ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - اتم فصل

د حکمت غږ او ځان پېژندل

۱حکمت د یوې هوښیارې ښځې په څېر نارې وهي

او پوهه په لوړ اواز خپل غږ پورته کوي.

۲هغه د لارې په غاړه په لوړو ځایونو ولاړه وي

او د څلور لارو په سر ودریږي.

۳هغه د ښار د دروازو دننه

د تګ راتګ د لارو په خوا کې نارې وهي:

۴«ای سړیو! زه په تاسو ټولو ته غږ کوم

او په تاسو ټولو باندې اواز کوم.

۵ای ساده خلکو! په خپل ځان کې ځیرکتیا پیدا کړئ!

ای کم عقلانو! د ښو او بدو ترمنځ فرق وکړئ!

۶غوږ ونیسئ! زه ستاسو دپاره ښې خبرې لرم

چې په رښتینې ژبه به یې درته بیان کړم.

۷زه چې څه په خوله وایم، هغه رښتیا دي

او ژبه مې له بدو خبرو نه کرکه کوي.

۸د خولې ټولې خبرې مې سمې دي

یوه هم په کې کږه او غولوونکې نه ده

۹چې عقلمن انسان ته ټولې روښانه دي

څوک چې علم لري نو پوهیږي چې دا خبرې سمې دي.

۱۰د سپینو زرو په ځای زما نصیحت غوره کړئ

او د سوچه سرو زرو په ځای علم حاصل کړئ

۱۱ځکه حکمت د لعلونو نه ډېر قیمتي دی

چې له ارزښت سره یې ستا د خوښې هېڅ شی برابر نه دی.

۱۲زه حکمت یم او له ځیرکتیا سره یو ځای اوسېږم

او علم او لیاقت تر لاسه کوم.

۱۳له څښتن څخه وېره له شرارت نه نفرت کول دي

نو ځکه له کبر، غرور، بدۍ او کږو خبرو نه کرکه کوم.

۱۴مشوره او حکمت زما کار دی

زه عقلمن یم او زما سره قدرت دی.

۱۵پاچاهان زما په مرسته پاچاهي کوي

او حکمرانان د انصاف پرېکړې کوي.

۱۶شهزادګان زما په مرسته حکومت کوي

واکداران او ټول عادل قاضیان فیصلې کوي.

۱۷زه له خپلو مینوالو سره مینه کوم

څوک چې ما لټوي نو ما پیدا کوي.

۱۸دولت او عزت زما سره دی

عدالت او تلپاتې شتمني زما ده.

۱۹زه د خالصو سرو زرو نه غوره مېوه ورکوم

چې حاصل یې له سوچه سپینو زرو نه بهتر دی.

۲۰د عدالت په لار روان یم

او د انصاف په لارو تګ کوم

۲۱نو ځکه خپلو مینوالو ته شتمني ورکوم

او د هغوی خزانې ډکوم.

۲۲څښتن له ټولو نه لومړی

چې نور څه یې لا نه وو پیدا کړی، له هرڅه نه مخکې

زه پیدا کړم.

۲۳له ازله یې زما د بدن برخې یوځای کړلې

او د دنیا له جوړېدو او د هرڅه نه مخکې

زه موجود وم.

۲۴کله چې لا ژور دریابونه نه وو پیدا شوي

او له چینو څخه اوبه نه وې راوتلې

زه زېږېدلی وم.

۲۵مخکې له دی چې غرونه په خپل ځای ودریږي

او غونډۍ رامنځته شي

زه زېږېدلی وم.

۲۶مخکې له دی چې څښتن ځمکه او پراخه کروندې جوړ کړي

او د دنیا لومړنۍ خاوره پیدا کړي

زه زېږېدلی وم.

۲۷کله چې هغه اسمانونه په خپل ځای ودرول

او د دریاب په مخ یې د اسمان لمن راچاپېر کړه

زه هلته وم.

۲۸کله چې هغه په اسمان کې ورېځې ځای په ځای کړې

او د ځمکې په مخ یې د اوبو چینې روانې کړې

زه حاضر وم.

۲۹کله چې هغه دریابونو ته خپل حدود وټاکل

چې اوبه یې له حکم نه سرغړونه ونه کړي

او د ځمکې بنیاد یې کېښود

زه هلته وم.

۳۰زه هر وخت د هغه په څنګ کې وم

او زه هره ورځ خوشحالېدم

او تل د هغه په حضور کې خوشحاله وم.

۳۱د نړۍ په ټوله ځمکه کې یې خوشحاله وم

او د ټولو انسانانو نه خوشحالېدم.

۳۲نو ای زما زامنو! اوس ماته غوږ ونیسئ

بختور دي هغوی چې زما په لارو ځي.

۳۳زما نصیحت ته غوږ شئ او حکمت پیدا کړئ

هغه له پام نه مه غورځوئ او مخ ترې مه اړوئ.

۳۴بختور دی هغه څوک چې ماته غوږ نیسي

او هره ورځ زما د کور په مخ کې ولاړ وي

او زما د دروازې په درشل کې انتظار وباسي.

۳۵ځکه څوک چې ما پیدا کړي نو ژوند پیدا کوي

او د څښتن رضا او خوشحالي حاصلوي

۳۶خو څوک چې ما نه پیدا کوي له ځان سره ظلم کوي

هرڅوک چې زما نه کرکه کوي له مرګ سره مینه کوي.»