يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - دېرشم باب

۱اوس زما نه کشران هم په ما پورې خندا کوى، او دا هغه کشران دى چې د چا پلاران هم زما د رَمو د سپو برابر نۀ وو. ۲د هغوئ طاقت به ما له څۀ فائده راکړى؟ د هغوئ ټول زور ختم شوے دے. ۳هغوئ دومره غريبانان او اوږى وُو چې د شپې به يې په صحرا کښې د بوټو جرړې خوړلې. ۴هغوئ د صحرا نه بوټى راويستى دى او خوړلى يې دى، د هغوئ خوراک د جاړو بوټو جرړې دى. ۵هغوئ د معاشرې نه شړلے شوى دى، او خلق په هغوئ پسې داسې چغې وهى لکه چې دوئ غلۀ وى. ۶هغوئ د اوچو شوو دريابونو په مېدانونو کښې ژوند تېروى، او د زمکې په غارونو او ګټو کښې اوسيږى. ۷هغوئ د غنو بوټو لاندې غوريږى، او د جاړو بوټو لاندې به راغونډيږى. ۸هغوئ بې‌غېرته او بې‌اصله دى، او د مُلک نه شړلے شوى دى. ۹او اوس هغوئ په ما پورې په سندرو کښې خندا کوى، زۀ د هغوئ په سندرو کښې سپک يادېږم. ۱۰هغوئ زما نه نفرت کوى او هغوئ ما سره هيڅ تعلق نۀ لرى، او ښۀ په زړۀ ورتيا زما په مخ توکاڼى تُوکى. ۱۱ځکه چې خُدائ پاک زۀ کمزورے او عاجز کړے يم، نو ځکه هغوئ زما ادب نۀ کوى. ۱۲زما په مخکښې خلق راپاڅى او ومې غورزوى او زما په لار کښې دامونه اچوى. ۱۳هغوئ زما لار بندوى، او هغوئ زما د تباه کولو دپاره هر څۀ کوى، هغوئ ته پته ده چې زما د تپوس کولو والا څوک نشته. ۱۴هغوئ په ما باندې د هر طرف نه راشى، کله چې زۀ لاندې يم نو هغوئ په ما باندې راټوپ کړى. ۱۵اوس زۀ په يره کښې اوسېږم، او زما عزت هوا اوړے دے، او زما مال دولت د وريځو په شان فنا شوے دے. ۱۶او اوس زما روح زما نه وتلے دے، او د مصيبت په وخت کښې راګېر يم. ۱۷شپه زما د هډُوکو دپاره د دردونو سبب ګرځى، او چې کوم درد ما خورى په هغې کښې هيڅ کمے نۀ راځى. ۱۸خپل زورَور لاس سره خُدائ پاک زما جامې نيولې دى، هغۀ زۀ زما د چُوغې د غاړې نه نيولے يم. ۱۹هغۀ زۀ خټو ته غورزولے يم، او زۀ د خاورو او ايرو په شان شوے يم. ۲۰زۀ تا ته فرياد کوم او تۀ زما فرياد نۀ اورې، زۀ ستا په وړاندې ودرېږم خو تۀ ما ته ګورې قدرې هم نه. ۲۱تا ما سره زياتے شروع کړے دے، او د خپل طاقت سره ما له تکليف راکوې. ۲۲تا زۀ په هوا باندې اوچت کړے يم، او په طوفان کښې دې تباه کړے يم. ۲۳ما ته پته ده چې تۀ به ما مرګ له بوځې، هغه کور ته کوم چې د ټولو ژوندو دپاره تيار شوے دے. ۲۴څوک د ضرورتمندو خِلاف کار نۀ کوى، کله چې په يو مصيبت کښې هغوئ د مدد دپاره چغې وهى. ۲۵څوک چې په تکليف کښې وُو ولې ما د هغوئ دپاره ژړا ونۀ کړه څۀ؟ او زما زړۀ په غريبانانو باندې خفه نۀ وو څۀ؟ ۲۶خو کله چې ما د ښۀ‌والى لټون وکړو، نو بدوالے راغلو، او کله چې ما د رڼا اِنتظار وکړو، نو تيارۀ راغله. ۲۷زما زړۀ بې‌قراره او په تکليف دے، او سخت وخت په ما باندې راغلے دے. ۲۸زۀ په داسې تيارۀ کښې ګرځم چې رڼا نۀ وى، زۀ د خلقو په مخکښې ودرېږم او د مدد دپاره چغې وهم. ۲۹زۀ د ګيدړانو ورور يم، او د ګونګا ملګرے يم. ۳۰زما څرمن توره شى او وغورزيږى، او زما بدن د تبې په وجه سور وى. ۳۱زما د رباب ساز په ژړا بدل شوے دے، او زما د شپېلۍ آواز د ژړا نه ډک دے.