمکې او اسمان څښتن دی او د انسانانو په لاس جوړ شویو عبادتځایونو کې نه اوسیږي. ۲۵همدارنګه نه هغو شیانو ته کومه اړتیا لري چې انسانان یې په خپلو لاسونو هغه ته تیاروي، ځکه چې خدای په خپله انسانانو ته ژوند، ساه او هرڅه ورکوي. ۲۶هغه ټول قومونه د یو انسان د نسل څخه پیدا کړل چې په ټولې نړۍ کې واوسیږي. د هغوی دپاره یې وختونه او د ځایونو حدونه وټاکل چې چېرته به اوسیږي. ۲۷د هغه مقصد دا ؤ چې هغوی د خدای په لټه کې اوسي، هغه ته ځانونه ورسوي او پیدا یې کړي، که څه هم هغه زمونږ هر یو څخه لېرې نه دی. ۲۸لکه څنګه چې یو چا ویلي دي:

په هغه کې زمونږ ژوند، زمونږ حرکت او زمونږ شتون دی.

لکه څنګه چې ستاسو ځینو شاعرانو ویلي دي:

مونږ هم د هغه اولادونه یو.

۲۹نو څرنګه چې مونږ د خدای اولادونه یو، نو باید داسې فکر ونه کړو چې د خدای ذات د یوې مجسمې په شان دی چې د انسان په هنر او مهارت د سرو زرو، سپینو زرو یا تیږو څخه جوړه شوې وي. ۳۰په هغه وخت کې چې خلکو خدای نه پېژانده، خدای په دې شیانو سترګې پټولې. خو اوس هغه په هرځای کې ټولو خلکو ته حکم کوي چې توبه وباسي. ۳۱ځکه چې خدای یوه ورځ ټاکلې ده چې هغه به د عدالت له مخې د نړۍ قضاوت د هغه چا په وسیله کوي چې هغه غوره کړی دی. او د هغه کس په بیا راژوندي کولو سره یې دا خبره ټولو خلکو ته ثابته کړې ده.»

۳۲کله چې هغوی د پولوس څخه د مړو نه د راژوندي کېدلو خبره واورېدله، نو ځینو ورباندې ملنډې ووهلې، خو نورو وویل: «مونږ به په دې هکله په کوم بل وخت کې ستا خبرې بیا واورو.» ۳۳نو په دې ډول پولوس د هغوی څخه لاړ. ۳۴خو یو څو تنه د پولوس سره یوځای شول او ایمان یې راوړ، چې دیونیسوس چې د مریخ د غونډۍ د شورا غړی ؤ او همدارنګه یوه ښځه چې دامریس نومېدله او ځینې نور خلک هم ورسره وو.