ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم پادشاهان - دیارلسم فصل

د اسراییلو پاچا یهواخاز

۱په یهودا کې د یوآش د پاچاهۍ په درویشتم کال د ییهو زوی یهواخاز د اسراییلو پاچا شو. یهواخاز په سامره کې اوولس کاله پاچاهي وکړه ۲او د څښتن په مقابل کې یې ګناه وکړه. هغه هېڅکله د یروبعام هغه لاره پرېنښوده چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلې وه.

۳څښتن په اسراییلو باندې په قهر شو، نو هغه د سوریې پاچا حزاییل او د هغه زوی بنهدد پرېښودل چې هغوی ته بیا بیا ماتې ورکړي. ۴یهواخاز څښتن ته د مرستې دپاره دعا وکړه او څښتن ولیدل چې حزاییل د اسراییلو سره څومره بده رویه کوي. څښتن د هغه دعا قبوله کړه ۵او د اسراییلو د قوم دپاره یې یو داسې مشر ورولېږه چې اسراییل یې د سوریایانو څخه خلاص کړل. نو اسراییلو د مخکې په شان په خپلو کورونو کې په سولې کې ژوند کاوه. ۶مګر اسراییلو ګناه کوله او د یروبعام د کورنۍ لاره یې غوره کړه. هغوی د اشیره بت چې په سامره کې ودرول شوی ؤ راونه غورځاوه.

۷د یهواخاز کوم ځواکونه پاتې نه وو، بې له پنځوس سپرو عسکرو، لس جنګي ګاډیو او لس زره پیاده عسکرو. علت یې دا ؤ چې د سوریې پاچا هغوی داسې تباه کړي وو لکه دوړه چې د غوبل نه وروسته پاتې کیږي.

۸د یهواخاز د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې او د هغه د زورورتوب کارونه د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۹یهواخاز مړ شو او په سامره کې ښخ شو او د هغه زوی یهوآش د هغه په ځای پاچا شو.

د اسراییلو پاچا یهوآش

۱۰په یهودا کې د یوآش د پاچاهۍ په اووه دېرشم کال یهوآش د اسراییلو پاچا شو او په سامره کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه. ۱۱هغه هم د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د یروبعام په شان یې کارونه وکړل څوک چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ.

۱۲یهوآش چې د خپلې پاچاهۍ په وخت کې نور هرڅه کړي وو، د هغه قوت او زړورتیا چې د امصیا په ضد په جګړه کې یې ښودلی ؤ، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۱۳یهوآش مړ شو او په سامره کې په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی دویم یروبعام د هغه په ځای پاچا شو.

د الیشع مړینه

۱۴د یهوآش پاچا د مړینې څخه لږه موده مخکې الیشع نبي سخت ناروغ او مرګ ته نژدې شو. یهوآش ورغی، د هغه په څنګ کې ودرېد، ژړل یې او ویې ویل: <پلاره! د اسراییلو جنګي ګاډۍ او سپاره عسکر به ستا څخه پرته څه وکړي؟>

۱۵الیشع ورته وویل: <یوه لینده او یو څو غشي راواخله> او یهوآش همداسې وکړل. ۱۶بیا الیشع ورته وویل: <د غشي د ویشتلو دپاره تیار شه!> پاچا همداسې وکړل. الیشع د پاچا په لاسونو باندې خپل لاسونه کېښودل ۱۷او ورته ویې ویل: <هغه کړکۍ پرانیزه چې مخه یې ختیځ خواته ده.> کله چې هغه پرانیستل شوه، الیشع وویل: <اوس ووله!> یهوآش یو غشی ګزار کړ او الیشع وویل: <هغه غشی به د دې نښه وي چې څښتن به ستا سره مرسته وکړي چې په افیق کې به د سوریې لښکرو ته پوره ماتې ورکړې.>

۱۸بیا الیشع زیاته کړه: <نور غشي راپورته کړه او ځمکه ورباندې ووهه.> یهوآش غشي راواخیستل او درې ځلې یې ځمکه ورباندې ووهله او بس. ۱۹الیشع د خدای نبي په پاچا باندې په قهر شو او ویې ویل: <که چېرې تا دا پنځه یا شپږ ځلې وهلي وای، نو سوریایان به دې بېخي له منځه وړي وای. اوس به ته یواځې درې ځلې هغوی ته ماتې ورکړې.>

۲۰الیشع مړ او خاورو ته وسپارل شو.

هر کال به په پسرلي کې د موآبیانو ډلو د اسراییلو په خاوره باندې غلچکي بریدونه کول. ۲۱یو ځل په داسې حال کې چې یو څو اسراییلیانو د یو سړي مړی د مړو په ځانګړې سمڅې کې ایښوده، هغوی د موآبیانو یوه چریکي ډله ولیدله. اسراییلیانو په ګړندې توګه مړی په هغې سمڅې کې چې د الیشع مړی پکې ایښودل شوی ؤ، وغورځاوه او وتښتېدل. څنګه چې د سړي مړی د الیشع په هډوکو باندې ولګېده، سړی بېرته راژوندی شو او ودرېد.

د سوریایانو ماتې

۲۲د یهواخاز د پاچاهۍ په ټول دوران کې د سوریې پاچا حزاییل اسراییلیان ځورول. ۲۳مګر څښتن په اسراییلو باندې مهربانه ؤ او د هغه لوظ له کبله کوم چې د هغوی د نیکونو یعنې ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره یې کړی ؤ، په هغوی باندې یې رحم کاوه. تر نن ورځې پورې څښتن ونه غوښتل چې هغوی بېخي له منځه یوسي او یا یې د خپل حضور څخه وشړي.

۲۴حزاییل مړ شو او بیا د هغه زوی بنهدد د سوریې پاچا شو. ۲۵د اسراییلو پاچا یهوآش د سوریې په لښکرو باندې درې ځلې برید وکړ او هغوی ته یې ماتې ورکړه. هغه د بنهدد څخه هغه ټول ښارګوټي بېرته ونیول کوم چې حزاییل په جګړه کې د هغه د پلار یهواخاز څخه نیولي وو.