ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - لسم فصل

د حضرت نوح د زامنو اولاده

(اول تواریخ ۱: ۵ - ۲۳)

۱دا د حضرت نوح د زامنو حام، سام او یافث اولاده ده چې د سیلاب څخه وروسته زېږېدلې ده.

۲د یافث زامن: جومر، ماجوج، مادای، یاوان، توبال، ماشک او تیراس. ۳د جومر زامن: آشکناز، ریفات او توجرمه. ۴د یاوان زامن: الیشه، ترشیش، کتیم او رودانیم. ۵دا د هغو خلکو نیکونه وو چې د دریاب په غاړه او په جزیرو کې اوسیږي. دا ټوله د یافث اولاده وه چې خپلې ژبې، خپل قومونه او خپلې ځمکې یې درلودلې.

۶د حام زامن: کوش، مصرایم، فوط او کنعان. ۷د کوش اولاده سبا، حویله، سبته، رعمه او سبتکا وه. د رعمه اولاده شبا او ددان وه. ۸د کوش یو زوی نمرود نومېده، هغه د دنیا اولنی قوي جنګیالی ؤ. ۹هغه د خدای پاک په نظر کې یو ډېر قوي ښکاري ؤ، له دې کبله خلک وایي: <خدای پاک دې ستا څخه د نمرود په شان لوی ښکاري جوړ کړي.> ۱۰د هغه په پادشاهۍ کې اول بابل، ارک، اکد او کلنه شامل وو چې دا درې واړه د شنعار په خاوره کې پراته دي. ۱۱او د هغه ځای څخه نمرود آشور ته لاړ او د نینوا، رحوبوت عیر او کالح ښارونه ۱۲او ریسن چې د نینوا او د کالح د لوی ښار ترمنځ پروت دی جوړ کړل.

۱۳د مصرایم اولاده د لودیانو، عنامیانو، لهابیانو، نفتوحیانو، ۱۴فتروسیانو، کسلوحیانو او کریت قومونه دي. (فلسطینیان د کریت د قوم څخه وو.)

۱۵کنعان د صیدون پلار ؤ چې د هغه مشر زوی ؤ او همدارنګه هغه د حیتیانو، ۱۶یبوسیانو، اموریانو، جرجاشیانو، ۱۷حویانو، عرقیانو، سینیانو، ۱۸اروادیانو، صماریانو او حماتیانو نیکه هم ؤ. د هغه څخه وروسته د کنعانیانو قبیلې خپرې شوې. ۱۹د کنعان پولې د صیدون څخه د جرار خواته تر غزې او بیا د سدوم، عمورې، ادمه او صبوئیم څخه تر لاشع پورې ورسېدلې. ۲۰دا د حام اولاده ده چې په خپلو قبیلو او سیمو کې اوسېدل او هر یو په خپلو ژبو خبرې کولې.

۲۱د سام څخه چې د یافث مشر ورور ؤ هم زامن پیدا شول او سام د ټولو عبرانیانو نیکه ؤ. ۲۲د سام زامن عیلام، آشور، ارفکشاد، لود او ارام وو. ۲۳د ارام زامن عوص، حول، جاتر او ماشک وو. ۲۴ارفکشاد د شالح پلار ؤ او شالح د عابر پلار ؤ. ۲۵د عابر څخه دوه زامن پیدا شول، د یو نوم فالج ؤ ځکه چې د هغه په وخت کې د دنیا خلک ووېشل شول. د هغه د ورور نوم یقطان ؤ. ۲۶د یقطان څخه الموداد، شالف، حضرموت، یارح، ۲۷هدورام، اوزال، دقله، ۲۸عوبال، ابیمائیل، شبا، ۲۹اوفیر، حویله او یوباب پیدا شول. دا ټول د یقطان زامن وو. ۳۰هغه سیمه چې هغوی په کې اوسېدل هغه د میشا څخه د سفارې د لمرخاته غرنۍ سیمې پورې غزېدلې وه. ۳۱دا د سام اولاده ده چې په خپلو قبیلو او سیمو کې اوسېدل او هر یو په خپلو ژبو خبرې کولې.

۳۲او په دې سره د حضرت نوح د اولادې لست پوره کیږي. د سیلاب څخه وروسته د هغوی د اولادې څخه قومونه رامنځته شول او په ټوله دنیا کې خپاره شول.