ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم سموئیل - دیارلسم فصل

امنون او تامار

۱د وخت په تېرېدو سره د داود زوی امنون په تامار باندې چې د داود د بل زوی ابشالوم خور وه او ډېره ښکلې وه مین شو. ۲د امنون زړه د خپلې ناسکه خور تامار په سبب داسې پریشانه شو چې هغه ناروغ شو. ځکه چې تامار پېغله وه او د امنون دپاره دا ناشونی کار ؤ چې د هغې سره اړیکې ولري.

۳د امنون یو ملګری ؤ چې یوناداب نومېده او د داود د ورور شمعي زوی ؤ. یوناداب ډېر مکرجن سړی ؤ. ۴هغه د امنون څخه پوښتنه وکړه: <ای د پادشاه زویه! ولې ورځ په ورځ ډنګرېږې؟ څه خبره ده؟>

امنون ځواب ورکړ: <زه د خپل ورور ابشالوم په خور تامار باندې مین شوی یم.>

۵یوناداب وویل: <په خپله بستره کې څمله او دا بهانه وکړه چې ناروغ یې. کله چې پلار دې پوښتنې ته راغی هغه ته ووایه: مهرباني وکړه زما خور تامار پرېږده چې راشي او ماته یو څه راکړي چې ویې خورم. هغه دې زما په مخ کې ډوډۍ تیاره کړي چې زه هغه ولیدلی شم او بیا یې ماته په خپل لاس راکړي.> ۶نو امنون بهانه وکړه چې ناروغ دی او هغه څملاست. کله چې پادشاه د هغه پوښتنې ته راغی، امنون ورته وویل: <مهرباني وکړئ تامار ته اجازه ورکړئ چې راشي، دلته زما په مخ کې یو څه خاصه ډوډۍ پخه کړي او هغه دې ماته په خپل لاس راکړي.>

۷داود تامار ته چې په ماڼۍ کې وه خبر ورولېږه: <د خپل ورور امنون کور ته ورشه او د هغه دپاره یو څه خواړه تیار کړه.> ۸نو تامار هلته لاړه او ویې لیدل چې امنون په بستره کې پروت دی. هغې یو څه خمیره کړي اوړه راواخیستل، د هغه په مخ کې یې ډوډۍ جوړه کړه او هغه یې پخه کړه. ۹بیا یې تبۍ راواخیسته او امنون ته یې ډوډۍ کېښوده، مګر هغه د خوړلو څخه انکار وکړ. امنون وویل: <تاسو ټول له دې ځایه بیرون ووځئ!> نو ټول ووتل. ۱۰له هغې وروسته امنون تامار ته وویل: <دلته زما د خوب کوټې ته ډوډۍ راوړه چې ستا د لاس څخه یې وخورم.> هغې ډوډۍ راواخیستله او د هغه د خوب کوټې ته ورغله. ۱۱مګر هغه وخت چې تامار ډوډۍ وروړه چې ویې خوري، امنون هغې ته لاس ورواچاوه او ورته ویې ویل: <ای زما خورې، راشه او راسره څمله.>

۱۲تامار هغه ته وویل: <ای زما وروره! دا کار مه کوه، ما مه مجبوروه! داسې کار په اسراییلو کې یو جنایت دی. داسې احمقانه کار مه کوه! ۱۳زه به بیا په خلکو کې سر څنګه اوچتوم؟ او ته به په اسراییلو کې د بدکارو احمقانو په شان بې عزته شې. مهرباني وکړه د پادشاه سره خبرې وکړه، هغه به تا زما سره د واده کولو څخه منع نه کړي.> ۱۴مګر امنون د هغې خبرو ته غوږ ونه نیوه او څرنګه چې هغه د تامار څخه ډېر قوي ؤ نو هغه یې په زوره بې عزته کړه.

۱۵بیا امنون د هغې څخه ډېره سخته کرکه وکړه. د هغه کرکه د هغې مینې څخه چې مخکې یې د هغې سره کوله ډېره زیاته وه. امنون هغې ته وویل چې <پاڅه او ورکه شه!>

۱۶هغې ورته وویل: <نه! زما شړل به د هغه کار څخه هم لوی جرم وي چې مخکې دې زما سره وکړ.>

مګر امنون د هغې خبرو ته غوږ ونه نیوه. ۱۷هغه خپل شخصي خدمتګار راوغوښت او ورته ویې ویل: <دغه ښځه له دې ځایه څخه بیرون وباسه او دروازه ورپسې وتړه.> ۱۸نو د هغه خدمتګار هغه بیرون وویستله او دروازه یې ورپسې وتړله.

تامار د اوږدو لستوڼو چپنه اغوستله، ځکه چې دا د پېغلو شهزادګیو رواجي لباس ؤ. ۱۹تامار په خپل سر باندې ایرې واچولې او خپله چپنه یې وشلوله. لاسونه یې په سر باندې کېښودل، په چیغو چیغو یې ژړل او روانه شوه. ۲۰کله چې د هغې ورور ابشالوم هغه ولیدله، پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <آیا امنون تاته لاس دراچولی دی؟ خورې، په دې باندې دومره ډېره مه خفه کېږه. هغه ستا ورور دی، په دې باره کې هیچا ته څه ونه وایې.> نو تامار د خپل ورور ابشالوم په کور کې پریشانه او یوازې اوسېدله.

۲۱کله چې داود پادشاه واورېدل چې څه پېښ شوي دي، هغه ډېر په قهر شو. ۲۲ابشالوم د امنون سره هیڅ یوه ښه یا بده خبره نه کوله. خو ابشالوم د هغه سره کینه درلودله ځکه چې د هغه خور تامار یې په زوره بې عزته کړې وه.

د ابشالوم بدله اخیستل

۲۳پوره دوه کاله وروسته ابشالوم افرایم ته نژدې په بعل حاصور کې خپل پسونه سکولودل او هغه د پادشاه ټول زامن هلته راوغوښتل. ۲۴هغه داود پادشاه ته ورغی او ویې ویل: <ای اعلیحضرته! زه خپل پسونه سکولم. آیا تاسو او ستاسو درباریان به راشئ او په جشن کې به برخه واخلئ؟>

۲۵خو پادشاه ځواب ورکړ: <نه، ای زویه، مونږ ټول به لاړ نه شو، ځکه چې په تا باندې به بار شو.> که څه هم ابشالوم په هغه باندې ډېر ټینګار وکړ خو هغه نه غوښتل چې ورسره لاړ شي، مګر د هغه دپاره یې برکت وغوښت.

۲۶بیا ابشالوم وویل: <که تاسو نه شئ کولای لاړ شئ، لږ تر لږه پرېږدئ چې زما ورور امنون زمونږ سره لاړ شي.>

پادشاه د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ولې هغه درسره لاړ شي؟> ۲۷مګر ابشالوم دومره ټینګار وکړ ترڅو چې داود امنون او د هغه نورو ټولو زامنو ته اجازه ورکړه چې د ابشالوم سره لاړ شي. ۲۸ابشالوم خپلو خدمتګارانو ته حکم وکړ: <وګورئ! کله چې امنون د شرابو په څښلو لږ نېشه شو او زه تاسو ته ووایم چې هغه ووژنئ، نو مه وېرېږئ، زه به دا مسئولیت په خپله غاړه واخلم. زړور اوسئ او زړه نا زړه کېږئ مه.> ۲۹نو د ابشالوم خدمتګارانو د هغه د حکم څخه پیروي وکړه او امنون یې وواژه. د داود نور ټول زامن په خپلو قچرو باندې سپاره شول او وتښتېدل.

۳۰هغوی لا په هغه وخت کې کور ته په لارې وو چې داود ته خبر ورسېده: <ابشالوم ستاسو ټول زامن ووژل او یو هم ورڅخه ژوندی پاتې نه دی!> ۳۱نو پادشاه پاڅېد، خپل کالي یې له غمه وشلول او په ځمکه باندې یې ځان وغورزاوه. د هغه ټول خدمتګاران د شلېدلو کالیو سره د هغه تر څنګ ولاړ وو. ۳۲مګر یوناداب د داود وراره یعنې د شمعي زوی وویل: <اعلیحضرته! هغوی ستاسو ټول زامن نه دي وژلي، یوازې امنون وژل شوی دی. له هغې ورځې راهیسې چې امنون د هغه خور تامار بې عزته کړې وه دا د ابشالوم ښکاره اراده وه. ۳۳نو په دې خبرو باندې باور مه کوئ چې ستاسو ټول زامن وژل شوي دي، یوازې امنون وژل شوی دی.>

۳۴په دې ترڅ کې ابشالوم وتښتېده. نو بیا هغه نفر چې پهره داري یې کوله ویې لیدل چې زیات خلک د حورونایم په لاره کې د غره تر څنګه راروان دي. پهره دار پادشاه ته ورغی او څه چې هغه لیدلي وو ورته ویې ویل. ۳۵یوناداب داود پادشاه ته وویل: <هغه دي ستاسو زامن راروان دي لکه څنګه چې مې ویلي وو هغوی راغلل.> ۳۶څنګه چې هغه خپلې خبرې پای ته ورسولې، د داود زامن راننوتل او په لوړ اواز یې په ژړا شروع وکړه. پادشاه هم وژړل او د هغه ټولو خدمتګارانو ډېر سخت وژړل.

۳۷‏-۳۸ابشالوم وتښتېده او د عمیهود زوی تلمای ته چې د جشور پادشاه ؤ ورغی او درې کاله هلته پاتې شو. داود د خپل زوی امنون دپاره ډېره موده ویر کاوه. ۳۹مګر کله چې هغه د امنون د مړینې څخه وروسته تسلي وموندله، د خپل زوی ابشالوم دپاره یې په زړه کې هیله پیدا شوه.