ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

شپېتم زبور

په خدای باندې باور لرل

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «شاهدۍ سوسن» په تال د درس دپاره د داود زبور. دا یې هغه وخت ولیکه چې د بین النهرین او صوبه د سوریایانو په ضد یې جګړه وکړه، او یوآب بېرته لاړ او د مالګې په دره کې یې ۱۲۰۰۰ ادومیان ووژل.)

۱تا مونږه رد کړو خدایه

هم دې کړې ماتې دفاع ګانې زمونږ

ته خفه شوی یې له مونږ

اوس مونږه بېرته په خپل حال کړه

۲تا ولړزوله ځمکه

او هغه دې وشلوله

اوس یې بېرته کړه راجوړه

ځکه اوس هغه زنګیږي

۳تا خپل خلک کړاوونو کې اخته کړل

تا راکړل شراب مونږ ته

مونږ یې ړنګ او بنګ کړلو

۴تا اشاره وکړه هغو ته چې عبادت کړي ستا

چې د دښمن د غشو وتښتي دوی

۵په خپل طاقت دې مونږه وژغوره

او قبوله زمونږ دعا کړه

ترڅو نجات ومومي هغه خلک

د هغه چا سره چې مینه کوې

۶د خپل سپېڅلي ځای نه خدای خبرې وکړې

«په خوشحالۍ به زه شکیم تقسیم کړم

او د سکوت دره به ووېشم خپل قوم باندې

۷جلعاد زما دی او منسي مې هم دی

دی افرایم مې اوسپنیزه خولۍ

او یهودا مې شاهانه امسا ده

۸خو د موآب نه به کار واخلم د لګن په شان

خپلې څپلۍ به د ادوم په لور ګوزارې کړمه

په فلسطین باندې به چیغه د بریا وکړمه»

۹څوک به مې بوځي د برجونو ښار ته؟

څوک به مې بوځي د ادوم ښار ته؟

۱۰تا په رښتیا سره پرې ایښي یو مونږ؟

زمونږ د لښکرو سره نور نه ځې ته؟

۱۱مرسته مو وکړه د دښمن په خلاف

نه لري ګټه د انسان مرسته

۱۲مونږ به کامیاب شو چې خدای مل وي زمونږ

هغه سرکوب به کړي زمونږ دښمنان